پکتیکا کې زلزله ځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ شول
د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسؤلېن وایي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یونیسیار په مالي ملاتړ ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول.
د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسؤلېن وایي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یونیسیار په مالي ملاتړ ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي مطیع الله منصور د باختر آژانس سمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یونیسیار په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره امریکایې ډالرو په لګښت زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ شوي دي.
منصور زیاته کړه هر کور دوه د استوکنې خونې، دهلېز، یو تشناب او پخلنځی لري. هغه همدرانګه وویل چې د دغو کورونو د جوړولو چارې د ۱۴ میاشتو په موده بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې یو شمېر مؤسسو او خیریه بنسټونو زلزله ځپلو لپاره د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.