سیاسی

د غزې جګړه یوه ستره نسل‌وژنه ده

لکه څنګه چې ټولوته څرګنده ده، چې د اکتوبر پر اوومه حماس مجاهدین د اسرائیلو سویل کې پردغه هېواد ناڅاپي برید ترسره کړ، چې له امله یې کابو ۱۲۰۰ کسان و وژل شول او څه باندې ۲۰۰ کسان یې له ځان سره ژوندي ونیول، چې له هغه وروسته  اسرائیلو پرغزې بې دریغه بریدونه پیل کړي، چې د اوربند غوښتنو سره سره ورځ تربلې دا جګړه پیچلې کېږي.

شاه محمود درویش

لکه څنګه چې ټولوته څرګنده ده، چې د اکتوبر پر اوومه حماس مجاهدین د اسرائیلو سویل کې پردغه هېواد ناڅاپي برید ترسره کړ، چې له امله یې کابو ۱۲۰۰ کسان و وژل شول او څه باندې ۲۰۰ کسان یې له ځان سره ژوندي ونیول، چې له هغه وروسته  اسرائیلو پرغزې بې دریغه بریدونه پیل کړي، چې د اوربند غوښتنو سره سره ورځ تربلې دا جګړه پیچلې کېږي.

پرغزې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو په لړ کې دشهیدانو شمیر له ۱۱0۰۰ څخه هم  پورته شوی دی، د فلسطینې چارواکو په وینا چې د یرغلګرو اسرائیلو د بریدونو له پیل را هیسې تردې مهاله ۱۱ زره فلسطینیان شهیدان شوي، چې اکثریت یې ماشومان دي، د نښتو او بریدونو په لړ کې سلګونه اسرائیلي یرغلګر هم وژل شوي دي،

البته اسرائیلو هم ویلي، چې له څو لوریو د غزې مرکز ته نږدې شوي او دحماس مجاهدین له وسله والو سره په نښته کې دي، سیمه کې د نښتو زوراخیستلو له امله خلک خوندي سیمو ته د وتلو هڅې کوي او ګڼ شمیر کسان لا له وړاندې له خپلو سیمو څخه کډه شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د جبالیا او صبیرا کمپونه هم په نښه شوي چې له امله یې لسګونه کسان شهیدان شوي دي، پرغزې د اسرائیلي ځواکونو بریدونوته د غبرګونونو په لړکې یوشمیر هېوادونو پراسرائیلود بندیزونو د لږولوغوښتنه کړې، اسپانیا، بلجیم، او ځینو هېوادونو پرغزې د اسرائیلو برید نسل وژنه بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې پردغه هېواد بندیزونه ولګوي.

د رسنیو په حواله د غزې په هکله یو لړ معلومات:

« غزه دیوې ســاحلي تړانګې په څېر دمدیترانې ســاحل پــه اوږدو کــې دلرغونو ســوداګریزو او ســمندري لارو ترمنځ موقعیت لــري، چې تــر ۱۹۱۷ کال پورې دعثــماني امپراتورۍ تــر کنټــرول لانــدې وه، پــه تېــره پېــړۍ کــې له انګلســتان څخــه مــصري پوځــي واکمنۍ ته لېږدول شوې او اوس له ۲ میلیونو څخه دزیاتو اشــغال شویو فلسطینیانو سیمه ده.

لانــدې بــه دغــزې ځينې تاریخي مرحلې ولیکو: څنګه چې د ۱۹۴۰ لسیزې پــه اخــر کــې دبرتانیــې واکمني پای ته ورسېده، نو دیهــودو او عربو ترمنځ په شخړو کې شدت پیدا شو،دا شــخړې پــه ۱۹۴۸ کال کــې دنــوي جوړېدونکي اسرائیلي حکومت او عرب ګاونډیــو ترمنــځ جنــګ څخه پیل شوې. زرګونــو فلســطینیانو لــه خپلــو کورونــو څخــه له  وتلو وروســته په غزه کې پنــاه واخیســته، چېرتــه چــې پــه ۴۰ کیلومترو کې یرغلګــر مــصري پــوځ دیو تنګ ســاحلي بندر په غاړه پــړاو اچولی و. دپناه اخیستونکو له ورتګ سره دغــزې نفــوس درې چنده زیات شو. مصر دغــزې تړانګه ددوو لســیزو لپاره دنظامي والي تــر امر لاندې وســاتله اوفلســطینیانو ته یــې اجازه ورکــړه چې پــه مصر کې کار او زده کــړې وکــړي. په همدې وخت کې دمصر دننــه فلســطیني فدایانــو پــر اسرائیلــو بریدونه پيل کــړل، چې هغــوی یې هم دغچ اخیستلو اعلان وکړ. وروســته ملګــرو ملتونو دمرســتې او کار اداره جوړه کړه، چې تر دې دمه غزې کــې د ۱.۶ میلیونه راجستر شــويو فلسطینيانو او همدارنګــه پــه اردن ، لبنان، ســوریه او لویدیځې غــاړې کــې هم دګڼــو بې ځایه شویو خدمت کوي.

اسرائیلــو د ۱۹۶۷ کال پرمهال دمنځني ختیځ جګړه کې غــزې تړانګــې باندې قبضه وکــړه. دهغــه کال داسرائیلو دسرشــمیرنې له مخې، غزې کــې ۳۹۴۰۰۰ تنه اوســېدل، چې ۶۰ سلنه یې کډوال وو. وروسته له هغې چې مصري ځواکونو غــزه پریښــوده، ډیــروکاریګــرو پــه اسرائیلــوکــې دکرنــې، ســاختماني او خدماتــو صنعــت کــېدنــدې پیل کــړې، چې په اســانۍ یې لاسرســی ورته پیــدا کولی شــو.اسرائیلي پوځیــان هلته پاتې شــول چې دســیمې اداره ونیسي،اسرائیــل مخکــې لاړل او یوه غښتلې اداره یې جوړه کــړه، چــې دا پرمختــګ دفلســطینیانو دزیاتیدونکې ناخوښۍ سبب شو….

اسرائیلو او فلســطینیانو په ۱۹۹۳ م کې دتاریخي سولې تــړون لاســلیک کــړ چې دفلســطیني ادارې دتأسیس لامل شــو. دلنډمهاله تړون لــه مخــې فلســطینیانو ته لومړی پــه غزه او بیا غربي څنډو کــې محــدودواک ورکړل شو او یاسر عرفات له څــو لســیزو جلاوطنۍ وروســته غزې ته ورستون شو. داوســلو تړون پر اســاس فلســطینۍ ادارې تــه یــوڅه واک ورکړل شــو او ۵ کاله وروسته دیو خپلواک حکومت تصــور رامنځته شــو، خو دا خیال کله هم پوره نشو.

اسرائیلــو فلســطینیان لــه امنیتــي تړونونــو پــه سرغړونــې تــورن کــړل او فلســطینیان داسرائیلــو دمیشــت ځایونو جوړولو ددوام لــه امله په غوســه وو. وروســته حماس بریدونــه پیل کړل، چې په پایله کــې یــې اسرائیلو له غزې څخــه دفلســطینیانو پــر تــګ راتــګ نــور بندیزونــه هــم ولګــول….

شخړې: داسرائیلــو او فلســطین ترمنځ شخړو، بریدونو او غچ اخیستنې په مکرر ډول دغزې اقتصادزیانمن کړ. له ۲۰۲۳ وړانــدې دا ډول تر ټولو بده جګــړه په ۲۰۱۴ کال شــوې وه، چې په لړ کې یې حماس او نورو وســله لرونکو ډلــو داسرائیلو پرښــارونو راکټونــه اورولي وو او اسرائیلــو هم هوايي بریدونــه او لــه توپخانو څخــه حملــې کــړې وې، چې له املــه یې دغزې ګڼ ښــارګوټي ویجــاړ شــول او لــه ۲۱۰۰ زیــات ملکي وګړي شــهیدان شــول. په دې بریدونو کــې اسرائیلو د ۶۷ عســکرو او ۶ عامــو خلکــو قتلېــدل تائیدکړي وو…»

بناءً د ویلو ده چې په ټوله کې د اسرائیلو له لورې پرفلسطینیانو د وحشیانه بریدونو دلړۍ دوام نسل وژنه ده او د ټولو نړیوالو منل شویو اصولو خلاف عمل او یو ستر بشري جنایت دی ځکه چی پر ملکې خلکو د هوایي بمباریو په لړ کې حتي روغتونونه هم په نښه کېږي او داسرائیلو لخوا پرې هوایي بمباري ترسره کېږي، نو اړینه ده چې باید ژر تر ژره یې مخه ونیول شي.

همدارازکه داسلامي هیوادونو حکومتونه او عام مسلمانان د اقصی په قضیه کې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي او په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې ترې خپلې مرستې ونه سپموي، نو لرې نه ده، چې په نږدې راتلونکی کې به یوداسې خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي، چې پلازمینه به یې بیت المقدس وي او همدا د ټولو مسلمانانو هیله او غوښتنه هم ده، پاک الله «ج» دې د مسلمانانو دا هیله پوره او په حقیقت بدله کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *