اجتماعی

هیښوونکي خوبونه لیدل!

د بدر له غزا درې شپې مخکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترور عاتکې بنت عبدالمطلب او د هغې کورنۍ یو بل شخص دوه مختلف خوبونه ولیدل چې د مکې په قریشو باندې ډېر سخت تمام شو او خورا سخت اثر یې ورباندې وکړ. نږدې وو چې قریش لېوني شي. او دا د دوی په زړونو کې د خطر یو ستر زنګ و، دوی پوهېدل چې د عاتکې بنت عبدالمطلب له خوب لیدلو وروسته یوه پېښه منځ ته راځي. چې هماغسې وهم شول، د بدر غزا واقع شوه او د قریشو لویان په دې غزا کې ووژل شول او ځينې لویان په کې بندیان شول. او بل د جهیم بن صلت بن عبدالمطلب خوب لیدل و.

لیکنه: ساجدالله عظمت

د بدر له غزا درې شپې مخکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترور عاتکې بنت عبدالمطلب او د هغې کورنۍ یو بل شخص دوه مختلف خوبونه ولیدل چې د مکې په قریشو باندې ډېر سخت تمام شو او خورا سخت اثر یې ورباندې وکړ. نږدې وو چې قریش لېوني شي. او دا د دوی په زړونو کې د خطر یو ستر زنګ و، دوی پوهېدل چې د عاتکې بنت عبدالمطلب له خوب لیدلو وروسته یوه پېښه منځ ته راځي. چې هماغسې وهم شول، د بدر غزا واقع شوه او د قریشو لویان په دې غزا کې ووژل شول او ځينې لویان په کې بندیان شول. او بل د جهیم بن صلت بن عبدالمطلب خوب لیدل و.

همدا دواړه خوبونه د بدر غزا نه درې شپې وړاندې پېښ شول، نو د دې دواړو خوبونو کیسه څه وه؟ جهیم بن صلت داسې خوب ولید چې یو پیاوړی سړی په آس باندې سپور، د بدر له خوا راغی او له هغه سره په زرګونو اوښان وو، بیا یې کړه چې: عتبه بن ربیعه او شیبه بن ربیعه، ابوالحکم بن هشام (ابوجهل) ، اُمیه بن خلف، پلانی او پلاني ووژل شول او دا خوب لیدل د مکې مکرمې په ښار کې خپور شو. او  بدر ته له وتلو لږ وړاندې خپور شو، ابوجهل چې دا خوب لیدل واورېده، نو لېونتوب ورباندې راغی، داسې لېونتوب چې زمکه او اسمان یې ترې غلط کړل. او په دې وینا سر شو چې دا (جهم بن صلت بن عبدالملطلب) هم د بنو عبدالمطلب څخه یو نبي دی.

ابوجهل وویل: څرګنده به شي چې څوک وژل کیږي، که چېرې سره مخامخ شوو، په دې مخامخ کېدا سره یې رسول الله صلی الله علیه وسلم مقصود و او څو ساعتونه لا نه و وتلي چې د عاتکې بنت عبدالمطلب خوب لیدل نشر او خپور شو، چې هغه له مخکیني څخه ډېر غریب او نا اشنا و چې دا خوب لیدل ډېر نشر شو، عاتکه له خوب نه ویښه شوه او له وېرې او ډار نه رېږدېدله، نو خپله وینځه یې خپل ورور عباس رضی الله عنه ته واستوله، ترې ویې غوښتل چې نوموړی په خورا بېړه د هغې خوا ته ورشي؛ ځکه هغې داسې خوب لیدلی چې ډېره یې وېرولې ده. عباس رضی الله عنه عاتکې ته ځان ورساوه، عاتکه په دغه وخت کې مشرکه وه، اېمان یې نه و راوړی. نوموړې خپل ورور ته وویل: ما خوب لیدلی او سخته یې ډار ړې یم، تر هغه یې تا ته نه وایم، څو دې له ما سره دا ژمنه نه وي کړې چې چا ته به یې نه وایم او پټوم به یې. نو بیا عباس رضی الله عنه وعده ورسره وکړه چې ستا خوب لیدل به پټوم. نو هغه ورته وویل: چې تا په خوب کې څه لیدلی؟ هغې وویل: ما خوب لیدلی چې یو کس په اوښ باندې سپور راغی او ابطح غره (چې په مکه کې دی) ته ودرېده او په لوړ اواز یې وویل: ځئ، لاړ شئ، د غدر او خیانت خاوندانو، خپلو د وژل کېدو ځایونو ته په دریو ورځو کې ځانونه ورسوئ، ځئ لاړ شئ‼

بیا دې سړي د کعبې لوري ته مخه کړه او په مختلفو ځایونو کې یې دا اواز وکړ او له کعبې نه چاپېره یې دا غږ خلکو ته وکړ چې ځئ لاړ شئ، خپلو قتلګاهو ته ځانونه ورسوئ. وروسته د ابو قبیس غره ته وخوت، یوه لویه تیږه یې راوغړوله، ټوټې ټوټې شوه، هر کور ته یې یوه برخه ورسېده، یو کور هم ترې پاتې نه شو. نو عباس رضی الله عنه خپلې خور عاتکې ته کړه، دا خوب لیدل چا ته مه وایه!

بیا عباس رضی الله عنه ووت او خپل ملګري ولید بن عتبه یې ولیده، هغه ته یې دا خوب ووایه، هغه خپل پلار عتبه بن ربیعه ته ووایه او هغه یې خبر کړ، هغه ورته کړه په دې خوب څوک مه خبروه، نو دا خوب لیدل په دې طریقه خپور شو، څو ابوجهل ته ورسېده، په دې مهال عباس رضی الله عنه بیت الله ته لاړ چې طواف وکړي، هغه نه پوهېده چې ددې خوب لیدل آن ابو جهل ته رسېدلی دی. نو هغه له نورو مشرکانو سره و، هغه عباس رضی الله عنه ته وویل: دا نبیه (عاتکه) کله په تاسو کې د نبوت مرحلې ته ورسېدله، چې اوس عجیب او غریب خوبونه ویني؟ عباس رضی الله عنه داسې وپتېيله چې دا خبره پټه کړي، خو ابوجهل ورته کړه چې عاتکې څه خوب لیدلی؟ او زیاته یې کړه چې اې د عبدالمطلب کورنۍ! پخوا مو یوازې سړیو د نبوت دعواوې کوله، اوس مو ښځې هم خوبونه ویني او … .

عاتکه وايي، چې ځئ لاړ شئ، ځئ د خپلو وژل کېدا ځایونو ته ولاړ شئ، که په دریو ورځو کې دا پېښ شول، پېښ شوي به وي او که په دریو کې ورځو کې داسې و نه شول، بیا یو تړون لیکو او په هغه کې به کاږو چې بنو مطلب له ټولو عربو ډېر دروغجن دي‼

ابوجهل له یاد فرصته کار واخیست او بنو عبدالمطلب یې په ناوړه الفاظو یاد کړل. ابوجهل دا خبرې کولې چې ناڅاپه قریشو د ضمضم بن عمرو غفاري اواز واورېده، په لوړ غږ یې وویل:

ستاسو مالونو ته محمد صلی الله علیه وسلم لار نیولې وه، نه پوهېږم چې اوس به یې څه کړي وي؟ نو د مکې هر کور وډار شه او د عاتکې خوب لیدل رښتیا شو، بیا مشرکان د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقابلې ته ور ووتل او بدر ته لاړل. چې په یاده غزا کې عتبه بن ربیعه، شیبه بن ربیعه، امیه بن خلف، ابو جهل او نور ووژل شول. د عاتکې او د جهیم بن صلت بن عبدالمطلب خوبونه رښتیا شول او په داسې مهال رښتیا شول چې ابو جهل د معاذ او معوذ بن عفراء رضی الله عنه په تورو قتل کړل شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *