افغانستان

پټېل: له افغانانو سره د امریکا مرستې دوامداره دي

پر اسلامي امارت د روانو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سرچینه که څه هم امریکا ده،خو د یاد هېواد بهرنیوو چارو وزارت ویاند ویډانټ پټېل د خبري کنفرانس پر مهال بیا وېیلي، له افغانانو سره لا هم تر ټولو ډېرې مرستې دوی کوي او له افغانانو دوامداره ملاتړ ته کلک ژمن دي.

پر اسلامي امارت د روانو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سرچینه که څه هم امریکا ده،خو د یاد هېواد بهرنیوو چارو وزارت ویاند ویډانټ پټېل د خبري کنفرانس پر مهال بیا وېیلي، له افغانانو سره لا هم تر ټولو ډېرې مرستې دوی کوي او له افغانانو دوامداره ملاتړ ته کلک ژمن دي.
پټېل وېیلي، دوی اړمنو افغانانو ته بشري مرستې د ملګرو ملتونو اړونده ادارو او انجوګانو په مرسته رسوي.
هغه زیاته کړې:« موږ د ملګرو متلونو ادارو او انجو ګانو سره خبرې کوو،چې ډاډ ترلاسه کړو، چې زموږ بشري مرستې اړمنو افغانانو ته رسېږي. موږ سیمه کې له متخصصینو سره او هغو سازمانونو سره کار کوو چې په دې برخه کې تجربه لري، ترڅو د خپلو مرستو د رسېدو ډاډ ترلاسه کړو.»
ویډانټ پټېل د امریکا او قطر بهرنیوو چارو وزیرانو ترمنځ د ټیلیفوني اړیکې په اړه چې افغانستان ته له سفر وروسته شوې، که څه هم جزئیات یې ورنه کړل، خو ویې وېیل چې د افغانستان په مسایلو کې له قطر سره د دوی تعامل او اړیکې خورا مهمې دي.
پټېل زیاتوي:« موږ د افغانستان په موضوع کې د قطر له همکاریوو مننه کوو، چې په ډېرو برخو کې یې کړې دي. دوی افغانستان کې نه یوازې زموږ کونسلي خدمات پر مخ وړي، بلکې زموږ د هېوادوالو امنیت یې هم ساتلی دی. زموږ مشران له قطري چارواکو سره په مکررو خبرو بوخت دي، چې د افغانستان مسایلو ته د حل لارې پیدا کړي. قطر د اسلامي همکاریوو سازمان مهم غړی دی او د افغانستان په مساله کې ورسره ښکېل پاتې کېدل ګټور ګام دی.»
د امریکا دا څرګندونې داسې مهال دي،چې اسلامي امارت وېیلي، پر افغانانو د فشار ګزینې کارنده نه دي او د امریکا په ګډون یې له ټولو هېوادونو غوښتي، چې له دوی سره دې تعامل وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *