اجتماعی

د ډریورانو بې احتیاطي دګڼو ترافیکی پېښو لامل ګرځي

زمونږ ګران هیواد سرلوړی افغانستان د کابو څه باندې څلورو لسیزو پرله پسې جګړه ییز ناورین له کبله، لکه څنګه چې یې زمونږ پتمن هیوادوال له سلګونو کړاونو، ستونزو او مرګ ژوبلې سره مخامخ کړي، همداشان زمونږ هیواد یې هم له مادي او معنوي پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ کړی وو، چې په دې لړکې د هیواد په بېلا بېلو سیموکې سړکونه هم هرځای کنډر کنډر، ړنګ او ویجاړ شوي وو، البته کوم سړکونه چې په دغه وروستیو څو کلونو کې په ځینو ځایونو کې په خام ډول او په ځینو برخو کې په پاخه ډول د سړکونو د بیارغاونې کار پیل شوی او لا هم دوام لري، خو دریغا چې په دې

شاه محمود درویش
زمونږ ګران هیواد سرلوړی افغانستان د کابو څه باندې څلورو لسیزو پرله پسې جګړه ییز ناورین له کبله، لکه څنګه چې یې زمونږ پتمن هیوادوال له سلګونو کړاونو، ستونزو او مرګ ژوبلې سره مخامخ کړي، همداشان زمونږ هیواد یې هم له مادي او معنوي پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ کړی وو، چې په دې لړکې د هیواد په بېلا بېلو سیموکې سړکونه هم هرځای کنډر کنډر، ړنګ او ویجاړ شوي وو، البته کوم سړکونه چې په دغه وروستیو څو کلونو کې په ځینو ځایونو کې په خام ډول او په ځینو برخو کې په پاخه ډول د سړکونو د بیارغاونې کار پیل شوی او لا هم دوام لري، خو دریغا چې په دې وروستیووختونو کې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د موټرونو د چپه کیدو، ټکرونو او ناوړه ترافیکي پیښو او په ټولیزه توګه د هیوادوالو د مالي او ځاني بدو پیښو خبرونه د هیواد د ډله ییزو خپرندویه سرچینو لخواه خپریږي، البته له شک پرته چې دا واقعاْ دتازه کار، کم تجربه، کم سنه ډریورانو ګړندي ځغلونه، زیاته بې احتیاطي او د پردي لاس اشترنګ لرونکو (چپه اشترنګ) موټرونو اساسي ستونزه او ستر لاملونه دي، ځکه چې په هیواد کې د ډول ډول موټرونو د ګڼې ګوڼې له امله ګڼ شمېر هیوادوالو دغې دندې ته مخ کړیدی، البته په یوډول نه یوډول د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د ترافیکي څانګو له خوا یې اجازه لیک یا لایسنس ترلاسه کړی او دغه کم تجربه موټر چلوونکي چې کله د موټر په جلو(اشترنګ) برلاسي شي، سربیره پردې چې د کافي تجربې لرونکي نه دي او دهیواد اکثره سړکونه چې لا رغاول شوي نه دي، او کوم سړکونه چې بیا رغاول شوي هم دي، له څه وخت استفادې څخه وروسته بیرته ځای ځای خراب شوي او یاهم هغه سړکونه چې په پاخه ډول رغاول شوي دي، نو دغه تازه کاره ډریوران بیا د یو بل پرضد د سیالي یا مسابقې په ډول سره ګړندي ځغلونه کوي او دا ډول خپلسري او بې پروایي ددې سبب کیږي چې د دوئ د کم تجربګي او بې احتیاطي له امله یې موټر چپه ، یا ټکر او یا هم زمونږ کوم هیوادوال و وهي، چې په نتیجه کې خپل ځان، په موټر کې سپاره کسان یا بلې هیوادوال د مرګ کندې ته پورې وهي او خواشینوونکې پیښې را منځته کړي، د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو وختونو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي چې په سمنګان ولایت کې په یوې ترافیکی پیښه کې درې تنه هیوادوال وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شویدي، البته دغه پیښه د سمنګان عمومي سړک د رباطک په ساحه کې د ډریور د بې احتیاطي او ګړندي ځغلونو په ترڅ کې د یو فرونرموټرد چپه کیدو له امله رامنځته شویده. مسوولینو ویلي چې ددغه ولایت د رباطک په ساحه کې د زمري میاشت په اتمه نیټه د سهار ۶ بجې او ۳۰ دقیقې، یو فورنر ډوله موټر چې له سمنګانو څخه د کابل په لور د حرکت په حال کې وو د ډریور د بې احتیاطي او ګړندي ځغلونو په ترڅ کې موټر له سړک څخه بې لارې شوی(انحراف یې کړی) او چپه شویدي ، چې په لړکې یې درې تنه هیوادوال دوه ښځو او یوه نارینه وژل شوی او پنځه تنه نور د یوه ماشوم په ګدون ټپیان شویدي.
البته په ټوله د موټرچلولو د قوانینو نه رعایت، د سړکونو خرابوالی او ورځ تربلې د ناوړه ترافیکي پیښو د رامنځته کیدواصلي لاملونه بلل کیږي.
د کارپوهانو او نظر خاوندانو په باور د دغو پیښو د کمښت ډیره ښه لاره په هیواد کې د ترافیکي قوانینو تطبیق دی، دغه قوانین حکم کوي چې ټیټ عمر لرونکي ځوانانوته د موټر چلونې جواز باید ورنه کړل شي او سرغړونکو ته سخته سزا ورکولای شي چې ددغو پیښو شمیر کم کړي .
دا واقعیت دی چې ترافیکي پیښې د مخنیوي وړ دي او اړوند ادارې کولای شي په خپلو کې په همکارۍ او بشپړه همغږي سره په هیواد کې د ترافیکي پیښو شمیر کم کړي، همداراز د کورنیو چارو وزارت، د ترافیکو لوی ریاست کولای شي له نورو اړوندو ادارو سره په همکاري او د ښوتدابیرو په نیولو سره په سترو ښارونو او لویو لارو کې ددغو پیښو کچه ټیټه کړي، همداشان اړینه ده چې د ترافیکو لوی ریاست چارواکي باید د هیواد په مرکز او ولایتونو کې دې ټکي ته پوره پاملرنه وکړي او له آزموینې څخه وروسته هیوادوالو ته د موټر چلونې اجازه لیک یا لایسنس ورکړي او هم دې په پردي لاس د اشترنګ لرونکو موټرو پرځای دخپل لاس موټرو ځای نیولو له پاره پرجدي اقداماتو لاس پورې کړي او په پرله پسې توګه دې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو لخوا هم باید د موټرو ګړندي ځغلولو او له هغې څخه د بدو پیښو د مینځته راتلو په اړوند خبرتیاوې خپرې کړي،
دغه راز پتمن هیوادوال چې هم کله دهیواد ګوټ ګوټ ته سفر کوي نو باید په لومړي قدم کې موټر چلوونکي ته یادونه وکړي چې په ډیر احتیاط سره موټر و چلوي او له ګړندي ځغلونې څخه دې ډډه وکړي، ترڅو په دې توګه د خپل ځان او هم د نورو هیوادوالو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخ نه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *