دکرنی پراختیا غونده؛د څه باندې دوه میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوه
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا په نهمه غونډه کې، چې د کرنې د سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه صندوق د رهبرۍ د غړو په شتون کې راتلونکي کال لپاره بزګرانو، مالدارانو او د کرنې او مالدارۍ سکټورونو متشبثینو لپاره د اسلامي مالي چوپړتیاوې په موخه د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوه.

یاده غونډه د مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مالي مرستیال مولوی عبدالقدیر احمد، د صندوق د پلاوي رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د مالي چارو کارپوهانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې په ۲۰۲۳ ام کال کې د کرنې د پراختیا صندوق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې او د ۲۰۲۴ کال پلانونه هم شریک شوي. ګډونوالو د سږني پلان په اړه خپل نظرونه شریک کړي او په ځینو برخو کې پرېکړې شوي، چې د صندوق د فعالیتونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
په دې غونډه کې د کرنې د پراختیا صندوق رهبري په راتلونکي کال کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې بزګرانو، مالدارانو او متشبثینو ته د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب کړې.
دا افغانۍ راتلونکی کال د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا او د وکالې او مرابحې د اسلامي مالي خدماتو له لارې غوښتونکو لپاره په یادو سکتورونو کې د پانګونې د پراختیا لپاره ورکول کېږي، چې تر پینځه زره ډېر بزګران د دې پیسو تر پوښښ لاندې راځي.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ د کرنې د پراختیا صندوق چوپړتیاوې د کروندګرو، بڼوالو او بزګرانو لپاره ګټور دي هڅه وکړئ، چې د اسلامي مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیات اغېزمنتیا رامنځته او خلک له پورونو برخمن شي.