گزارش

د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا محصلینو لپاره د روزنیزو کورسونو لړۍ دوام لری

نذیر منیب د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري منابعو ریاست د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معینیت اړوند د ښکلو هنرونو انسټیټیوټ لس محصلینو ته د عملي زده کړو لپاره یو میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ کړی و.

 

نذیر منیب

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري منابعو ریاست د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معینیت اړوند د ښکلو هنرونو انسټیټیوټ لس محصلینو ته د عملي زده کړو لپاره یو میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ کړی و.

د دغه وزارت د بشري منابعو د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا آمر محمد عیسی  خاطرزي وویل، چې دوی هر کال له مختلفو تحصیلي ادارو څخه ورمعرفي شویو محصلینو ته په اړوندو برخو کې روزنه ورکوي.

خاطرزي وویل، د دوی امریت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري منابعو ریاست تر چتر لاندې، د وزارت د تشکیلاتو تر څنګ د وزارت روزنیزې چارې هم سمبالوي.

د هغه په وینا، د روزنیزو چارو په برخه کې یې دا ځل د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معینیت اړوند د ښکلو هنرونو انسټیټیوټ محصلینو ته د یوې میاشتې په اوږدو کې د ادارې اړوند بېلابېلو فعالیتونو په برخه کې د عملي ورکشاپونو، له فرهنګي اثارو لیدنې، په ملي ارشیف کې د پخوانیو لیکوالانو لیکنو او د لیک ډولونو ته د کتنې زمینه هم برابر کړې وه.

د اطلاعاتو او کلتور وزات له لوري روزل شوي محصلین وايي، چې دوی د هنري نقاشیو، ښایسته لیکونو مشاهدې او د عملي کارونو د ورکشاپونو په اخیستو سره یې د خپل مسلک په اړه ډېر څه زده کړل او نوې طرحې یې له ځان سره واخیستې.

د دغه روزنیز پروګرام یو تن ګډونوال سید بلال وویل: «په دې یو میاشتني کورس کې مو د استاد غلام محمد میمنګي، برشنا او نورو استادانو لاسي هنرونه ولیدل، د شاه امان الله خان او مخکې وختونو میناتوري مو ولیده او یاد مو کړل چې د دغو د ډیزاینونو لپاره یې له کومو طرحو ګته اخیستې».

بلال وايي، له دې پرته په نورو برخو کې، چې اداري تخنیکونه او د اسنادو لیکل په کې شامل و، هم روزنه راکړل شوه.

د دغه پروګرام  بل ګډونوال او د ګرافیک ډیزان محصل منصور نبي زاده هم وویل، که څه هم دغه روزنیز پروګرام موده ډېره کمه وه خو د دوی د مسلکي زدکړو لپاره خورا اغېزمن او ګټور و.

د بشري منابعو د ریاست د ظرفیت لوړونې او اداري پراختیا امر خاطرزي د دې پوښتنې، چې د عملي روزنې په برخه کې دغه لنډمهالي کورسونه یوازې د دولتي تحصیلي ادارو محصلینو لپاره دي او که د خصوصي تحصیلي ادارو محصلین هم ګډون پکې کولی شي؟ په ځواب کې وویل: «دولتي تحصیلي اداره وي او که خصوصي، چې مونږ ته د دوی په خوښه د څومره وخت لپاره خپل محصلین معرفي کړي، مونږ ور ته د وزارت په مختلفو ریاستونو کې د روزلو زمینه برابروو».

د هغه په وینا، له دې وړاندې یې هم په ورته برخو کې ګڼ شمېر محصلینو ته روزنیز کورسونه ورکړي دي.

خاطرزي همدارنګه زیاته کړه، چې دننه وزارت کې د کارمندانو لپاره هم مختلف روزنیز ګټور پروګرامونه لري او په وینا یې کوښښ کوي، چې روزنه یې د وخت او کارمند د اړتیاوو مطابق ترسره شي.

نوموړي دا هم وویل، چې په راروانه اونۍ کې به د وزارت کارمندانو لپاره، چې نوي مقرر شوي او د ادارې له رسمي چارو سره بلدتیا نه لري، روزنه ورکوي تر څو د روزنیز پروګرام په ترڅ کې له کاري تخنیکونو سره بلد او خلکو ته د خدمت جوګه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *