گزارش

دکرنې وزارت: په کرنیز ډګر کې د پرمختګ لپاره د بزګر، پانګوال او متخصصینو همغږۍ ته اړتیا ده

دکرنې او مالدارۍ وزارت مسئولینو ويلي، هڅه کوي، چې دکرنې په سکتور کې دبزګر، پانګوال او دکرنې دسکتور د متخصصینو ترمنځ همغږي نوره هم پراخه شي.

دکرنې او مالدارۍ وزارت مسئولینو ويلي، هڅه کوي، چې دکرنې په سکتور کې دبزګر، پانګوال او دکرنې دسکتور د متخصصینو ترمنځ همغږي نوره هم پراخه شي.

دکرنې او مالدارۍ  وزیر دکرنیزو څېړنو انستیتیوت دکرنې ورځ ترنامه لاندې جوړې شوې غونډې ته دوینا پرمهال ويلي، چې افغانستان یو اړین کرنیز هېواد دی، خو اوس هم په عمل کې دکرنې سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ پاتې دی. دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر دڅرګندونو له مخې له همغږۍ  پرته به دټولو کرنیز فعالیتونو ترسره کول مثبته پایله ونه‌لري. نوموړي زیاته کړې ترهغې، چې دکرنې په سکتور کې مسلکي حرکت را منځته نه‌شي، دهېواد دکرنې  په سکتور کې په ځانګړي توګه دغلې‌داني په برخه کې به ځان بسیاینې ته ونه‌ رسیږو.

دکرنې وزارت مسئولین وايي، که څه هم دهېواد په بېلا بېلو برخو کې پر کرنه پانګونه شوې، خو دنه همغږۍ له کبله له ستونزو سره مخ شوې ده. دکرنې او مالدارۍ وزیر عطا الله عمري ویلي: ترهغې، چې زمونږ بزګر، پانګوال او دکرنې دسکتور دڅیړنیز مرکز غړي همغږی کار ونه‌ کړي. په هېواد کې به دکرنې نظام مثبته پایله ونه ‌لري. مونږ هڅه پیل کړې، چې همغږي زیاته کړو او کروندګر مو په هېواد کې دتحلیل او تصدیق شويو تخمونو پر کارولو دمحصولاتو په ډګر کې څخه ځان بسیایني ته ورسیږي.

دکرنې او مالدارۍ وزارت دکرنیزو محصولاتو دڅېړني دانستیتیوت رئیس ويلي، چې هڅه کوي دهېواد بزګرو، بڼوالو او ټولو هغه کسانو ته، چې دکرنې په سکتور کې کار کوي. اصلاح شوي او تصدیق شوي تخمونه وړا ندې کړو. دمګړۍ بریالي شوي یوو، چې دهېواد په کچه ۴۶ ډوله دغنمو اصلاح شوي تخمونه برابرکړو. دکرنې او مالدارۍ وزارت دڅېړنیز انسټیټیوټ رئیس نصرت الله طلحه وایي، مونږ د کرنیزو محصولاتو دتحلیل او تصدیق په برخه کې پوره وړتیا لرو او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو هم همکاري کړې ده. مونږ هیله لرو، چې وزارت دڅېړنیزو فارمونو دپراختیا لپاره ځمکې راکړي. دکرنې دبرخي شنونکي هم ددې غونډې ګډونوال دي او وايي، چې افغانستان دکال ۶ اعشاریه ۳ میلیون متریک ټن غنموته اړتیا لري، چې په روان کال کې ۵ اعشاریه ۲ متریک ټن ته رسیږي. ترهغې، چې دهېواد بزګر په کور دننه له اصلاح شوي تخمونو ګټه پورته نه ‌کړي. کرنیزې ناخوالې به مو هم سمې مدیریت نه‌شي.

دپوهنتون استاد محمد قاسم عبیدي څرګنده کړې : مونږ د اصلاح شويو تخمونو د تنظیم په برخه کې کلونه  کلونه کار ته اړ تیا لرو او په دې برخه کې مونږ فعالیت هم کوو؛ خو بزګر اوس هم له تصدیق شويو تحمونو له کارولو ډډه کوي. داقتصادي چارو د شنونکیو د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې لویه پانګونه تر سره نه‌شي او د دې سکتور د صنعتي کولو لپاره عملي هڅې تر سره نه‌شي؛ په هېواد کې به پر اقتصادي ستونزو بریالیتوب ناشونی وي. د کرنې وزارت  دې په دې سکتور کې د پانګونې لپاره زمینه پراخه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *