سیاسی

د حماس د لوړپوړي چارواکي خالد القدومي د مقالې لنډيز!

اسرائيليانو د فلسطين په مقابل کې يوه پېړۍ فاجعې او وحشتونه ترسره کړي دي، او نړيوالې ټولنې يې منافقانه ښه راغلاست کړی دی.

اسرائيليانو د فلسطين په مقابل کې يوه پېړۍ فاجعې او وحشتونه ترسره کړي دي، او نړيوالې ټولنې يې منافقانه ښه راغلاست کړی دی.

داخلي او نړيوالې مؤلفې وروستي بري ته د نژدې کېدو څرګندونه کوي، دې بري ته تنها لږ وخت او د سختيو تحمل پاتې دی.

مونږ په خپله د خپلو مشروع حقونو د ترلاسه کولو په لار کې بوخت يو، دا هغه حقونه دي چې نړيواله ټولنه يې مونږ ته په راستنولو کې ناکامه شوې ده. د همدې لپاره د “مسجد الاقصی” له شعار سره مبارزې ته ننوتي يو، تر څو نړۍ ته اعلان کړو چې دا مونږ يو چې له اشغالګرو سره مبارزه ترسيموو او له صهيونيستي جنايتونو سره د تعامل قوانين تدوينوو.

د “پېړۍ معاملې” تر شکست وروسته ځېنې هېوادونه له اسرائ-يل سره د اړيکو عادي کولو په هڅه کې دي، دوی فکر کوي چې دا عادي کول به دوی ته ملاتړ ور په برخه کړي. (اشاره يې له اسرائيلو سره د اماراتو، سعودي او نورو عربي هېوادونو د اړيکو عادي کولو پروسې ته ده).

موږ بايد صهيونېستي اشغالګران محاصره او مجازات کړو، نه دا چې هغوی ته بدله او مکافات ورکړو او د اړيکو عادي کولو په لټه کې اوسو.

مقاومت ځواکونو د دښمن غافلګيرولو او لړزولو مفهوم څرګند او د صهيونېستي رژيم په جنګي مشين کې يې پراخه امنيتي خلاګانې علني کړې. د اسرائیلو ټول هغه امنيتي او نظامي تجهيزات يې له کاره وغورځول چې هغوی پرې وياړل. دا پرمختګ له دښمن سره د نښتې پر معادلې تاکيد کوي، قرآني نظريه چې پر دښمن د بريد په اړه ده؛ (ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ “له وره پرې ورننوځئ! او چې ورننووتئ؛ نو همدا تاسې لاسبري ياست”) دا معادله د تطبيق او تحقق وړ ده.

دې بريدونو دا ثبات کړه چې د فلسطين ازادي کوم خوب نه دی بلکه يو امکان مننونکی حقيقت دی.

دا نښتې په اشغال شوي فلسطين کې د هغو قهرمانو ځوانانو روحيه لوړوي چې په باختري تړانګه کې مبارزه کوي.

مونږ دغسې نښتو ته د ننوتلو پر قېمت پوهېږو، خو کوم کسان چې برياليتوب غواړي نو عوامل يې بايد محقق کړي او ټول عوامل خپلې سختۍ لري. انساني تجربو ښودلې چې يوازې سرښندنې کولای شي بری ترلاسه کړي.

مونږ بايد له خپلو ټولو امکاناتو سره ځانونه دې ګټونکې جګړې ته اماده کړو، په ازادي غوښتونکې جګړه کې بايد د فلسطيني ملت د حق او عدالت روايت پياوړی کړو، تر څو د الله تعالی وعده محققه شي چې: (فَإِذَا جَاء وَعْدُ أُولاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَّنَا أُوْلِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُواْ خِلاَلَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُولًا “نو چې کله د لومړۍ ژمنې وخت راورسېد؛ نو موږ مقابلې ته له خپلو تكړه جنګياليو بندګانو يوه ډله راپاڅوو (چې سخت مو وځپي) ان (د مجرمانو پيدا كولو لپاره مو) كورونه لټوي او دا ژمنه پوره كېدونکې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *