جهان
واګنر د روسيې پرضد درېدلی
په روسیه کې د «واګنر» خصوصي جنګي ډلې د مشر او د روسیې د دفاع وزارت تر منځ شخړې راپورته شوې دي. له میاشتو راهیسې د دې شخړو او اختلافونوپه اړه وېيل کېدل او د واګنر مسئولینو د روسیې حکومت د اوکراین په جګړه کې په بې کفایتۍ او له دوی په نه ملاتړ تورن کړی دی.

په سن پټرزبورګ کې د واګنر په مرکزي دفتر کې نښته رامنځته شوې او د دې ډلې قوماندان «یوګني پرېګوژین» خبرداری ورکړی چې د روسیې دفاع وزیر به په عام محضر کې په دار وځړول او له لنین سره به یو ځای خښ شي. ډزې هم شوې دي. د روسیې جمهور رییس ولادمیرپوتین په بیړه کرملېن ماڼۍ ته تللی، چې د وضعیت په اړه تصمیم ونیسي او پوځ ته د تیارسۍ امر شوی دی.