جهان

د پیرو د سرو زرو کان کې ۲۷ تنه وژل شوي

د پیرو د سرو زرو کان کې تر ځمکې کابو ۱۰۰ متره لاندې اورلګېدو کې ۲۷ تنه وژل شوي.

د پیرو د سرو زرو کان کې تر ځمکې کابو ۱۰۰ متره لاندې اورلګېدو کې ۲۷ تنه وژل شوي. دا له لسیزو راهیسې په هغه هېواد کې تر ټولو ناوړه او خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده. چارواکو وېیلي، ۲ تنه ژغورل شوي، خو د نورو کسانو د ژغورل کېدو هیله لږ ده. ګومان کېږي چې د سوېلي امریکا ددغه هېواد د جنوبي اریکیپا سیمې په لا اسپیرانزا کان کې د برېښنا شارټي د اور لګېدو لامل شوې ده. د ژغورنې لپاره ۳۰ متخصص افسران کان ته استول شوي دي. پیرو په نړۍ کې د سرو زرو یو لوی تولیدونکی شرکت دی، چې هر کال تر ۱۰۰ ټنو ډېر سره زر راوباسي چې د ټولې نړۍ د کلني سره زرو د رایستلو څلور سلنه جوړوي.
په داسې حال کې چې د شنبې ورځې دا اور له لسیزو راهیسې یوه خونړۍ پېښه بلل شوې، په دغه هېواد کې د کانونو صنعت کې د لسګونه کسانو وژل کېدل یوه کمیابه پېښه نه ده.‌

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *