اجتماعی

د ټولگټو پروژو پلي کېدل خلکوته کاري بوختیاوې رامنځته کوي 

له شک پرته په دی خو اوس ټول پوهېږي او دا واقعیت هم ټولو ته روښانه شوی چې په هیواد کې د تیرو کابو څلور نیمو لسیزو پرله پسې جگړې، ناخوالو او ناوړه اغیزو له پلوه جگړه ځپلی افغانستان نوې جوړونی او بیا رغاونې ته ډیره اړتیا لري.

شاه محمود درویش

له شک پرته په دی خو اوس ټول پوهېږي او دا واقعیت هم ټولو ته روښانه شوی چې په هیواد کې د تیرو کابو څلور نیمو لسیزو پرله پسې جگړې، ناخوالو او ناوړه اغیزو له پلوه جگړه ځپلی افغانستان نوې جوړونی او بیا رغاونې ته ډیره اړتیا لري، البته له دې څخه هم سترگې نه شي پټیدای چې په هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره، سره له دې چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د ټولګټو، رغنیزو او بنسټیزو پروژو پیل او بیا رغاونې ته هم پاملرنه زیاته شوې ده، او په ټوله کې دغه بهیر هیوادوال ستایي، چې دلته په بیلګه ییزه توګه ترینه یادونه کولی شو، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچېنو په حواله دپکتيــا دکرنــې، اوبولګولــو اومالداري رياســت دمسوولینو له قوله ددغــه ولايت په مرکز، احمدابا، ســيدکرم او زرمت ولســواليو کــې دخــوړو نړيــوال پروګرام په مالي ملاتړ دڅه دپاسه يوميليون امريکايي ډالرو په لګښــت ديوې پــروژې دپيل خــبرورکړیدی.

دمعلوماتو له مخې، دغه پروژه داوبو دمديريت پــه برخه کې پلې کېږي، چې شاوخوا ۹ زره ۱۴۷ کسانو ته په کې دکار زمينه برابريږي. یاد مسئولينودغه پروژه حياتي او داوبو دسرچينوپه بيــا غوړولو او له وچکالۍ څخه دمخنيــوي په برخه کــې مهمه بللې ده.

همداراز دافغانستان لپاره دناروې کميټې مســئولينوهم ويلي، چې دپکتيا ولايت په ټولو ولسواليو کې يې مختلفې پــروژې پيل کړي، چې ګڼ شــمېر کســانو ته پــه کې دکارزمينه برابره شوې ده. په دغه ولايت کې دناروې کميټې مسئول ویلي، چـې ددغــو پــروژو دتطبيـق پرمهال هــر کارګــر تــه دورځــې د۵ ډالــرومعــادل افغانيــو ترڅنــګ دغنمــواصلاح شــوي تخمونــه، کېميــاوي سرې، دڅارويــو خوراکــي توکــي،کرنيــز وســايل او دســبو تخمونـه هم ورکــول کېــږي.

له شک پرته چې د افغانستان اسلامی امارت د اړوندوارگانونوله لورې مرستندویه بنسټونو په همکاري د ډول ډول ټولګټو پروژو دهراړخیزو پروگرامونو د تطبیق اوگټې اخیستنې بهیر او د هیواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختیایي پروژو د طرحې او تطبیق لړۍ هم د قدر وړده، ځکه چې تراوسه یی دخلکو دلومړیتوبونو سره سم دهیواد په یوشمیر ولایتونو کی ډول ډول ټولګټې پروژی طرحه اوتطبیق کړیدی، په دې هیله چې په ټولیزه  توگه د هیواد ابادي، سمسورتیا او ښیرازي او هم ګڼ شمیرهیوادوالو ته په کور دننه د سالموبوځتیاوو د رامنځته کیدو په موخه د افغانستان اسلامي امارت دشته امکاناتو ترڅنگ دمرستندویو هیوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې لاهم را جلب او د اړوندو ارگانونو په همکارۍ په نورو ټولګټو، اغیزمنو، رغنیزو او بڼسټیزو پروژو ولږول شي چې له امله یې په ټولیزه توگه زمونږ جگړه ځپلی هیواد آباد، ودان، سمسور او ښیرازه شي او هم سل په سلو کې ددې امکان شته چې دهیواد په گوټ گوټ یعنې کلیو، بانډو او ښارونو کې دمختلفو ټولګټو، بنسټیزو اورغنیزو پروژو دعملي بهیر دپرمخ بیولو په ترڅ کی به هم له شک پرته چې گڼ شمیر هیوادوالو ته چې همدا اوس د هیواد په مختلفو ساحوکې له بې کاری اوبې روزگاري څخه سرټکوي او په ورځني ژوند کې له بې شمیره ستونزو سره لاس اوگریوان دي په هیواد کې دننه دوئ ته دسالم کار او روزگار زمینه هم برابره شي او په دې ډول به له یوې خوا زمونږ هیواد آباد او ودان شي او له بله پلوه به گڼ شمیربې کاره او بې روزگاره هیوادوال چې دکارموندنې له پاره بهرنیو ملکونو ته دتلو تکل لري دوئ به هم دبیکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن اوربړوونکی حالت څخه وژغورل شي او په هیواد کی دننه به له سالمو بوختیاوو څخه برخمن او د گران هیواد سرلوړي افغانستان په آبادي او ښیرازي کې به هم په ښه ډول سهیم شي او په دې توگه زمونږ هیواد به هم ورځ تربلې د ترقي او پرمختگ پرلور لا پرمخ ولاړ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *