د عینکو مسو کان ته د غځېدلي ۲۵ کیلو متره سړک د قير کولو چارې پیل شوې
دلوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د عینکو مسو کان ته د غځېدلي ۲۵ کیلو متره سړک د پخولو چارې د محمداغې ولسوالۍ د مسئولینو او د قرار دادي چینایي شرکت ( MCC) لخوا پیل شوې.
دلوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د عینکو مسو کان ته د غځېدلي ۲۵ کیلو متره سړک د پخولو چارې د محمداغې ولسوالۍ د مسئولینو او د قرار دادي چینایي شرکت ( MCC) لخوا پیل شوې.
د محمداغې ولسوال مولوي میرهاشم حزب الله وویل، چې دغه سړک، د ۲۵ کیلو مترو په اوږدالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د عینکو د مسو کان د قرار دادي چینایي شرکت ( MCC) په مالي لګښت په پاخه او اساسي توګه جوړېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
حزب الله زیاته کړه؛ دغه سړک، چې له زاهد آباد بازار څخه پیل د عینکو مسو کان پورې غځېدلی، چې له جوړېدو وروسته به د لارې شاوخوا خلکو چارې به هم ورسره پوره اسانتیا ومومي.
ورته مهال د قرار دادي چینایي شرکت ( MCC) د مسئولینو په خبره دغه کان کې د تاریخي اثار او لرغونو ځایونو د راسپړلو چارو تر پای ته رسېدو وروسته به د مسو د استخراج لړۍ پیل او زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.