مولوي ذاکر: په اسلامي امارت کې تبعیض ته ځای نشته
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر د بېلابېلو ولایتونو د اهل تشیع له یو شمېر علمای کرامو او مشرانو سره لیدنه کړې.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر د بېلابېلو ولایتونو د اهل تشیع له یو شمېر علمای کرامو او مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اهل تشیع يادو علماوو او مشرانو د اسلامي امارت د مشرانو لخوا د هزاره قوم د ځینو ستونزو د حل مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت او اهل تشیع وګړو تر منځ د اختلاف ټکی نشته او دوی له اسلامي امارت سره د همکارۍ روښانه دریځ لري.
راغلو علماو او قومي مشرانو د هېواد په ځینو سیمو کې د هزاره قوم غوښتنې او ستونزې د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس سره شریکې کړې دي.
مولوي ذاکر له دوی سره پر کتنې خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې هیڅ راز تبعیض او توپيري چلند ځای نه لري او ټولو هېوادوالو ته یو شان کتل کیږي.
د ښاغلي ذاکر په وینا؛ د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د ټولو ورونو قومونو مخور او علمای کرام په ډاډه زړه د خپلو ولسونو غوښتنې، ستونزې او وړانديزونه د اسلامي امارت له مسولینو سره شریکوي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې راغلو مخورو او علمای کرامو ته ډاډ ورکړی، چې غوښتنې او وړاندیزونه به يې له اړونده ادارو سره شریک شي.