گزارش

کابل ښاروالۍ: هره اوونۍ د نرخونو د کنټرول لپاره نرخنامه جوړوو او پر پلورنکويې ويشو

په دې وروستيو کې د اوړو او غوړيو بيه لوړه شوې،چې په دې کار سره هېوادوال  اندېښمن شوي دي.که څه هم،چې د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړ شوی دی،خو سره له دې هم د اوړو او غوړيو بيه لوړه ده.لکه څرنګه،چې پوهېږو،چې افغانان د کمزوري اقصاد له امله په خپلو کورونو کې ډوډۍ پخوي او همدارنګه نور هېوادوال له نانوايګانو ډوډۍ پېري؛د ډوډۍ د وزن د کموالي له کبله سر ټکوي.

په دې وروستيو کې د اوړو او غوړيو بيه لوړه شوې،چې په دې کار سره هېوادوال  اندېښمن شوي دي.که څه هم،چې د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړ شوی دی،خو سره له دې هم د اوړو او غوړيو بيه لوړه ده.لکه څرنګه،چې پوهېږو،چې افغانان د کمزوري اقصاد له امله په خپلو کورونو کې ډوډۍ پخوي او همدارنګه نور هېوادوال له نانوايګانو ډوډۍ پېري؛د ډوډۍ د وزن د کموالي له کبله سر ټکوي.کابل ښاروالۍ په بازارونو کې د ټولو ارتزاقي او غذايي موادو د کنټرول دنده پر غاړه لري، په همدې تړاو زموږ خبريال يو راپورتاژ چمتو کړی،چې خپرېږي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله((بارکزی))په بازار کې د اوړو او غوړيو نرخ لوړوالي ته په کتو سره وايی:هره اوونۍ د نرخونو د کنټرول لپاره نرخنامه جوړوو او د ارتزاقي موادو پر پلورونکويې ويشو،چې د ټاکلو نرخناموله مخې غذایي او ارتزاقي مواد وپلوري.

د اسلامي امارت له واکمنېدو دوه کلونه تېرېږي، په دغه موده کې کابل ښاروالۍ په بازارونو کې ارتزاقي او غذايي مواد کنټرولوي، په تېره بيااوړه اوغوړي، د اوړو او غوړيو د نرخ لوړوالی بېلابېل لاملونه لرلی شي؛چې يو لامل يې د کرنسي يا ډالر لوړوالی دی.سربېره پر دې کله ناکله په نړيوال بازار کې هم د اوړو او غوړيو نرخونه لوړېږي.کابل ښاروالۍ د نرخونو د کنټرول د کميسيون مشري کوي.هره اوونۍ د ارتزاقي موادو نرخ ټاکل کېږي،چې د هغه مطابق په بازار کې اجراات وشي، له دې وروسته موږ هېوادوالو ته د دې ډاډ ورکولی شو،چې کوم نرخونه په نرخنامه کې شتون لري هغه د پلې کېدو وړ دي.کله ناکله د ډالر د تغيير له امله هم کېدای شي په بازارونو کې د لومړنيو موادو نرخونه لوړ شي، موږ هېچاته د دې اجازه نه ورکوو،چې د ښاروالۍ له ټاکلې نرخنامې پرته په هېوادوالو ارتزاقي مواد په لوړه بيه وپلورل شي، که چېرې نرخونه لوړېږي بايد د ښاروالۍ له نرخنامې سره پرتله او تطبيق شي. د نرخونو د کنټرول لپاره نرخنامه جوړوو او د ارتزاقي موادو پر پلورنکويې وېشو،چې د ټاکلو نرخونو له مخې غذاي او ارتزاقي مواد وپلوري.

ښاغلي بارکزي د ارتزاقي موادو احتکار ته په اشارې سره څرګنډه کړه:احتکار په خپله جرم ګڼل کېږي، کابل ښاروالۍ په کابل کې دوه ويشت څانګې لري، د دغو څانګو دنده ده،چې په خپلو اړونده سيمو کې د بازارونو نرخونه کنټرول کړي او پرې نږدي،چې پلورونکي د ښاروالۍ له نرخنامې لوړ پر پېرونکو ارتزاقي مواد وپېري. موږ په دې برخه کې ګرځنده ټيمونه لرو، چې ارتزاقي مواد کنټرولوي او همدارنګه له احتکار څخه هم مخنيوی کوي، سربېره پر دې د موادو کيفيت او کميت هم چک کوي، د ګرځنده ګزمو ترڅنګ پټې ګزمې هم لرو،چې د سرغړونو پرمهال لاس په کارېږي، په دې بهير کې د خلکو همکاري له ښاروالۍ سره ښه ده، همداراز سوداګر هم له موږ سره په کميسيون کې حضور لري او د طرزالعمل برابر پرمخ ځي.

ده د سالنګ لارې د بندېدو او د بديل لارې د پيدا کېدو ته په اشارې سره وايي:سالنګ لاره د هېواد له لارو يوه لاره ده،چې ارتزاقي او غير ارتزاقي مواد کابل ته راوړل کېږي؛خو نورې لارې هم شتون لري، موږ د هېواد په کچه ډېر بندرونه لرو، د سالنګ لاره خپل اغېز د ارتزاقي موادو پر راوړلو ښندلی شي.د سوداګرۍ او صنعت وزارت او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې برخه کې فعال دي؛خو موږ د کابل ښاروالۍ په استازيتوب،چې په کابل ښار کې د نرخونو د کنټرول دنده پر غاړه لرو. له سوداګرو سره د معيارونو مطابق نرخونه ټاکو او کنټرولويې. ښاغلي بارکزي د افغانۍ پر وړاندې د ډالر نرخ لوړېدو او همداسې د ډالرپر وړاندې د افغانۍ نرخ لوړېدو او دغه بدلون ته په کتو سره وايي:د پخوا په پرتله د ارتزاقي موادو لکه اوړه او غوړيو نرخ ټيټ شوي و،خو څو ورځې کېږي،چې د اوړو او غوړيو نرخ يو څه لوړشوی دی.که نرخنامې ته ځير شو،کله،چې ډالر۸۷ افغانۍ و او بيا کله،چې ۷۱ افغانۍ شو او اوسمهال،چې ډالر ۷۸ افغانۍ دی، په نرخنامه کې دغه بدلون اجراکېده؛خو که چېرې تاسې په دې لټه کې يئ چې سبا ډالر۸۰ افغانۍ وي کېدای شي تر مازيګر۷۱ افغانۍ شي او بيا بېرته ۸۰ افغانۍ شي په دوه ساعتونوکې توپير بېله خبره ده.د کابل ښاروالۍ نرخنامه د يوې اوونۍ لپاره د اجرا وړ ده. ښاغلي بارکزي د خپلو خبرو په ترڅ کې هېوادوالو ته په خطاب کې وويل:د نرخونو او کنټرول مسئله په کابل ښارکې يوه مهمه موضوع ده، له ښاروالۍ سره د خلکو همکاري او د نرخنامې د پلې کولو مسئله زموږ برياليتوب شمېرل کېږي، له درنو ښاريانو غواړو،چې کله له بازاره ارتزاقي مواد پېري له پلورنکي دې بل واخلي او يا دې ويډيويي عکس واخلي؛ځکه په ساحه کې زموږ ټيمونه شتون لري او ژر خبرېږي، هر ډول شکايت چې شتون ولري ارزونې ته يې وردانګي. د منډيي ارتزاقي موادو پلورنکی بشير((هوتک))د ارتزاقي موادو نرخونو لوړېدو ته په اشارې سره وايي:څو ورځې وړاندې د يوې بوجۍ اوړو بيه پنځلس نيم سوه افغانۍ وه،خو اوس دغه بيه اوولس نيم سوه افغانيوته رسېدلې ده.همدارنګه يوه ګالون پنځه ليتره غوړي،چې څلور سوه افغانۍ وو اوس څلور سوه پنځوسو افغانيو ته لوړ شوی دی، پنځوس افغانۍ په کې لوړوالی تر سترګو کېږي.

د يوې يا يوې نيمې اوونۍ په موده کې په يوې اووه منۍ بوجۍ اوړو کې دوه سوه

افغانۍ لوړوالی تر سترګو کېږي، موږ هم نه غواړو،چې اوړه او غوړي پر هېوادوالو په لوړه بيه وپلورو  کابل ښاروالۍ هره اوونۍ موږ ته نرخنامه راکوي،موږ د نرخنامې له مخې پر پېرونکو ارتزاقي مواد او غوړي پلورو، له نرخنامې څوک سرغړونه نه شي کولی، زموږ له انده د سالنګ لارې د بندېدو له امله د ارتزاقي موادو په بيه کې يو څه لوړوالی راغلی؛خو کېدای شی نور لاملونه هم ولري.هيله من يم،چې د ارتزاقي موادو بيه بېرته راټيټه شي،چې زموږ هېوادوال وتوانېږي اوړه او غوړي وپېري.

له مڼديي څخه د ارتزاقي موادو پېرونکی همايون وايي:يوه اوونۍ وړاندې موږ ارتزاقي مواد او غوړي په ارزانه بيه پېرل؛خو اوس د دغو موادو بيه لوړه شوې ده، څوک وايي د سالنګ لاره بنده شوې او څوک وايي په نړيوال بازار کې د اوړو او غوړيو بيه لوړه شوې ده.موږ له کابل ښاروالۍ څخه هيله لرو،چې څومره کولی شي بايد بازارونه کنټرول کړي، هيله من يو،چې بېرته د ارتزاقي موادو بيه ټيټه شي.

نوري- اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *