افغانستان

پکتيکا کې ٦۵ زلزله ځپلو کورنيو ته کورونه جوړ شول

 

د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د تېر کال د زلزله ځپلو بې سرپناه کورنیو لپاره د ترکيې د سرې میاشتې ادارې او د افغانستان د سرې میاشتې ریاست په همغږۍ ۶۵ د اوسېدو کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سیمې اوسېدونکو د دغو کورنو د جوړولو له امله خوښي ښودلې او له هېوادونو، نړیوالو ادارو او خیریه بنسټونو څخه یې غوښتي، چې له دوی سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

دوی ادعا کوي، چې ځینو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او خیریه ټولنو له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او لا هم یو شمېر زلزله ځپلي کسان تر شنه اسمان لاندې په خیمو کې شپې سبا کوي.

د سرې میاشتې ادارې دواړو ترکي او افغان چارواکو د دغو کورونو د پرانیستې پر مهال ویلي، چې هڅه کوي، سیمه کې له نورو زلزله ځپلو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او لاسنیوی به یې وکړي.

باید وویل شي، چې مخکې تر د هم دی ځینو نړیوالو ادارو، هېوادونو او بنسټونو له لوري د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د تېر کال د ویجاړونکې زلزلې له امله بې سرپناه شویو کورنیو ته کورونه جوړ او یا هم پخواني کورونه یې ورته بیا رغولي وو.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېر کال زلزلې له امله ګڼشمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او هم بې کوره شول، چې ځینې یې لا هم په سختو ستونزو کې ژوند کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *