سیاسی

له نړیوالو سره به د اړیکو پیوند ټینګښت ومومي

په داسې حال کې چې نړیوال اشغالګر هېوادونه د اسلامی امارت له پاره په مختلفه بڼه ستونزې او خڼډونه پیدا کوي خو اسلامي امارت د سوله ییز دریځ له مخې هڅه کوي چې د نړیوالو سوله غوښتونکو هېوادو سره د متقابل او متوازنو اړیکو پيوند ټینګ کړي

متین

په داسې حال کې چې نړیوال اشغالګر هېوادونه د اسلامی امارت له پاره په مختلفه بڼه ستونزې او خڼډونه پیدا کوي خو اسلامي امارت د سوله ییز دریځ له مخې هڅه کوي چې د نړیوالو سوله غوښتونکو هېوادو سره د متقابل او متوازنو اړیکو پيوند ټینګ کړي او نړیوالو ته وښیې چې اسلامي امارت پرته له دې چې د چا په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي او یا د دې هېواد څخه نورو هېوادو ته کوم امنیتي ګواښونه پیدا شي ځکه اسلامي امارت دیوې بې پرې او خپلواک هېواد په توګه تمه لري چې په نړۍ کې پرته له دې چې دنړیوالو ترمنځ په سیاسي سیالۍ او کړکېچ کې ورګډ شي غوره ګڼي چې دټولو هېوادوسره دنړیوالو منل شویو اصولو له مخې چلند وکړي او دخپل هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې ګړندي ګامونه واخلي. همدا اوس د اشغالګرو له خوا پلمییز بندیزونو او ناوړه تبلیغاتو سره سره په موجوده امکاناتو هغه ستونزې په رغېدو دي کومې چې دتېرو ګوډاګي واکمنانو له خوا راپاتې شوې دي. څرګنده ده چې د اسلامي امارت په وړاندې به ستونزې شتون ولري خو د اسلامي امارت مسؤلین دهرې ورځې په تېرېدو سره په ستونزو برلاسی مومي او هېوادوالو له پاره دهغو لارو په لټون بوخت دي کوم چې دهېوادوالو له پاره دکار دبوختیا او په ځان بساینې لامل ګرځي. لیدل کېږی چې دلویو او ستراتیژیکو پروژو له پاره مټې رانغښتل شوې او دځینو هېوادو سره داسې هوکړه لیکونه لاس لیک شوي چې لاس ته راوړنې به یې دهېواد د اقتصادي پیاوړتیا له پاره اړینې او څرګندی وي، اوس د اسلامي امارت سره دنړۍ دیوشمېر هېوادونو د استازو لیده کاته را په ګوټه کوي چې ديپلوماتیکې اړیکې چې دهېواد دملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره سمون ولري ټینګې شي او د رسمیت پېژندنې له پاره به لار هواره شي. هېوادوالو ولیدل چې په دې وروستیو کې د اسلامي نړۍ یوشمېر مخور دیني عالمان چې هېواد ته راغلي د اسلامي امارت دلوړ رتبه چارواکو سره لیده کاته وکړه او د اسلامي امارت لاس ته راوړنې او پراشغالګرو یې بریالیتوب دمسلمانانو ویاړو ګاڼه. ژمنه یې وکړه چې د اسلامي امارت سره به په علمي او ثقافتي برخوکې مرسته کوي ډاډ یې څرګند کړ چې خپلو هېوادوته په ستنېدو سره به د افغانستان حالت د نړۍ له دیني عالمانو او ټولو مسلمانانو سره شریک کړي او په افغانستان کې روان حقایق به نړیوالو ته څرګند کړي. په ورته وخت کې د اسلامي امارت مسؤلینو د اسلامي امارت په وړاندې دمغرضو هېوادو ناوړه او منفي تبلیغاتو ته په کتو سره څرګنده کړه چې اسلامي هېوادونه باید د اسلامي امارت په حقایقو پوه شي. ترڅو زموږ هڅې او لاس ته راوړنې وویني.

دغه راز واشنګټن پوست دکابل ښاروالۍ لاس ته راوړنو ته په کتو سره څرګنده کړې چې دکابل ښاروالۍ په ډېرو کمو امکاناتو سره دا مهال په کمه موده کې زیاتې لاس ته راوړنې ترلاسه کړې او د هغو پروژو په جوړونه بوخت دي کومې چې نیمګړې پاتې شوې دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو مرستندویه هېوادو د اشغال ترختمېدو سره سم خپلې مرستې بندې کړې او ډېری پروژې یې نمیګړې پاتې دي. خو اسلامی امارت په خپلو هلوځلو سره هڅه کوي چې دکورنیو عوایدو له لارې هېوادوالو ته ټولنیزې آسانتیاوي برابرې او د احتیاج پرته په ځان بساینې پروسه چټکه کړي. ځکه اسلامي امارت باورمن دی چې دبهرنیو مرستو رالېږل په یولړ شرایطو متکي وي نوغوره به وي چې د سیاسی خپلواکۍ ترڅنګ اقتصادي خپلواکۍ له پاره نه ستړې کېدو مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شی ترڅو دې ته په تمه نه شو چې بهرنۍ مرستې له کومه او څه وخت راځي. معلومېږی چې نړیوال به د اسلامي امارت رښتینتوب او روڼتیا ته په کتو سره په خپلو کړنو او سیاستونو له سره غور وکړي او دسولې او په کارونو کې ثبات د رامنځ ته کېدو له پاره به د اسلامي امارت سره د رسمیت پېژندنې اړیکې ټینګې کړي. ځکه د اسلامي امارت سره د اړیکو پرې کول دهېڅ هېواد او نړۍ په ګټه نه دي همداوجهه ده چې اسلامي امارت نړیوالو ته خپله غیږ پرانستې پرېښې تمه لري چې هرو مرو به مغرضي کړۍ دخپلو ناوړه هڅو پرځای دتعامل او متوازن سیاست لار غوره کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *