گزارش

د ګمرکونو د اسیکوډا سیستم د افغانستان بانک له CBS سیستم سره ونښلول شو

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د اسیکوډا سیستم د افغانستان بانک له CBS سیستم سره ونښلولی.

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د اسیکوډا سیستم د افغانستان بانک له CBS سیستم سره ونښلولی.

د یادو سیستمونو د نښلولو په پرانېست غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي حاجي ملامحمد آخوند، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو لوی رئیس، د مالیې وزارت د خزاینو لوی رئیس او د دواړو ادارو یو شمېر تخینکي کارکوونکو ګډون کړې وو.د یادو سیستمونو له نښلولو سره هغه موارد چې په پخواني سیستم کې منول وو، چې سوداګرو به د ګمرکي محصول د ورکړې لپاره له یو نه تر پنځو ساعتونو پورې انتظار کاوو، چې د دواړو سیستمونو د نښلولو سره به د ګمرکي محصول ورکړه به په څو ثانیو کې اجرا شي. همداشان د ګمرکي محصول په برخه کې به په بانکونو کې انساني دخالت له منځه لاړ شي او ټولې چارې به یې سیستمي تر سره کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده، څو په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *