زېلېنسکي: نړۍ دې د روسیې یرغل پای ته رسولو لپاره یو لاس شي
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې غوښتنه کړې، چې نړۍ دې پر اوکرایین د روسیې یرغل پای ته رسولو لپاره یو لاس شي.
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې غوښتنه کړې، چې نړۍ دې پر اوکرایین د روسیې یرغل پای ته رسولو لپاره یو لاس شي.
ښاغلي زېلېنسکي وویل پر اټومي وسلو سمبال مسکو باید «وروستۍ جګړې ته د نړۍ له ورټېل وهلو» راوګرځول شي.
هغه روسیه تورنه کړه چې له خوراکي توکو رانیولې تر انرژۍ، له هر څه د وسلې په توګه ګټه اخلي.
پر اوکرایین د روسیې یرغل په نړیواله کچه له پراخ انتقاد سره مخامخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د اوکرایین د ولسمشر د وینا ډېره برخه د روسیې لخوا نړۍ ته پر ورپېښ خطر متمرکزه وه.
هغه وویل چې د اقلیم د بدلون په څېر د نړۍ ګډه ننګونه یوازې هغه مهال ځوابېدای شي، چې مسکو په شا وتمبول شي.
ښاغلي زېلېنسکي وویل «روسیه نړۍ وروستۍ جګړې ته ورټېل وهي. اوکرایین د دې ډاډمنېدو لپاره هر څه کوي چې د روسیې له یرغل وروسته په نړۍ کې بل څوک دا جرأت ونه کړي، چې پر کوم هېواد برید وکړي.»