اجتماعی

په بلخ کې د غلو نهه کسیزه ډله نیول شوې

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ د مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې د غلو یوه مشهوره نهه کسیزه ډله نیولې

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ د مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې د غلو یوه مشهوره نهه کسیزه ډله نیولې

د امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د غلو یادې ډلې به په رڼا ورځ ښاریان لوټل، پیسې او موبایلونه به یې د وسلې په زور ترې اخیستل او دغه راز، د شپې له خوا به د خلکو کورونو ته اوښتل.

د سرچینې په وینا، نیول شویو کسانو به د پیسو په بدل کې قتلونه او تښتونې هم ترسره کولې.

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ اړوند د پنځمې امنیتي حوزې آمر جمعه ګل حقمل وايي، له مجرمینو څخه درې میله تفنګچې، دوه لاسي بمونه، دوې مخابرې او څه باندې ۱۰ بېلابېل ډوله ټیلفونونه نیول شوي دي.

«دغه نهه کسیزه وسله واله ډله غله چې د ښار په مختلو سیمو کې نیول شوي، دوی غلاوې کولې، دوی داسې پلان درلود چې د خلکو کورونو ته ور اوښتل او په زوره یې له خلکو نه پیسې اخیستلې، سړګونه یې نیول، همدا شان په اختطافونو او د موبایلونو په غلاکولو کې لوی لاس درلود.»

د امنیه قومندانۍ مسوولینو په ټولو هغو مجرمینو او جنایت کارانو غږ وکړ چې له دې ناوړه او شومو کړنو څخه دې لاس په سر شي، ګنې د نیول شویو کسانو له برخلیک سره به مخ شي.

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري ټولو مزار ښاریانو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ او ویې ویل چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو د آرام او هوسا ژوند لپاره هڅې کوي او هغه کسان نه پرېږدي چې د ښار امنیت ګدود کړي.

«هغه څوک چې د مزارشریف ښار او د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې جرم او جنایت کوي، زموږ پیغام ورته دا دی، چې له دې شوم کار څخه دې لاس واخلي. زموږ امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي، هڅه کوي چې ګزمې او خپل چکپاینټونه مظبوط کړي، هغه کسان چې دا کار کوي، د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي»

د بلخ ولایت اوسېدونکي د امنیه قومندانۍ د وروستیو امنیتي لاسته راوړنو ستاینه او هرکلي کوي. له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي، چې د دوی د هوسا ژوند لپاره دې ښاري امنیت نور هم ټینګ کړي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکې ګوهر موسوي چې غلو یې کور لوټلی و، په دې اړه داسې وایي:

«څلور ورځې وړاندې مې د ورور ټيلفون ورک شوی و، د پیدا کولو لپاره مو هڅې وکړې، په یوه کس مو شک پیدا شو، خو هغه رانه کړ، بلاخره رشوت مو ورکړ او ورته ومو ویل چې پیسې درکوو زموږ موبایل راته پیدا کړه، نو دغه کس د پیسو په واسطه راغی او موږ د مزارشریف د امنیه قوماندانې مسؤلینو ته زنګ ووهه دوی راغلل، دا غل یې له یوې تنفګچې او یو موبایل سره ونیوه.» دغه راز د مزارشریف ښار یو بل اوسېدونکی سید محمد علي شاه د اسلامي امارت له هڅو خوښ دی او وایي، په دې وروستیو کې په ښار کې ۹۰ فیصده امنیت ټينګ شوی دی.

«غله چې په هره سیمه کې نیسي، موږ ډېر خوشاله یو، نورې سیمې هم ۹۰ – ۹۵ فیصده د غلو له شتون څخه پاکې شوي دي.»

د غلو دغه نهه کسیزه ډله په داسې حال کې نیول کېږي چې په بلخ کې تېره اوونۍ هم د غلو یوه ۳۰ کسیزه ډله نیول شوې وه.

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبازرې مدیریت پولیسو وړمه ورځ هغه موټر چې له نشه یي توکو بار له ازبکستان هېواد څخه بلخ ولایت ته راغلی و، ۲۶۰۰ ټابلېټ کا او ۱۱۰ بوتله الکولي مشروبات «شراب» نیولي و.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *