صحت

دعامې روغتیا وزارت: په هېواد کې شاوخوا  ۱۱ ميليونه ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکول کېږي

د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین تېره دوشنبه په ټول هېوادکې پیل او تر پنجشنبې ورځې پورې به دوام وکړي،په نوموړي کمپاین کې به شاوخوا یولس میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د پولیو پرضد واکسین شي.

سمیع الله مومند

د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین تېره دوشنبه په ټول هېوادکې پیل او تر پنجشنبې ورځې پورې به دوام وکړي،په نوموړي کمپاین کې به شاوخوا یولس میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د پولیو پرضد واکسین شي.

دعامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان دانیس ورځپانې خبریال ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: د واکسين تر څنګ به د پنځه کالو کم عمر لرونکو ماشومانو ته د دوی د معافیت د لوړولو په خاطر ویټامين اې کپسول  هم ورکول کېږي.

همدارنګه زمان زیاته کړه :په تېرکال کښې د پولیو یاګوزڼ واکسینو لپاره ۹ نهه کمپاینونه ترسره شوي دي ،چې ۶ پکې ملي کمپاینونه و،او په هرکمپاین کښې ۱۰ میلیونه ماشوم واکسین شوي دي،او درې فرعي کمپاینونه و.

اوپه ۲۰۲۳ میلادي کال کې پنځه کمپاینونه ترسره شوي چې ۳ یې ملي او دوه فرعي کمپاینونه و.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست میاشتې په وروستیو کې هم د پولیو پرضد یو کمپاین په بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او ارزګان ولایتونو کې ترسره شو او څه باندې یو نیم میلیون ماشومان په کې واکسین کړای شول.

دغه راز د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي لپاره د واکسین کولو کمپاین د اګست په مینځنیو اونیو کې هم ترسره شو چې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان په کې واکسین شول.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه: دتېرو کالونو په پرتله خوشبختانه دپولیو پېښي کمې شوې او په روان ۲۰۲۳میلادي کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې، او په ۲۰۲۲ کال کې د پولیو دوه پېښي په کونړاویوه یې په پکتیکا کې ثبت شوې وه.

شرافت په ټولوهېوادوالو غږ وکړچې د پولیو سره په مبارزه کې فعاله ونډه ترسره کړي  اود پولیو ناروغۍ له منځه وړوکې  دمشرانو اووالدینو همکارۍ خورا زیاته اړینه ده ، هر کورنۍ  د پولیو واکسین د کارکوونکو سره مرسته وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي په افغانستان کې د پولیو وایرس اوس په محدودې سیمې کې دی او که د پولیو پرضد کمپاینونو کې کورنۍ خپل ټول ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي واکسین کړي په لږه موده کې به افغانستان هم له پولیو وایرس نه پاک شي.

بل لورته پوهاند پروفیسورډاکټر محمد فیاض صافي وایي، پولیو درملنه نه لري خو پرې د اخته کېدو د مخنیوي یوازینۍ لار یې د واکسین کول دي.

نوموړي وایي ،خپل ماشومان واکسین کړۍ او په دې توګه یې د ټول عمر لپاره له معلولیت او احتمالي مړینې وژغورۍ.

صافي زیاته کړه: په افغانستان کې د پولیو په اړه عامه پوهاوي ډېر اړین بولي ځکه چې په وینا یې د کافي پوهاوي د نشتوالي له امله په ځینو سیمو کې خلک خپل ماشومان د پولیو پرضد نه واکسینوي.

پولیویا ګوزڼ یو ډول انتاني او ساري ناروغي ده چې د ماشوم د بدن عصبي سیستم اغېزمنوي او د فلج کېدو سبب یې کېږي.

دا ناعلاجه ناروغي تر ډېره د ناپاکو خوړو، اوبو او په ویالو یا ډنډونو کې د ناروغو ماشومانو د لمبېدو له لارې نورو ته خپرېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *