جهان

له روسیې سره د چین د وسلو د مرستې په اړه د اورپا اندېښنه

اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول جوزیپ بوریل خبرداری ورکړ چې د اوکراین په جکړه کې به له روسیې سره د چین د وسلو مرسته د دغې ټولنې لپاره سره کرښه وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئول جوزیپ بوریل خبرداری ورکړ چې د اوکراین په جکړه کې به له روسیې سره د چین د وسلو مرسته د دغې ټولنې لپاره سره کرښه وي. جوزیپ بوریل وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره یې په لیدنه کې دا خبره وکړه هغه وویل: « وانګ يي راته وویل چې هغوی دا کار نکوي او پلان نلري چې دا کار وکړي، خو موږ به بیا هم متوجه اوسو.» بوریل په بروګسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته دا څرګندونې وکړې. د اروپايي ټولنې د ځینو نورو غړو هېوادونو په منځ کې هم په دې اړه لویه اندېښنه پارېدلې ده. د سویډن او استونیا د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګواښ وکړ که چین له روسیې سره د وسلو مرسته وکړي «حتمآ به [ناوړه] پايلې» ولري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم اندېښنه وښوده چې ممکن چین د اوکراین په جکړې کې روسیې ته وسلې ورکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *