سیاسیمقالات

اسلامي امارت د ګواښ او تېري زغم نه لري

افغانان چې له اوږدې مودې راهيسې دتېري کوونکو او جګړه غوښتونکو هېوادو تر ګواښ لاندې دی نه پرېږدي چې افغانان هم  دنورو هېوادو په څېر په هوساينه کې ژوند وکړي او د هېواد د پرمختګ له پاره مناسب ګامونه پورته کړي.

متين

افغانان چې له اوږدې مودې راهيسې دتېري کوونکو او جګړه غوښتونکو هېوادو تر ګواښ لاندې دی نه پرېږدي چې افغانان هم  دنورو هېوادو په څېر په هوساينه کې ژوند وکړي او د هېواد د پرمختګ له پاره مناسب ګامونه پورته کړي. همداوجهه ده چې د نورو هېوادو په پرتله ستونزې زياتې او اقتصادي کمزورتيا شتون لري، خو هڅه پردې ده چې هېواد د پردي پالو له منګلو خلاصون ومومي او د يوه خپلواک او آزاد هېواد په توګه په هغو لارو برلاسي پيدا کړي چې د ژوند آسانتياوې پکې نغښتې وي. له دې کبله اسلامي امارت په رامنځ ته کېدو سره يو لړ ګامونه چې د هېواد د هوساينې او پرمختګ له پاره اړين دي پورته کېږي او دهغو لاسونو دلنډو له پاره هڅې پيل شوې چې د هېواد دملي شتمنيو دخونديتوب په وړاندې ستونزې او خنډونه را پيدا کوي څرګنده ده چې د اسلامي امارت خپلواک دريځ او دهېواد له پاره په ځان بساينه د يوشمېر هېوادو په ځانګړې توګه دځنيو ګاونډيانو له پاره خوندوره نه برېښي ځکه په سيمه کې سرلوړی او پرمختللی افغانستان نه شي کولی دلاس وهنې لارښوونې وزغمي او يا ديوه مستعمراتي هېواد په توګه ژوند وکړي. افغانانو د ژوند اقتصادي ستونزې زغملې دي خو هېڅ تېري کوونکي هڅې يې نه دي قبولې کړې. همدا وجهه ده چې يوشمېر هېوادونه په تېر او اوسني وخت کې د دوه مخي سياست څخه کار اخلي په دې تمه چې د افغانانو د اوسنيو کمزورو اقتصادي ستونزو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او يو لړفشارونه او بې ځايه نيوکې ددې لپاره کوي چې د اسلامي امارت له پاره ستونزې او بې باوري رامنځ ته کړي. خو اسلامي امارت چې ديوه سوله ييز دريځ له مخې دهېوادونو سره دمتقابلو اړيکو دپياوړتيا له پاره دپوره او پراخې حوصلې څخه کار اخلي نه غواړي چې دبې ځايه تورونو او نيوکو پروړاندې د تاوتريخوالي څخه کار واخلي هڅه کوي چې دهر هېواد که په نړيواله کچه او يا په سيمه ييزه برخه کې وي وړاندوينوته يې دخبرو اترو له لارې ځواب ووايې ځکه د اسلامي امارت کړنې او ژمنې په سوله ييز دريځ ولاړې دي او دنورو هېوادو څخه د ورته چلند غوښتونکی دی. که خبره دګواښ او ګوت څنډنې وي نوګواښ کوونکي هېوادونه دې د افغانانو تېر او اوسنی تاريځ په دقيقه توګه وګوري ځکه دګاونډيانو يوشمېر مسؤلين د اسلامي امارت دحوصلې او زغم څخه ناوړه ګټه پورته کوي. غوره به وي چې په ټوله کې هغه هېوادونه چې دخپلو ګټو د خونديتوب له پاره ګام پورته کوي بايد دنورو هېوادوګټې په پام ونيسي ځکه د متقابلو ګټو خونديتوب دهېوادو ترمنځ اړيکې پياوړې کوي او دباور په فضا کې چارې سمبالوي. اسلامي امارت تل په دې ټينګار کړی چې هرهغه هېواد چې د اسلامي امارت له لوري دکومې اندېښنې سره مخامخ دی بايد د اسلامي امارت سره خپله اندېښنه شريکه کړي ترڅو د اندېښنې بنسټيزې جرړې را وسپړل شي او دبې باورۍ فضا له منځه ولاړه شي اسلامي امارت تيار دی چې دسيمي اونړۍ د امنيت دخونديتوب له پاره هر ډول هڅې ونه سپموي او هغو تورونو ته مناسب ځواب ووايي کوم چې کله کله دپاکستاني چارواکو له خوا رامنځ ته کېږي. ښه به وي چې د اسلامي امارت په وړاندې دګواښ ژبه ونه کارول شي ځکه اسلامي امارت ددې توان لري چې دګواښ ځواب په ګواښ ورکړي خونه غواړي چې د بې بنسټه تورونو له امله په اړيکو کې خړپړتيا رامنځ ته شي. دپاکستان دکورنيو چارو د وزير وروستۍ څرګندونې چې هېڅ ډول واقعيت نه لري د اسلامي امارت دغبرګون سره مخامخ شوې تمه ده چې پاکستاني چارواکي دخپلو غير مسؤلانه تورونو څخه ډډه وکړي ځکه د اسلامي امارت پوځي ځواکونه چې دميړنتوب او سرښندنې په هکله يې دپاکستان مسؤلين پوره معلومات لري بايد ومني چې هېڅ تېري کوونکي ځواک ته به ددې اجازه ورنه کړل شي چې زموږ په خاوره پوځي تېری وکړي او يا خپلې ناوړه موخې زموږ په هېواد کې دوسله وال تېري له لارې تعقيب کړي. افغانستان اوس کوم بې سرپوښه ديګ نه دی. دلته دهېواد هربچی په هېوادنۍ مينه روزل شوی او دخپلو نيکونو او پلرونو څخه دراپاتې شوي ميراث څخه داسي ساتنه کوي چې دنړۍ هېڅ ځواک يې نه شي کولی. هيله ده زموږ ګاونډيان خپلو کړنو او وړاندوينو ته په ځير سره وګوري او په خپلو سياستونو کې د اړيکو دخرابېدو لار، ونه لټوي ځکه په سيمه کې د امنيت تامين او په سوله ييزه فضا کې دراکړې ورکړې بهير دټولو ګاونډيانو په ګټه دي پرېږدئ چې په سيمه کې ډاډمن او هميشنی امنيت تامين شي او افغانان د ډېرو کلونو را وروسته دهېوادورانې ويجاړې را جوړې او ديوه هوسا ژوند له پاره عملي ګامونه پورته کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *