اخبارافغانستان

کابل ښاروالۍ څه باندې درې زره کیلوګرامه بې‌کیفیته توکي راټول کړل

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د لومړۍ ناحیې له بازارونو څخه څه باندې درې زره کیلوګرامه بې‌ کیفیته او هغه خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې پای ته رسېدلې وه راټول کړي دي.

باختر آژانس ته د کابل ښاروالۍ د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د لومړۍ ناحيې مسوولينو د دغې ناحیې له بازارونو او مال ګدامونو څخه د څارنو په بهیر کې، ۳۴۰۰ کيلوګرامه بې‌کيفيته او تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او همدا رنګه یوشمېر لوډسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل؛ راټول او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکلي ځاى ته لېږدولي دي.

په راټول کړل شويو توکو کې غوړي، چاکلېټ، مکروني، بېسکوېټ، شیدې، ملايي، د نخودو، لوبیا او کبانو کنسر، مربا، ترشي او نوشابه باب شامل دي.

کابل ښاروالۍ له ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پرمهال دې د هغو نېټه او کیفیت په پام کې ونیسي او له پلورونکو څخه هم غوښتي، چې د بې‌ کیفیته توکو له پلورلو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.

تر دې وړاندې هم د کابل ښار د ۱۲مې او ۱۵مې ناحیو مسوولينو، د دغو ناحیو له بازارونو څخه شاوخوا اووه زره کيلوګرامه تاريخ تېره او بې ‌کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي او يو شمېر لوډسپيکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل؛ راټول کړي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *