فرهنگی

سو کلا د غزنوي پیر بل زندان

 د (سو) کلا چې عمر يي ترڅو سوو کلونو پورې رسیږي. د پیړیو په اوږدوکې د جګړو، یرغلونو، تاړاکونو، طبیعي پیښو زلزلو، بادونو، بارانونو اوناورینو په ترڅ  له خاوروسره خاورې شوې او همدا لامل دی چې دا مهال له پامه لویدلي، خو موږ په همدې خاورو ایرو ګرځو او که وکولای شو د خپلو نومیالیو نښې نښانې ومومو، یا يي لږ تر لږ د ژوندانه، د څرنګوالي په اړه انځورونه تر لاسه کړو.

اسدالله بلهارجلالزی

سو کلا

د (سو) کلا چې عمر يي ترڅو سوو کلونو پورې رسیږي. د پیړیو په اوږدوکې د جګړو، یرغلونو، تاړاکونو، طبیعي پیښو زلزلو، بادونو، بارانونو اوناورینو په ترڅ  له خاوروسره خاورې شوې او همدا لامل دی چې دا مهال له پامه لویدلي، خو موږ په همدې خاورو ایرو ګرځو او که وکولای شو د خپلو نومیالیو نښې نښانې ومومو، یا يي لږ تر لږ د ژوندانه، د څرنګوالي په اړه انځورونه تر لاسه کړو.

سوکلا چیري وه؟

سو کلا چې د غزنوي پیر د واکمنو یوبل زندان و. دغه زندان د غزني ولایت د ده یک په ولسوالي کې موقعیت درلود. موږ په دې اړه هم  د مسعود سعد سلمان په شعرونو کې داسې لولو.:

هفت سالم بکوفت سو و دهک

پس از آنم سه سال قلعه نای

۵۲۶ مخ د مسعود سعد دیوان

بل ځل هم د هجران او بیلتون په سختو شیبو کې د خپل ملګري او ځان په اړه وايي موږ ډیر لیري سره ولویدو، دومره چې په خیال کې مې هم داسې څه نه راګرځیدل او نه مې خیال  ور ورسېده.

نه بست هرگز او را خیال ونیدیشید

که من به قلعه سو مانم او به هندوستان

۴۲۰ مخ همدا اثر

پوهاند رازقي نړيوال په خپل کتاب

( د افغانستان استحکامي کلاوې، حصارونه  او بالاحصارونه) کې کاږي: «د غزني د کلا او بالا حصار نه پرته د غزني په سيمه کې دوه نور استحکامي دژونه هم موجود وو، چې د ((قلعه ناى)) او ((قلعه سو)) په نومونو ياد شوي دي، او اوس هم د ناى په کلا سره مشهوره ده. تاريخ پوهان وايي: دا دواړه کلاوې د غزني د ال ناصر د پاچاهانو دوه پاخه غرني محبسونه وو»

پوهاند رازقي نړيوال د يميني او بيهقي د تاريخونو په حواله ليکي: ((په همدې دواړو محلونو کې به د پورتنۍ کورنۍ ځیني پاچاهان او کله کله هم شاهزادګان او سياسي شخصيتونه تجرېدل)).

د استحکامي کلاوې حصارونه او بالاحصارونو ليکوال زياتوي: ( له دې ليکنې څخه داسي ښکاري چې له يوې خوا دغه کلاګانې پخې او زندان ېې هم درلود. او له بلې خوا نه د لويو شخصيتونود بندي کولولپاره د مناسب ساختمان له مخې نا مناسبې نه وي، خو د زمانې په تېرېدلو او د دې کورنۍ«د ال ناصر کورنۍ» د واکمنۍ د پاى ته رسېدلو وروسته دا دواړه کلاوې او زندانونه د اوسني غزني په شاوخوا کې بې درکه وو، او چاته ېې سم موقعیت نه وو مالوم، تر دې چې د «غزنه و غزنويان» ليکوال په چاپېريال کې د زياتو هڅو او لټونو وروسته په دې بريالى شو چې د هغوى د موقعیت پته ولګوي.)

د (غزنه و غزنویان) لیکوال لوی استاد غلام جیلاني جلالي د خپل اثرپه ۳۲۱ مخ کې د ده یک د نوم او سیمې په اړه کښلي« البیروني په [الصیدله] کې وايي: اسطوخودوس له لنجستان څخه غزني ته راوړل کیږي. چې د پرشاور او هند ترمنځ په ځمکو کې د افغانیه په غرونو کې د دهک خواته پروت دی. «الصیدله ۶۶ مخ » مرحوم استاد جلالي د دهک د موقعیت په اړه د همدې تاریخ په ۳۲۸ مخ کې کښلی: ( د منهاج سراج جوزجاني او ابن اثیر جزری په خبره، د استاد خلیلي د څیړنو، د غزني د خطي تاریخ له مخې چې مرحوم علی احمد شالیزي کښلی دی اوهمدا ډول د پخوانیو نورو تاریخ لیکونکو د تاریخونو په بنسټ  د ۵۶۴ یا د ۵۶۹ کالونو په شاوخوا کې چې د سلطان غیاث الدین مړی د دهک کلی د اوسني چې د غزني ښارختیځ لوري ته په شل کیلومترۍ واټن کې پروت دی او تر ګردیز پورې هم له ۲۵ تر ۳۰ کیلو متره پوري واټن لري. خاورو ته وسپارل شو.

د دهک څلور خواوې:

لویدیځ ته يي د سلیمانزو، جهان اباد، د بالای وشی. ختیځ ته يې د دولت خان په نوم تنګی، شمال ته يې د رباط شتم د وښو او بوټو سیمه، سهیل ته يي سلطان باغ او شاوخوا سیمه – د کلي اوږدوالي کابو ۱۵کیلو متره او عرض يي له ۶ تر ۸ کیلو مترو پورې رسېږي. البته باید ووایم چې یادې شوې څلور خواوې چې استاد جلالې يي یادونه کوي. د دهیک د اوسني کلي څلور خواوې دي. چې نژدې څلور خواوې يي بیا داسې یادولای شو. ختیځ خواته نژدې يي د پای لوچ کلي، جنوب ته يي د کندر او مهترکلي پروت دی. د دغه کلي ډیري اوسیدونکي د اندړو په ښاخ پورې تړاو لري. د دهیک له کلي په جنوب ختیځ لوري کې د شیربُز کلی پروت دي په دغه کلي هم یوه پخوانۍ کلا لا هم د یوې لوړې غونډۍ په سر ولاړه ده. چې د جوړیدو وخت يي چاته نه دی معلوم. خو کله چې يي جوړښت او قدامت ته ګورو ښايي دا کلا به هم د غزنویانو په وخت کې د هند په غځیدلي لاره یوه امنیتي چوڼۍ یا عسکرکوټ و.                       ځکه جوړښت يي او په کې د لویو لویو تیږو له کارونې داسې ښکاري چې دا کلا د یوه مقدر دولت د واکمنو له لوري جوړه شوي وي. نه د عادي وګړو یا کوم محلي واکمن له لوري. دا کلا هم ( سو) کلا ته ښايي په دوه نیم کیلو مترۍ کې واقع وي.

د دغه کلي پیدا وار:

غنم، اوربشي، جوار، ښې هندواڼې، توت، انګور او د ونو نورې میوې يي پیداوار دي. له دې ورها خوا للمي غنم، رشقه، شوتله، شاخل هم د دغه کلي او سیمې خلک کري.

لارې

ــــــــ

استاد جلالي کاږي: له غزني څخه اوس مهال یو خام سړک دهک ته غځول شوی او له هغه ځایه تر ګردیزپوري غځيدلی دی، د غزنین، سردي، اوښرنې سړکونو د دغه کلي له لویدیځي خوا څخه تیریږي. له دهک څخه دوه عامې لارې د هند په لوري تللي دي. یوه هم د ګردیز لاره او بله دې میرزکې او کرمې د دښتو لاره، خو بله لاره هم د سلطان باغ په لوري له هغه ځایه بیا د ښرنې تر حکومته چې بیا د ګومل درې څخه د سند حوزې ته کښته کیږي.، همدا ډول د هند په لوري نورې لارې هم لري لکه د زرمت لاره، د خوست د ځدراڼو د سیدخیلو، د قدم کوتل چې د ټل او کوهاټ ته کښته کیږي.

استاد د خپلې لیکني په دوام کاږي، د «فیروډنګره» اپوزي «خورت سند یمن» لاره اسمعیل خان دیرې ته تیریږي. د سند حوزې ته ډیره لنډه لاره دهک همدا د ګومل لاره ده چې غزنویانو او غوریانو سوقیات هم له همدې لارې کیدل، پیښوراو اوسنۍ « لهور، لاهور» ته هم د کرمي درې له لارې تګ او راتګ کیده. همداسې چې د سلطان محمد سام شهید کجاوه يي هم له همدې لاره له پنجاب څخه د غزنه دهک ته راوړي ده.

لوی کلي يي رامک، رباط، تاسن، جهان اباد دي چې د اوسني غزني ښار په حدودو کې انساني جمعیت لري.)

خو د دهک کلي اوس مهال کابو دوه سوه کورونه لري. خلک يي د کرنې په چارو بوخت دي ځینې ځوانان يي په بهرنیو هیوادونو پاکستان، ایران، دوبۍ کې مسافر دي. د رحیم خان اکا په نوم سپین ږیری چې څو کاله وړاندې وفات شوی دی لا هم خلک په ښو یادوي. په خوا کې خام سړک يي چې ګردیز ته غځیدلی دی. د پخیدو په حال کې دی. خو لا پوخ جوړ شوی نه دی.

د غزنویان د محبس (سو) کنډوالي

د «سو کلا» موقيعت چې د سلطان ابراهيم  په وخت کې د شاهزاده ګانو شخصي محبس بلل شوی د نامتو شاعر مسعود سعد سلمان د بندي کیدو محل هم همدا ځاى ښوودل شوى دى.

 

مرحوم استاد جلالی کښلي: د سو ډېر تنګ تنګى چې اوس ((سو کوه)) بلل کېږي د ده يک په جنوب شرق کې د ١٤ کيلومترو په فاصله کې پروت دى، د دې آبادې شوې کلا لاره د ډېر کم سوره تنګي څخه پورته د يوه غره په سر پاى ته رسېږي او د هغه تنګي په سر باندي د سو د کلا نښې نښانې څرګندي دي د خلکو په منځ کې دا خبره مشهوره ده چې هلته د غزنويانو د دورې د ګوښه کولو محبس وو.

د کتاب ليکوال کاږي: د سو تنګى دومره اوبه نه لري، په يوه برخه کې ېې نژدې اوه کورونه شته دي او دومره زراعت هم نه پکې کېږي. او دا کلی په (سوکوه) هم شهرت لري. د سو د کلا او ودانۍ يي له دې امله چې له خاورو سره خاورې شوې دې، له فني پلټنو پرته  يي عادي خلک نه شي تشخيص کولای، خو د سو محبس همدا ځای دی. بايد وويل شي چې د سوکلا د يوغره د پاسه چې د سپين غره سره په کاږه واږه شکل جنوب ته امتداد لري واقع ده.« غزنه و غزنویان ۳۲۷ مخ»

د سو کلا يا سو کوه اوس په څه حال کې ده؟

څو کاله پخوا د پسرلي په موسم کې دغې سيمې ته ولاړم که څه هم وچکالۍ په ټول کرنيز سيستم اغيزاچولى خو د (سوکوه) غر او د هغه ډډې لا هم په وحشي بوټو شنې او ښايسته وې. د غاټولو ګلونو په ځاى ځاى کې لا خپلې داغلي پاڼې د هرکلي په دود قدمونو کې اچولې وي. اوس د پخوا په څېر په دغه سيمه کې اوه کورونه نه بلکې ترپینځوس ډیر کورونه او ودان کلى پروت دى، ډېر درانه مېلمه پال خلک ېې دي، په دوى کې لا اوس هم پښتو، لوظ، وفا، دوستي ، مينه او درناوى ژوندي پاته دي. د سوکو د کلي يو سپين ږيري حاجي اکبرخان اکا چې عمر يې نږدې اتيا کالو ته رسېده راته وويل، د سوکو د کلا د دیوالونو یا کوټو نښې نښانې مې په خپلو سترګو نه دي لیدلي خو د کړپۍ کنډو په شاوخوا کې داسې غونډۍ، غونډۍ او ډیرې لويي لويي جوړې شوې تیږي شته چې شک دی دلته به یوه ابادي وه. او پاس دغره په ډډه کې د یوې نیغې ختلې پرښې په منځ کې چې نه له پاسه د بینادم قد ورسیږي او نه هم له کښته  د اوسپنې لوی میخ ټکوهل شوی دی. د اوسپینې دا لوی د جبل په اندازه میخ آن هغه وخت چې زه لا ماشوم وم لیدل کیده  چې تر اوسه پورې سته. او دا چې ته وايي دلته بندیخانه وه. نو وه به، دا موږ خواران هم لکه چې تاسې شلګریانو دلته لکه چې په کومه ګناه بندیان کړي یوو هسي په ځان نه پوهیږو. اکبرخان اکا په داسې حال کې چې ټوخي واخیست بیا راته وویل:  د سوکو کلا شاوخوا ځمکې اوس د موږه للمي زارې دي. او موږ يي کرو.

د سوکو غره  په پاس لوړو کې کمرونو او پرښو کې لا هم د مجاهدینو د اوسیدو کوټې اوسنګرونه لیدل کیږي. چې دوئ يي د کړپۍ مرکز بولي.  سوکو کلي او سوکو غر د سلطان شهاب الدین غوري له مزار او ددهیک له کلي څخه په جنوب ختیځ پینځه کیلو متره واټن کې واقع دي. دا سیمه هم یوه لرغوني سیمه ده.  اړتیا ده چې په دې ځای نوی او فني څیړنې تر سره شي. ساتنې او محافظت ته يي پام وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن