اجتماعی

پټ ماینونه او ناچاودلي توکي له هېوادوالو قرباني اخلي

بې له شکه چې زموږ په جګړه ځپلي هیواد ګران افغانستان كې دګڼ شمیرستونزو ترڅنګ يوه هم دماينونو اوناچاودلومهماتو شتون دى چې وخت ناوخت دهېوادوالو ژوند ګواښوي، په حقيقت كې ماين هغه پټ دښمن دى چې له تیرو جګړه ييزو خونړيو كلونو څخه  را په دې خوا ترننه پورې هرانسان يا څاروى چې پرې برابر شي له ژوند اوهوساينې څخه يې بې برخې كوي اوهركال ددغه دښمن له لاسه دهېواد په ګوټ ګوټ كې زموږ ګڼ شمیر مظلوم هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه وركوي اوياهم معلول اومعيوب كیږي، سره له دې چې په افغانستان كې درسنيو په حواله ګڼ  شمیر موسسې اوبیلابیل بنسټونه دماينونو دله منځه وړلو اوعامه پوهاوي په برخه كې كار كوي، خولاهم د افغانستان هغه سیمې چې د ماینونو او ناچاودلو مهماتو له شتون څځه تصفیه او پاکې شوې نه دي له مظلومو هیوادوالو څخه قرباني اخلي، البته د یاددښت وړ ده چې  په افغانستان كې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړه ددې لامل شوې چې زياتې سيمې په ماينونو او تعبيه شويو موادو وپوښل شي او ترڅنګ يې په ځينو سيمو كې دماين پاكۍ بهيرهم له ننګونو سره مخ كړي، دغه راز ویل شوي چې  دامهال په افغانستان كې کابو دوه زره كيلومتره مربع مځكه په ماينونو پوښل شوې، كه څه هم ټاكل شوې وه چې افغانستان تر ۲۰۲۳ زیږدیزكال پورې په بشپړډول له ماينونو اوناچاودلو توكو پاك اعلام شي، خو د ۲۰۲۳ زیږدیزكال په رارسیدو سره سره  بیا هم په افغانستان كې دماينونو دله منځه وړلو په برخه كې دمرسته كوونكو هیوادونو ناڅيزې مرستې دغه هدف ته رسیدل ستونزمن كړی دی، همداراز په دې وروستیو کې ویل شوي چې په تیرو دریو میاشتو کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله د ۲۵۰ تنو په شاو خوا زمونږ هیوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې، چې له دې جملې څخه څه باندې ۹۰ کسان د ماشومانو په شمول شهیدان شویدي.

شاه محمود درویش

بناءً دایوڅرګند واقعیت دی چې د هیواد په مختلفو سیمو کې دماينونو اوناچاودلومهماتو شتون هغه څه دي چې وخت ناوخت دهیوادوالو ژوند ګواښوي، په حقيقت كې ماين هغه پټ دښمن دى چې له تیرو جګړه ييزو كلونو څخه  را په دې خوا ترننه پورې هرانسان يا څاروى چې پرې برابر کیږي له ژوند اوهوساينې څخه يې بې برخې كوي اوهركال ددغه دښمن له لاسه دهیواد په ګوټ ګوټ كې زموږ ګڼ شمیر مظلوم هیوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه وركوي اوياهم معلول اومعيوب كیږي، په دې خاطر د هیواد هغه سیمې چې لاتراوسه تصفیه شوي نه دې، نوانسان پالنه او بشرپالنه دا ايجابوي چې په ټوليزه توګه نړيوال مرستندويان بايد د مهربانۍ له مخې د افغانستان دماين پاكۍ له پروگرام څخه هراړخيز ملاتړ وكړي اوپه دې برخه كې خپلې مرستې له پخوا لازياتې كړي چې ډېر ژر افغانستان له ماينونو اوناچاودلو توكو څخه پاك اعلان شي.

البته له دې واقعيت څخه  هم بايد سترګې پټې نه شي، چې دماين پاكولو دځينو موسسو دهلوځلو په پايله كې دپام وړ سيمې له ماين اوچاوديدونكو توكوڅخه پاكې شوې دي، خو بياهم هغه سيمې چې لاتراوسه ماينونه اوچاوديدونكي توكي په كې شتون لري دهغو رااېستل اوشنډول وخت ته اړتيا لري اوپه دې اړوند له شك پرته چې دنړۍ د مرستندويو هیوادونو پرله پسې او دوامدارې مرستې ډېرې اړينې دي، دا واقعيت دى چې جګړه ځپلى افغانستان دماينونو اوچاودېدونكو توكو په برخه کې دماين پاكي داړوندو بنسټونو او مرستندويو هیوادونو له انساني مرستو څخه مننه كوي اوپه دې باب د دوئ نه ستړي كیدونكوهڅو او خدمتونو ته دقدر په سترګه ګوري اوپه دې برخه كې يې لاهم دزياتو خدمتونو غوښتونكي دي، ترهغه چې له امله يې به بشپړه توګه زموږ ټول هیواد دماينونو، چاوديدونكو توكو او ډول ډول مهماتو له خطر اوشتون څخه پاك كړاى شي او وروسته له دې هیڅ افغان د ټوپك په مرمۍ، ماين اوچاودېدونكو مهماتو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورنه كړي اونه هیڅ يوه افغانه پتمنه اوقدرمنه كورنۍ دخپلو عزيزانو په وير اوماتم كښينول شي، بلكې ټول افغانان په سوله اوهوساينه كې پرته له هرډول ويرې اوګواښ څخه ژوند وكړي او وروسته له دې په هېواد كې له هر راز جګړه ييز ناتار اوغميزو پرته دسولې په نیكمرغه فضا كې افغان ولس په بشپړه هوساينه  دژوند چارې پرمخ بوزي او د پاك الله (ج)  رښتينى عبادت په آرام زړه ترسره كړي او په بشپړې هوساينې د ژوند له بې شمیره خوښيو څخه خوند واخلي او نور هیڅكله هم دماينونو اوبمونو چاودنې اودټوپك مرمۍ ددوئ آرامتيا او هوساينه ګواښمنه نه كړي، بلكې اوږدمهاله خوښي اوخوشحالي يې په نصيب شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *