گزارش

د لوړو زده کړو سرپرست وزير: د لوړو زده‌کړو وزارت کارپوه او مسلکي کسان روزي

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير د سه شنبې په ورځ د خپلو ولايتي سفرونو په لړکې دا ځل په فارياب ولايت کې په يوې ولسي غونډه کې ګډون وکړ .

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير د سه شنبې په ورځ د خپلو ولايتي سفرونو په لړکې دا ځل په فارياب ولايت کې په يوې ولسي غونډه کې ګډون وکړ . د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم په جوړه شوې غونډه کې ،چې د فارياب والي داملا شعيب رسالت، يو شمېر علماوو، استادانو او متنفذينو هم ګډون کړی وو، وويل: فارياب د شهيدانو ، د غيرتونو او د ولسونو کور دی. فارياب په جهاد کې ستره ونډه درلوده او ولسونو يې ډېره قرباني ورکړې ده. هغه د فارياب  پر ولسونو غږ وکړ: «اې د فارياب ولسونو! د دښمن په تبليغاتي جګړه مه تېر وځئ .پر اسلامي امارت اعتماد وکړئ، موږ ته د غرب غوښتنه مهمه نه ده .موږ د شريعت يو جزء هم نه پرېږدو.»

همداراز سرپرست وزير د يو ملت د ماتې لاملونو ته په اشارې سره نفاق او بې اطاعتي ياد کړل او زياته يې کړه، چې غرب د افغانستان اسلامي امارت د شريعت پر تنفيذ، د ښځو حقونو او اقتصاد باندې نيوکې کوي؛ خو موږ ستاسو په ملاتړ د هغوی د هېڅ راز نيوکې پروا نه لرو.

سرپرست وزير د تعليم ارزښت ته په کتو سره وويل: «ولسونو ته د اسانتياوو راوستلو لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت کارپوه او مسلکي کسان روزي». ده زياته کړه، چې د تحصيلي نظام قوانين په ټولو يو ډول پلي او تطبيقيږي، د مجاهدينو او عام ولس توپير نه کوو.

وروسته د فارياب ولايت والي داملا شعيب رسالت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير ته د ښه راغلاست ويلو په ترڅ کې وويل، چې د تعليم او تحصيل په برخه کې د غربي نړۍ غوښتنې نه شو منلی، ځکه زموږ له عقيدې او کلتور سره په ټکر کې دي. موږ د خپلو خلکو لپاره د خپلې عقيدې او کلتور پر بڼسټ يو معياري تحصيلي سيسټم غواړو.

د فارياب پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد نجيب الله قريشي وويل، چې مجاهدينو جهادي علم زده کاوه؛ جهادي علم مبارزه او جهاد رهبري کوي او د نړۍ اشغالګرو او ځبرځواکونو تاوتريخوالی په خاورو کوي.

د فارياب ولايت څو تنو علماوو، استادانو او متنفذينو سرپرست وزير ته د فتحې مبارکي ورکړه او پر بېلابېلو موضوعاتو يې خبرې وکړې.

اطلاعات – نوری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *