سیاسی

چیرې چې رهبر نه وي، هلته یو ملت له منځه تلونکی دی

رحمت الله فیضان چیرې چي رهبر نه وی ، هلته یو ملت له منځه تلونکی دی ؛ دا ښایسته شعار د اسرائیل و د جهنمی سازمان (موساد) شعاردی د موساد په نوم د اطلاعاتو او عملیاتو ځانګړی انستیتوت کوم چې د استخباراتي فعالیتونو او همدارنګه د پټو او د جاسوسۍ ضد عملیاتو د ترسره کولو مسئولیتونه سرته رسوی په ۱۹۴۶ میلادی کال کې د دیسمبر په ۱۳مه تاسیس شو .

 

رحمت الله فیضان

چیرې چي رهبر نه وی ، هلته یو ملت له منځه تلونکی دی ؛ دا ښایسته شعار د اسرائیل و د جهنمی سازمان (موساد) شعاردی د موساد په نوم د اطلاعاتو او عملیاتو ځانګړی انستیتوت کوم چې د استخباراتي فعالیتونو او همدارنګه د پټو او د جاسوسۍ ضد عملیاتو د ترسره کولو مسئولیتونه سرته رسوی په ۱۹۴۶ میلادی کال کې د دیسمبر په ۱۳مه تاسیس شو .

دا سفاک استخباراتي سازمان په چټکۍ سره د انګلستان او امریکا په استخباراتي همکاریو سره د اسرائیلو لپاره یو ګټور استخباراتي سازمان ثابت شو.

دلته یوه نقطه اړین ده او هغه دا چي، ډیری کسان داسي فکر کوي چي موساد د اسرائیلو د استخباراتو سازمان تکاملي بڼه ده خو په حقیقت کې داسي نه ده موساد د اسرائیلو د استخباراتو چي ( شای) نومیږي یوه برخه ده .

موساد، یا د یهودانو تر ځمکې لاندې سازمان، د پنځه عبرانی کلمو لنډیز یا اختصار دی چي (د اطلاعاتو او ځانګړو عملیاتو) مفهوم افاده کوي . موساد په حقیقت کې د صهیونیسټي رژیم د پټو پولیسو یوه پرمختللې بڼه ده او د هغو پټو او ویشل شویو سازمانونو د یو ځای والې ټولګه ده کوم چې له لسیزو وړاندي یې د یهودانو د ګټو او د دغه نسل د مخالفانو پر ضد له اسرائیل و بهر فعالیت پیل کړی وو .

لکه څرنګه چي مو وویل د موساد د عملیاتو ساحه له اسرایلو بهر ده او په نورو هیوادونو کې خپل مخالفین پلټي او په نښه کوي یې چي یو څو مشهورو نمونو یې د مثال په ډول را سپړو:

د موساد اجنټانو په 1961 زیږدیز کال کې، د نازیانو یو مشهور افسر او د یهودانو ستر قاتل اډولف آیشمن چي په ارجنټاین کې په پټه اوسیده پيدا کړ له هغه ځایه یې اسرائیل وته و تښتا وو او هلته یې اعدام کړ دا عملیات په نړۍ کې د دې سازمان د اغیزمنتوب په اړه د پراخو تبلیغاتو لامل شو.

موساد د ډیرو فلسطیني مشرانو او مبارزینو په وژلو کې مهم رول ولوباوه، په خاص ډول د میونخ د المپیک په لوبو کې د اسرائیل ي لوبغاړو د وژونکو په له منځه وړلو کې .

همدا راز دغه سازمان په دوبۍ کې د حماس د مشر محمود المبحوح په وژنه او همدارنګه دخلیل الوزیر چي په ابوجهاد مشهور وو په وژنه کې مستقیم لاس درلود.

محمود عبدالرؤف المبحوح د حماس یو له لوړ پوړو قوماندانانو څخه و چي د عزالدین قسام لوا بنسټ یې کیښوود د ۲۰۱۰ کال د جنوری په ۱۹ مه د دوبۍ په روتانا نومي هوټل کې د موساد له لوري شهید شو د صهیونیسټ رژیم ۱۲م نمبر تلویزیونی چینل د یوه مستند فلم په خپرولو سره د غزې د مقاومت د دغه قوماندان د وژلو جزئیات افشا کړل او په دغو عملیاتو کښې یې د موساد مسئولیت په ډاګه کړ ؛ په دې فلم کې ویل شوي چې د المبحوح وژنې 22 دقیقې وخت واخیست ، المبحوح ته یې د یوې مادې په تزریقه ولو سره لومړی د هغه عضلات فلج کړل وروسته یې تنفسي سیسټم کار پرېښوود چې دا کړنه د هغه د سمدستي مړینې لامل شوه .

خلیل ابراهیم الوزیر، چې په ابوجهاد مشهور وو یو فلسطیني سیاستوال او نظامي کارپوه و. هغه د فتح غورځنګ له بنسټ ایښودونکو څخه و، همدا راز د دغه سازمان د مرکزي کمیټې غړی او د الفتح د پوځي څانګې الاصفه قوماندان و. نوموړی په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې په تونس کې د موساد له لوري ترور شو .

همدا راز د موساد له لوري یو کأناډایی انجینر او ساینس پوه چي جرالډ بول نومیده اود صدام حسین له لوري د بابل په پروژه کې د اتمی بمب جوړولو لپاره ګمارل شوی وو په بلجیم کې ترور کړ .

د عربو او اسرائیلو تر منځ د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې دغه سازمان د عربي پوځونو ټول حیاتي معلومات تر لاسه کړل او دا مسئله د دې لامل شوه چې اسرائیل  په پورتنۍ جګړه کې د پام وړ برتري ترلاسه کړي.

په وروستیو کلونو کې موساد له یو لړ ناکامیو سره هم مخ شوی، چې یوه له مهمو ناکامیو څخه یې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په برخه کې د دغه سازمان بې کفایتي او د لبنان له حزب الله سره د مقابلې وړتیا نه درلودل دي .

د تل آبیب اسلامي پوهنتون، د اسلامي نړۍ لپاره دخطر زنګ :

دا پوهنتون په تل آبیب کې موقعیت لري چې یو له هغو ځایونو څخه دی چې موساد پکې د اسلامي علومو د پوهانو تر عنوان لاندې جاسوسان روزي او مختلفو اسلامي هیوادونو ته یې د عملیاتو ، جاسوسي ، د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو را منځته کولو ، د مسلمانانو په منځ کې د ډلو ټپلو جوړولو او په اسلامي هیوادونو کې د تاووتریخوالي خپرولو په موخه له روزلو وروسته اسلامي هیوادونو ته استوي.

دا پوهنتون په ۱۹۵۶ میلادي کال کې تاسيس شوی او له ۶۷ کالو را په دیخوا په دې پوهنتون کې د اسلامی علومو لکه تفسیر ،حدیث، فقه ، اسلامی تاریخ عربي ژبه او په اسلامی علوموپوري تړلي نور علوم تدریسيږي .

دا پوهنتون یو تړلی پوهنتون دی او له یهودیانو پرته بل هیڅ محصل ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي ، د موساد له لوري د دغه اسلامي پوهنتون جدی څارنه کیږي ، د محصلینو او استادانو لپاره د درسي موادو او نصاب ټاکل د موساد له لوري د یو دقیق پلان له مخي تر سره کیږي ؛د اسلامي علومو ترڅنګ محصلینو ته استخباراتي زده کړي هم ور کول کیږي.

کله چي یو محصل له دې پوهنتون څخه فارغ شي اسلامي نوم ورته غور کیږي لکه شیخ ابو عمر، شیخ ابوعلي ،شیخ ابوبکر ، شیخ ابو حفصه او دیته ورته نومونه ، له هغه وروسته د ستر دیني عالم په توګه معرفي کیږي او په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په منځ کې د یو دیني عالم او شیخ په نامه په ډير دقت سره د کار فرصت او موقعیت ورته ټاکل کېږي .

کله چي په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په منځ کې خپل کار پیل کړي او له مسلمانانو سره روابط جوړ کړي په ډیر دقت سره د مسلمانانو په اړه خپل مالومات موساد ته انتقاله وي او د موساد له لوري جوړي شوي فتواګاني بیا د مسلمانانو په منځ کې خپره وي ؛ د موساد په لاس تربیه شوي شیخو هڅه کوي چي د مسلمانانو په منځ کې ډلي ټپلي را منځ کړي او بیا د دې ډلو ټپلو ترمنځ فرقوي اختلافات وکړي او په خپلو منځو کې یې په جګړو واچوي .

موساد له لوري د استخباراتی موخو لپاره د پیغلو نجو استخدام :

موساد له مودو راهسي د روسیې په پخوانیو جمهوریتونو ، د شرقی اروپا په هېوادونو او اسلامي هیوادونو کې د ځوانو نجونو د استخدام لپاره داسې اعلانونه خپروي چې د هوټلونو د کارکوونکو، د نڅا کمپنیو،د تجارتي کمپنیو د اعلانونو لپاره موډل انجونی په لوړ معاش په دنده ګوماري یادې انجونې چې زیاتې ښکلې او تر شلو کلونو يې عمر لږ وي ، ټولې د اسرائیلو هېواد ته استول کیږی ، دعربی د زده کړی ، د پټو مخفی فلمونو د ثبت زده کړه ، د اواز د ثبت زده کړه ، لپاره استخدامېږي او وروسته یې د نړۍ نورو هېوادونو ته د جاسوسۍ په موخه لېږي.

تر نورو استخباراتي ادارو د موساد ونډه د انجونو په استخدام کې ډیره ده چي په دې سره اسرائیل د نړۍ په کچه د قاچاق او فحاشی لومړی درجه هېواد دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *