گزارش

پکتیکا کې پر راستنوشویو هیوادوالو لومړنۍ مرستې توزېع شوي

د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې په هغه ولایت کې له پاکستانه رااوښتونکو کډوالو ته یې لومړني مرستې وېشلي دي.

 

د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې په هغه ولایت کې له پاکستانه رااوښتونکو کډوالو ته یې لومړني مرستې وېشلي دي.

د دې ولایت ځایي مسئولان وایي چې تازه یې دد ولایت ته پر راکډه شوي هیواداوالو خوراکي توکي، ژمنۍ جامې او نور اړین توکي وېشلي دي.

د مسئولانو له انده چې دا مرستې یې د یونیسف په مالي ملاتړ او د هغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په اسانچارۍ وېشلي دي.

ځایي چارواکي د یادو کډوالو په اړه اندېښمن دي او هیله ښیي چې پر وخت دې یې د سرپناه او نورو اړتیاوو غم وخوړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت وړاندې ویلي و چې د تورخم او سپین بولدک سربېره یې په خوست، پکتیا او پکتیا کې هم سرحدي پولې د کډوالو پر مخ پرانیستي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *