سیاسی

دښمنان په افغانستان کې د یو خپلواک او واحد نظام پایښت نه غواړي

د افغانستان داخلي اوبهرنیو دښمنانو د تاریخ په اوږدوکې هڅه کړي چې په دی هیواد کې یو حاکمیت لرونکې نظام شتون ونه لري او تل په کې شخړي او جنګونه وي چې خپل برخلیک پخپله وټاکې .

ناصرشاه سرحدي

د افغانستان داخلي اوبهرنیو دښمنانو د تاریخ په اوږدوکې هڅه کړي چې په دی هیواد کې یو حاکمیت لرونکې نظام شتون ونه لري او تل په کې شخړي او جنګونه وي چې خپل برخلیک پخپله وټاکې .

تل ېې د سیسو او توطیوته لاس را اوږد کړي او دنظام دړنګولو هڅي کړي او  ددې جنګ  ځپلي هیواد په کورنیو چارو کې ېې د ټول نړیوالو اصولو اوپرنسیپونو خلاف لاس وهني او مداخلې کړې د خلکوپه خوښه او اراده نظامونه ېې دخپلو ناروا هیلو او غوښتنو سره سم ړنګ او خپل شوم اهداف ېې تر سره کړي.

دافغانستان اسلامي امارت چې دافغانستان دخلکو په اراده رامنځ ته شوي ځکه چې  افغان ملت دتیر نظام  د جګړو ، جرمونو ، جنایاتو ، بي عدالتیو او اداري ، فساد ، اختلاس، رشوت، کاغذ پرانیو او بیرو کراسۍ نه په تنګ راغلې و په دې هیله و چې خداي داسي یو نظام په هیواد کې حاکم کړي چې دټولوافغانانو ، عزت، حیثیت او امنیت په کې خوندي وي او افغانستان د شل کلن اشغال ، اوږدو جګړو نه وروسته د سولي ، ثبات او امنیت لار ونیسي او خلک په هیواد کې هوسا اوآرام ژوند ولری .

هماغه وه چې د اوږدو مبارزو او جګړو نه وروسته دتېر ۲۰۲۱ ع کال د اګست پر ۱۵مه دافغانستان داسلامي امارت ځواکونه  د دوحې د تاریخې تړون له مخی چې د ۲۰۲۰ ع کال د فبوررۍ پر ۲۹مه  دامریکا او اسلامي امارت ترمنځ لاسلیک شو واک ته ورسېد چې دا دافغانستان په معاصر تاریخ کې یوه نوي تاریخي پیښه وه.

د امریکا او متحدینو اشغال ېې پاي ته ورسید، اسلامي امارت دافغانستان په توله خاوره واکمن شو،  په تول هیواد کې سوله، امن، او امنیت ټینګ شو.

(۲)

له بده مرغه د هماغې ورځې نه چې اسلامي امارت د هیواد په ټوله خاوره حاکم شو، دافغانستان بهرنیو او داخلي دښمنانو د یو شمېر مغرضو کړیو د رسنیو له لاري په توطیو او دسیسو لاس پوری کړ اودهمدي لاري ېې زهرجن تبلیغات پیل کړل چې ګویا اسلامي امارت بشري حقونه او د ښځو حقونه تر پښولاندې کړي او ټول شموله حکومت نه جوړوي که څه هم یولړ ستونزي او مشکلات شته خو داسې هم نه ده ښونځي اوپوهنتونونه دمحصلینوپر مخ خلاص دي ښځې په دفترونو کې د کارکولو اجازه لري او نوري مهمي او حیاتي لاس ته راوړني تر سره شوي .

څنګه چې داسلامي امارت داطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیر الله خیرخواه په خبرو چې په  تخارولایت کې ېې په یوه لویه ولسي غونډه کې د یو (هوسا او مسئول حکومت )په نوم ېې دې ولایت کې خلکو ته خپله وینا  واوروله .

هغه داهم وویل چې د اسلامي نظام دښمنان هیڅکله په افغانستان کې یو خپلواک او واحد نظام نه غواړي اوتل ېې هڅه کړي چې دسیسي اوتوطېې ورته جوړې کړي .

زمونږپه باورکه  دافغانستان اسلامي امارت یولړ اصلاحي کارونه او پروګرامونه په کارواچوي او دخلکو او حکومت تر منځ نوره هم دباور فضا فراخی شی نه  یوازي د اسلامي نظام په وړاندي دسیسې اوتوطېې به شنډي شی بلکې دیو خپلواک ، مستقل  او واحد نظام په توګه به یو ځل بیاافغانستان په نړیوال ستیج کې وځلېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *