سیاسی

متل دی، چې وایي «زمستان میگذره، روی سیاهي به ذغال میماند؛» پاکستان هم همداسې درواخلئ

افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د هند په چینای ښار کې تېره شپه په داسې وخت پاکستانۍ لوبډله راګيره کړه، چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال تر بل هر وخت ډېر د دغه هېواد د نظام له لوري تنګیږي او د روان اوکتوبر میاشتې تر پایه ورته د پاکستان د پرېښودو ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د هند په چینای ښار کې تېره شپه په داسې وخت پاکستانۍ لوبډله راګيره کړه، چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال تر بل هر وخت ډېر د دغه هېواد د نظام له لوري تنګیږي او د روان اوکتوبر میاشتې تر پایه ورته د پاکستان د پرېښودو ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

د افغان کډوالو په اړه دغه غیر عادلانه پرېکړه په داسې مهال شوې، چې له یوې خوا هېواد کې د ژمي سړې څپې په رارسېدو دي او له بل لوري وروستیو طبیعي پېښو دلته یو چلنج رامنځته کړی، خو افغان ولس او اسلامي امارت په ګډه کار کوي تر څو د پاکستان پر وړاندې د لوبې په څېر دا چلنجونه هم مدیریت کړي.

په افغانستان به دا شپې او ورځې تېرې شي، کډوال به بېرته په خپل وطن مېشت شي، د بېګانۍ لوبې په څېر به قوشتېپه هم بریالۍ شي او کنړی سیند به د افغان ولس ډاکټر جوړ شي، خو مخ به د هغو تور وي، چې په بده ورځ یې افغانستان یواځې پرېښوده او ان په ټپي ځان یې لا ټپي کړ.

اوس خبره د کرېکټ د بریا او د ملي لوبډلې د پیل د توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ د څرګندونو ده، نوموړي د لوبې په پای کې وروسته تر هغې چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه، وویل چې دغه لاسته راوړنه هغو افغانانو ته ډالې کوي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه کېږي او که ووایو چې د پاکستان له لوري په زور شړل کیږي.

د ابراهیم ځدراڼ دا څرګندونې که اسلام اباد یې په ځان راوړي نو د پاکستان پر وړاندې سمه درنه څپېړه ده او پاکستان باید پوه شي، چې د کډوالو پر وړاندې وروستي حرکتونه یې د ښه ګاونډیتوب ښکارندویي نه کوي او په خپلې دغې پالیسۍ باید له سره غور وکړي.

نو په ټوله کې هغه شاعر وایي:

ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه

زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *