اخبارافغانستان

پکتیکا کې د ماسټر پلان  د تطبیق پرانېست غونده وشوه

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالي بازار چې د کلونو ځنډ وروسته د ولسونو په غوښتنه چې بې له ماسټر پلانه  وو، د ولایتي اداري په همکاري د ځمکو، کور او ښار جوړولو ریاست په هلو ځلو د ټولو مراحلو له طي وروسته وړمه ورځ، ارګون ولسوالي کې غوڼډه ترتیب شوی وه، چې د پکتیکا والي الحاج  مولوي عبدالخالق عابد، د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالقدوس عظیمي، د ځمکو، کور او ښار جوړولو رئیس مولوي محمد    طاهر سیف الجهاد، د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا   محمد امین حذیفه، د کرنې رئیس مولوي شیراحمد ذبیح، عامي روغتیا رئیس ډاکټر حقمل، آمر د امنیت ملا جاوید بدري، د فرمانونو رئیس ،د عدلیه رئیس، د ځېنو ریاستو رئیسانو ، آمرانو ، د ارګون ولسوالي مسؤلېنو، قومي مشرانو او ځوانانو  د ارګون ولسوالي د ماسټر پلان د پرانېستلو په مراسمو کې برخه اخېستي وه. د پکتیکا والي الحاج مولوي عبدالخالق عابد د ارګون ولسوالي ټولو ولسونو ته د ماسټر پلان د تطبیق د مبارکي ویلو ترڅنګ غوښتنه وکړه، مونږ نن ورځ زیات خوشاله یو، چې د ارګون ولسوالي د بازار په پاره ماسټر پلان د تطبیق  پرانېسته کوو، خو د یاد ماسټر پلان کې ستاسو بشپړه همکاري غواړو ترڅو ماسټر پلان د ا.ا.ا د ټولو اصولو مطابق عملي کړو.

والي مولوي عابد وویل، د ماسټر پلان په عملي کولو سره به د ارګون ولسوالي بازار چې د نهه ولسوالیو مرکز بلل کېږي، په عصري ډول به ودانۍ په کې جوړېږي او د هېڅ کوم تجار سره دا وېره نه وي، چې مارکېټونه یا هم د دوکانو بې له ماسټر پلانه وي او هر څوک به سرمایه ګذاري ته زړه شه کوي او همداشان د ولسونو ستونزي له نژدې واورېدلي او د حل کولو ډاډ یې ورکړ.

د ځمکو، کور او ښار جوړلو رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وویل، د ارګون او ځېنو نور ولسوالیو په پاره مو د خپل مسلکي ټیم په هلو ځلو مو تل هڅه کړي، چې په بازارونو کې ماسټر پلان د ټولو مراحلو له طي وروسته عملي کړو، خو اوس مو وکولاې شول، چې د ارګون ولسوالي  مرکزي بازار کې د ماسټر پلان پرانېسته وکړو ، دغه ماسټر پلان به د. ا.ا.ا د ټولو صولو په نظر کې نیولو سره عملي کېږي، خو د ولسونو په همکاري به یاد کارونه مخکي وړو. بل لور ته د ارګون ولسوالي مېشت ټولو قومي مشرانو د ا.ا.ا  له مشرانو او په ځانګړي ډول د پکتیکا له ولایتي رهبري او د ریاستونو رئیسانو نه مننه وکړه، چې د خیالي خوب یې په حقیقت راته بدل کړ . یاد مشرانو وویل، په تېرو شلو کلونو کې ارګون ولسوالي مرکزي بازار ته هېڅ پاملرنه نه وه شوی او نه هم کومي پرمختیا پروژې تطبیق شوی دي، خوشاله یو چې د ا.ا.ا په راتګ سره زمونږ مرکزي بازار د ماسټر پلان مطابق ودانۍ جوړیږي او مونږ د ارګون میشت قومونه یې په کلکه ملاتړ کوو او ورسره ولاړ یو. دوئ وویل،  مونږ ټول.  ا.ا.ا نه ملاتړ کوو او په شپه او ورځ چمتو یو، چې په ټولو برخو کې همکاري ورسره وکړو او هېچاته ددې اجازه نه ورکو، زمونږ هېواد کې نا امنې جوړ کړي، مونږ اوس د ارام ساه اخېستي ، د خوشالي  امن په فضا کې ګرځو  او ژوند کوو. پاته دې نه وي، د ځېنو نورو ولسوالیو په پاره هم د بیوګرافي سروې شوي، د مراحلو له طي وروسته به یې د ماسټر پلان د عملي کولو پرانېسته وشي ،چې د یاد کارونو د ولسونو له لوري تود هر کلي شوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *