اقتصادیمقالات

په ځمکني ترانزیت کې د وسپنې پټلۍ اقتصادي اهمیت

شاه محمود درویش

افغانستان اوس مهال د وسپنې د درېیو پټلیو درلودونکی هېواد دی، چې یوه یې د ازبيکستان او بلخ ترمنځ، بله پټلۍ د ترکمنستان او تورغونډۍ ترمنځ او بله یې هم هرات – خواف ( افغانستان – ایران ) ترمنځ د ریل پټلۍ ده، چې له نیکه مرغه پردرې واړو عملا د سوداگریزو توکو صادرات او واردات ترسره کېږي، د افغانستان د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو د هڅو په بهیرکې دسیمی له هېوادونو سره د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي اړیکو د ټینگولو په لړکې په دې وروستیو کې د افغان کوما شرکت مسوولینو له قوله ویل شوي چې په نږدې راتلونکې کې به د (خواف – هرات) د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې چارې پیل شي، البته د ۵۳ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د یادې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه د ۴۷ کیلومترو په اوږدوالي جوړېږي، چې چارې به یې په دوه نیمو کلونو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، ددغې پټلۍ په بشپړیدو سره به افغانستان د ایران له بندرونو او له هغې لارې ترکیې او اروپا سره ونښلول شي.

هېره دې نه وي چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان په فراه، نیمروز، هلمند ، کندهار او نورو ولایتونو کې د وسپنې پټلۍ د غځولو لپاره هم زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۳ لمریزکال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱ نیټه د روزنک وسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته یوزر او ۱۰۰ مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات هم ترسره شوې دي، البته په دې صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه چې د ترکیې هېواد مرسینګ ښارته صادره شوې ده.

په ټوله کې ویل کېږي چې افغانستان د ( هرات – خواف) ریل پټلۍ له لارې په اسانه د منځني ختیځ د رېل پټلــۍ او همدا رنګه له اروپایی هېوادونو سره نښلېدلی شي.

بنا د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو سره دغه هېواد د نړۍ په کچه په وچه پورې د تړلوهېوادونوپه لړکې شامل دی، ځکه چې سمندرته په مستقیم ډول لاره نه لري او دځمکني ترانزیت له پلوه هم د وسپنې پټلۍ دجوړیدو له پلوه دسیمې او نړۍ له هېوادونو سره تړل ورته خورا ډېر ارزښتناک دی، له بله پلوه د وسپنې پټلۍ د هېواد د کمزوري اقتصاد په وده او پراختیا کې هم خورا ډېر اهمیت لري.

دیادونې وړ ده چې افغانستان اوس مهال د وسپنې د درېیو پټلیو درلودونکې دی چې پورته هم ترینه یادونه وشوه، چې یوه یې د ازبيکستان او بلخ ترمنځ، بله پټلۍ د ترکمنستان او تورغونډۍ ترمنځ او بله یې هم هرات – خواف (افغانستان – ایران) ترمنځ د ریل پټلۍ ده چې له نیکه مرغه پردرې واړو عملا د سوداگریزو توکو صادرات او واردات ترسره کېږي، البته دې ټکي ته موهم باید پام وي چې افغانستان اوس مهال په کمه اندازه د ریل پټلۍ په درلودو سره په سیمه کې هغه هېواد بلل کېږي چې ترټولوکم د ریل خط لري، د افغانستان ترانزیتي او ترانسپورتي ستونزو ته په کتو سره د ریل پټلۍ د هېواد داقتصادي ودې لپاره ډېره مهمه ده، ځکه د وسپنې پټلۍ دسیمې له هېوادونو سره دترانزیتي نښلېدو ترڅنګ له اقتصادي او امنیتي پلوه هم خورا ډېر ارزښت لري، البته په افغانستان کې د وسپنې پټلیو او لارو جوړولو موضوع د لومړی ځل لپاره په (۱۸۷۹) زیږدیز کال کې د بریتانیایانو له خوا مطرح شوه، خوله هغې وروسته دا چاره د بېلا بېلو عاملونو له امله په هېواد کې ځنډیدلې ده، خو په دې وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ جوړولو او دسیمې له هېوادونو سره یې نښلولوته یوڅه پاملرنه وراوختې ده.

له شک پرته چې د افغانستان ترانزیتی او ترانسپورتي ستونزو ته په کتو سره د ریل پټلۍ هره پروژه د هېواد داقتصادي ودې لپاره ډېره مهمه ده، په واقعیت سره چې په ټوله کې د وسپنې پټلۍ د غځولو هر یوه پروژه هم دسیمې له هېوادونو سره دترانزیتي نښلېدو ترڅنگ له اقتصادي او امنیتي پلوه هم خورا ډېر ارزښت لري، نو افغان پتمن ولس هم هرهغه خوځښت او نوښت ته چې پایله یې د افغانستان د اقتصادي ودې، د امنیت ټینگښت او ښه پرمختگ باعث شي د قدر په سترگو گوري او د زړه له کومې یې ستایي، په دې هیله چې د ریل پټلۍ له لارې لاهم افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ونښلول شي، ځکه چې دا کارسره له دې چې د افغانستان په شمول د سیمې د هېوادونو د خلکو د نږدیوالي سبب کېږي، ترڅنگ یې اړوندهېوادونه او هم یې اوسیدونکې ترینه په هراړخیز ډول اقتصادي گټې هم ترلاسه کوي، نو پاک الله (ج) دی په خپل رحم، کرم، پیرزوینې او قدرت کامله سره په افغانستان نیکمرغه سوله په تلپاتې ډول قایم او دایم ولري، ترهغو چې افغانان په خپل پلارني ټاټوبی گران افغانستان کې دهوسا اوبسیا ژوند خاوندان شي او په هېواد کې له شته هراړخیزو ستونزو څخه چې نن ورسره لاس اوگریوان دي د تل له پاره وژغورل شي او ورځ تربلې دسیمې او نړۍ له هېوادونو سره په مختلفو برخوکې د دوی تجارتي او سوداګریزې راکړې ورکړې لاپسې ټینګې او پراخې شي، چې له امله یې په سیمه ییزه کچه په بشپړه توګه اقتصادي ځان بسیاینې ته هم ورسېږي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *