ياد نندارتون د پنجشنبې په ورځ د داخلي تولیداتو د پرمختګ په موخه پرانیستل سو, د پرانيستي په مراسمو کې يې د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیاتالله مبارک، د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند د صنعتي پارکونو عمومي رئیس حافظ عبدالمجید قیام، د هیواد د نړیوالې سوداګرۍ عمومي رئیس مولوي محمد زبیر دین پرور، د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي، د سوداګرۍ او پانګوني خونې رئیس حاجي محمد صدیق مهمند، د صنایعو او معدنونو خونې رئیس سید سرور اغا اماني، د غالیو اوبدلو او صادرونکي ټولنې غړو او ډېرو نورو ملي سوداګرو ګډون کړی وو.
مرستیال والي ښاغلي مبارک په خپلو خبرو کي وويل، چي ملي سوداګرو د هیواد په جوړونه او په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کي پر ځان بسیایني لپاره ملا تړلې او ددې سپیڅلي نظام په غېږ او د شریعت په رڼا کي یې په ډاډه زړه سره خپلي سوداګرۍ ته ادامه ورکړې ده. هغه له هیوادوالو وغوښتل، چي د اسلامي امارت سره دي د ملي کرنسۍ په ترویج او د داخلي تولیداتو په استعمال کي همکاري وکړي.
وروسته د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس ښاغلي مهمند وويل، چي ملي سوداګر د داخلي تولیداتو د ودي په موخه هڅي کوي، تر څو داخلي تولیدات او په ځانګړي ډول د هیواد لاسي غالۍ د نړۍ تر هر هیواد پوري ورسوي او هم ورته بازار موندنه وکړي. هغه د دولتي او خصوصي ادارو له مشرانو مننه وکړه، چي د داخلي تولیداتو لپاره د بازار موندني لاري چاري لټوي او همدا ډول نندارتونونه يې هم یوه غوره لاره ياده کړه.