تبصره

د سولې د نړیوالې ورځ په ویاړ نیکمرغه سوله د بشریت ستره غوښتنه ده

په واقعیت سره چې جګړه تل بشریت ته مرګ ژوبله، وېر، ماتم ، د ودانیو ړنګیدل او داسې نورډول ډول بدمرغۍ ورپه برخه کوي، خوبرعکس سوله ده چې په ټوله کې د انسانانو خیرښیګڼه، هوساینه او نیکمرغي  بیا په هغې کې نغښتې ده، نوځکه سالمه او بشرپاله انسانان تل د نیکمرغه سولې د ټینګښت په فکر کې وی.

شاه محمود درویش

په واقعیت سره چې جګړه تل بشریت ته مرګ ژوبله، وېر، ماتم ، د ودانیو ړنګیدل او داسې نورډول ډول بدمرغۍ ورپه برخه کوي، خوبرعکس سوله ده چې په ټوله کې د انسانانو خیرښیګڼه، هوساینه او نیکمرغي  بیا په هغې کې نغښتې ده، نوځکه سالمه او بشرپاله انسانان تل د نیکمرغه سولې د ټینګښت په فکر کې وی، خویو شمېر ځان غوښتونکي او له فکري پلوه ناروغ کسان هم شته چې بیا هغوئ تل په نړۍ کې د بدمرغه جګړې د دوام پلویان دي، خو په ټوله کې د انساني ټولنې وګړي دهغوئ ددغه فکر پرخلاف دي، نوځکه په نړیواله کچه د سولې ټینګښت ته ترجیح ورکوي چې په همدې موخه یوه ورځ هم په ځانګړې توګه د سولې نړیوالې ورځ په نوم نومول شویده، چې د سولې نړیوالې ورځ د نومونې دتاریخي مخینې په اړوند د ډ‌له ییزو رسنیو په حواله هم داسې راغلي دي :« دملګرو ملتونو ټولنې ( UN ) د 2001 زیږدیز کال په خپل ( 55 پر 282) شمیره پریکړه لیک کې د سپتمبر (21) مه نیټه چې د وږي یا سنبلې میاشتې له دیرشمې نیټې سره برابره ده، د سولې د نړیوالې ورځ په نوم اعلام کړه او هیله یې څرګنده کړه چې دسولې ورځ باید د اوربند او د تاوتریخوالي دبندیدو ورځ  وي. » ، دغه ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي، له شک پرته چې دغه ورځ یو ښه فرصت دی، ددې له پاره چې ټول خلک د هرډول ( ملیتي، ژبنې، عقیدتي …) توپیرونو پرته په ګډه د سولې په اړوند خپله ژمنتیا په ښه توګه څرګنده کړي، البته د نړیوالې سولې ورځ مونږ ته دهغو لاسته راوړنو د پیژندلو فرصت هم را کوي چې هغه یوازې د (24) ساعتونوارامتیا او ډاډمن امنیتي مصوونیت په شتون کې لاس ته راځي، د سولې ورځ کولی شي په هغه سیمو کې چې امنیتي ګواښونه شتون لري د ماشومانو واکسین ته، اړمنو کسانو ته د غذایي مرستو د رسولو او نورو خیریه فعالیتونو ترسره کولو له پاره زمینه مساعده کړي، سوله پال بشریت له ټولو څخه غواړي چې د پورته موخې د تحقق له پاره د سولې د ټینګښت په برخه کې خپله ژمنتیا څرګنده کړي او عملاً په دغه انسان دوستانه بهیر کې ونډه واخلي، البته په دې وروستیو کلونو کې په ټوله نړۍ کې (200) هیوادونه د سولې نړیواله ورځ د میلیونونو او میلیاردونو انسانانو په ګډون په خوښي او ولولو د شاندارو مراسمو په ترڅ کې نمانځي …

ټول بشریت سوله غواړي او له هغې څخه د ډول ډول غونډو او کنفرانسونو په جوړولو سره نمانځنه کوي، زمونږ په هیواد کې هم لکه څنګه چې شکر الحمدلله افغان پتمن ولس له امنیتي ستونزو پرته، په یو بشپړ سوله ییز ماحول کې د ژوند شپې او ورځې تیروي، نو د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو له لورې دیولړپرتمینو ناستو په جوړولو اود معقولو ویناوو په ترڅ کې د سولې له نوم څخه هم په ښه توګه یادونه کېږي او سوله د ټول بشریت له پاره غواړي، ځکه چې افغان پتمن ولس په خپل پلارنی ټاټوبی گران افغانستان کې کابو څه باندې څلورنیمې لسیزې اوږدمهاله جگړه زغملې او بالاخره د پاک الله «ج» په فضل اوکرم نیکمرغه سولې ته رسیدلی دی، او په پوره میړانې به د نیکمرغه سولې له تامین څخه په بشپړه هیوادپالنې دفاع اوساتنه کوي، ځکه دا ټولوته څرگنده شوې چې زموږ هیواد د تیرو کلونو کلونو تپل شوې خونړیو جگړو په ترڅ کې له هره پلوه وران، ویجاړ او پتمن افغانان هم د مادي او معنوي پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ شوي او په ټولیزه توگه هم دا  ټولو ته په اثبات رسیدلې چې ددغه جگړې په ترڅ کې یوازې گران افغانستان د نابودي لورې ته وکښل شو او افغانان له بدمرغیو سره لاس او گریوان شول، نو نن چې داواقعیت ټولو ته څرګند شوی اړینه ده چې ټول افغانان په کلکه سره یو موټی شي او د خپل گران هیواد ابادي، ترقي او پرمختگ لپاره مټې راونغاړي او په گران افغانستان کې د نیکمرغه سولې د ټینگښت له پاره ټول افغانان د ورونو په څېرسره متحد، یوموټی او یو قوت شي او دسولې خلاف دهرغلیم هڅه په ریښه کې ورته شنډه کړي او روان سوله ییز حالت په ټول افغانستان کې تلپاتې او پایښت لرونکی کړي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *