اجتماعی

په ښار کې بې‌پلېټه موټرو اندېښنې راپورته کړې

په دې وروستیو کې د کابل ښار په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې د بې‌پلېټه او سټیکري موټرو شمېر زیات شوی دی.

په دې وروستیو کې د کابل ښار په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې د بې‌پلېټه او سټیکري موټرو شمېر زیات شوی دی.

د کابل ښار اوسېدونکي اندېښنه لري چې دا ډول موټر ښاري نظم ګډوډولی او په اوږد مهال کې جنایي جرمونو ته لار هوارولی شي.

د کابل پُل سرخ سیمې اوسېدونکی صمیم یعقوبي وایي، هره ورځ په ښار کې لسګونه داسې موټر ویني چې قانوني اسناد او پلېټ نه لري.

نوموړی پر اسلامي امارت غږ کوي چې د جنایي جرمونو او ټرافیکي پېښو مخنیوي او د ښاري نظم د مراعت په هدف د دغو موټرو مخنیوی وکړي.

«له دغو موټرو جنایي پېښې رامنځته کېږي، حکومت باید هڅه وکړي چې د دغو موټرو مخه ونیسي. دوی ته باید پلیټونه او یا هم روښانه سټیکرونه ورکړي. که مخه یې ونه نیسي، په اوږد مهال کې ډېرې ستونزې رامنځته کوي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی «پوهر» بیا وایي، سټیکري او بې‌پلېټه موټرو ډېرېدو د ښار فضا بدله کړې ده.

نوموړی زیاتوي، کله چې په ښار کې دا ډول موټر ګوري، فکر کوي چې د هېواد له لرې پرتې سیمې راغلي دي.

«سټیکري موټر ډېرې ستونزې رامنځ ته کوي. کله چې دوی کومه پېښه کوي، ته نه شې کولای چې د دوی سم وپېژنې. د سټیکري موټرو پېژندل خورا سخت دي. په دغو موټرو کې ډېری وخت جنایي جرمونه هم کېږي، لکه غلا، قتل او ورته نورې پیښې.»

د پوځي چارو شنونکي هم وایي، سټیکري او بې‌پلېټه موټر کولای شي چې د لویو ښارونو امنیتي وضعیت وګواښي.

د دوی په باور، که حکومت په‌دې برخه کې بې‌غوري وکړي، ښایي په اوږدمهال کې ګڼې امنیتي ستونزې راپیدا کړي.

د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری په‌دې اړه وایي:

«د بې‌پلیټه موټرو ډېروالی په ځانګړي ډول په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې ددې سبب شوی چې جنایي جرمونه ورسره یو ځل بیا ډېر شي. د جنایي جرمونو پرمهال له دغو بې‌اسناده موټرو څخه ګټه پورته کېږي.»

د کورنیو چارو وزارت چارواکي بیا وایي، هڅه کوي چې په ښار کې د بې‌پلېټه او سټیکر لرونکي موټرو مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند بسم‌الله حبیب وایي، بې‌پلېټه او ‌سټیکري موټرو ته یې وخت ورکړی چې له ټاکلې مودې وروسته به قانوني چلند ورسره وشي.

«د کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې خلکو ته وخت ناوخت معلومات ورکړي چې که بې‌اسنادو او یا هم بې‌پلیټه موټر ولیدل شي، نو قانوني چلند به ورسره وشي او یا هم موټر یې له دوی سره ضبط کېږي. موږ په دې اړه وخت ناوخت معلومات خپاره کړي چې ډېر ځله دغه معلومات د ټرافیکو لوی ریاست له خوا خپرېږي، ځکه دوی په دې اړه یوه طرحه هم جوړه کړې ده.»

د هېوادوالو او شنونکو په باور، که دولت په لویو ښارونو کې د سټیکر او بې‌پلېټه موټرو مخه ونیسي، ښاري نظم به ټینګ او د ټولو جنایي جرمونو مخه به ونیول شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *