صحت

د اومه هوږې خوړل هراړخیزې روغتیایي ګټې لري

دا يو روښانه او څرګند حقيقت دى چې په نړۍ كه د هر انسان له پاره تر هر څیز څخه غوره شتمني روغتيا او سلامتيا ده چې په درلودلو سره یې هر شخص كولى شي خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه پرمخ بوزي  او په دې ډول دځان خپلې كورنۍ او په ټوليزه توګه هیواد او هیواد والوته د غوره خدمتونو مصدر وګرځي ،نو ځكه هر انسان ته ښايي چې دخپلې روغتيا په ساتنه كی ډیر هوښيار، ځيرك او هڅاند واوسیږي، بناءً دلته ديوې څیړنې پايلې چې « د اومه یا خامې هوږې خوړل څه ګټه لري » لوستل  یې د قدرمنو هیوادوالو دګټورو معلوماتو په بډاينه كې بې ارزښته نه دي.د ډله ييزو  خپرندويو سرچينو په حواله داسې ويل شويدي: «نوې څیړنې ښیي چې اومه هوږه خوړل د هغو کسانو لپاره چې عمرونه یې زیات وي د ځینو سختو ناروغیو په مخنیوي کې غوره ثابتیدلای شي. په هوږه کې ځینې طبیعي مواد«Sulphide of allele» په معده کې شته ګټورې باکتریاوې زیاتوي، او د عمر لرونکو کسانو پر روغتیا غوره اغیز کوي، انسان په خپل بدن کې دوه ډوله باکتریاوې لري، سمې او ناسمې، سمې یې د انسان په بدن کې کوچنۍ مادې په حرکت راولي چې ګتور ثابتیږي د امریکا ساینس پوهانو موندلې چې په اومه هوږه کې ځینې شته مرکبات کولی شي په کولمو کې په ملیاردونو کوچنی موجــــــــــــــودات (Gut Microbiota) ورغوي، دا د انسان په روغتیا کې مهم رول لوبوي.د امریکا په کنټاکي ښار کې د لوسیفیل پوهنتون ډاکټر؛ جیوتیرمایا بیهرا ویلي: زمونږ پایلو دې ته اشاره کړې: هغه خوراکونه چې هوږه په کې ګډه وي کولی شي د کولمو میکروبونو ساتنه وکړي او په عمر لرونکو کسانو کې د ادراک او حافظې روغتیا غوره کړي، همدا ډول ډاکټر نیتو تیاجی ویلي: د کولمو میکروباتو ګډوډیدل په معدنی جریان یا هاضمي سیستم کې مړاوې کېږي اویا هم له کاره لویږي او په همدغه عمر کې انسان د هیریدلو په(الزایمر) یا پارکنسون ناروغۍ اخته کېږي او چې کله یې حافظه او د ادراک ماده له منځه ځي، په دې لړ کې پوهانو پر داسې موږکانو چې عمرونه یې شاوخوا ۲۴ میاشتې وو، د موږکانو دغه عمر د انسانانو له ۵۶ کلنۍ نه تر ۶۹ کلنۍ سره مساوي وي، ازموینه ترسره کړه او دوئ ته  هغه ماده ورکړل شوه چې په هوږه کې موندل کېږي ، له معاینو وروسته پایلو کې وموندل شوه چې حافظه یې ښه شوې او همدا ډول د کولمو روغتیا یې هم غوره شوې وه، سربیره پر دې په دوئ کې داسې ماده وموندل شوه چې کولمې له انفیکشن څخه ژغوري، څیړونکي لا هم په دې لټه کې دي چې ومومي د عمر په ډیریدو سره څرنګه کولمې د حافظې په له منځه تلو کې رول لري او په کوم ډول د هوږې استخدام وشي چې د الزایمر ناروغۍ له منځه تللو لپاره وکارول شی، هوږه سلګونه کلونه وړاندې د درملنې په ډول کاریده چې اوس هم د یو شمیر سرطان مخنیوی کوي، لکه د تیو یا سینې سرطان، د معدې سرطان، د دویم ډول شکر او د زړه ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي، همدا ډول د غوږ او غاښ درد ښه  کولو، د زکام او ټوخي په مخنیوي کې، آرام راوستول، دمخ دانې له منځه وړلوو، ویښتان توییدلو مخنیوی او د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.

شاه محمود درویش

همداراز د روغتیا پوهان وایي ، که تاسې غواړئ له هوږې  څخه پوره ګټه  پورته کړئ نو ددې سم استعمال وکړئ ، ځکه  چې  په سم استعمال  به یې  په دې کې موجودو موادو څخه ګټه پورته کړلای شئ ، لکه څرنګه چې شات او هوږه  دواړه  طبیعي خواړه دي او هیڅ یو یې له ګټو خالي نه دي، نو ددې دواړو یوځای استعمال مو په بدن کې ژور بدلون راولي چې ورسره مو د بدن انرژي پوره کېږي  او نورې ټولې کمزورۍ له منځه ځي .

شات او هوږه :

که تاسې څو پلیه هوږه په شاتو کې ګډه کړئ او بیایې لږ ترلږه  داوو ورځو لپاره سهار کې په نهاره خیټه و خورئ ، بدن به مو له هرډوله کمزورۍ وژغورل شي، ددې په استعمال سره بدن کې حیرانوونکې بدلون او دکلسټرول په کچه کې کمی راځي ، د سرطان جوړولو باکتریاوې ختموي او سربیره پردې یو شمیر انفکشنونه له منځه وړي ، هوږه د ویټامین B6 او ویټامین C سربیره  وسپنه ، کلسیم ، مګنیزیم ، فایبر ، زنګ ، جست او داسې نور په زړه پورې مواد لري ، چې دیو شمیر ناروغیو مخنیوي کې ګټور ثابتیږي .

د زکام  په مخنیوي کې د هوږې استعمال :

نیم پیاز به راواخلئ چې میده شوی وي بیا پنځه ټوکړې هوږه چې ټکول (میده شوې وي ) دوه دانې سور مرچک چې ټکول شوی وي  ، ټکول شوی ادرک یوه کاشوغه ، د لیمو شربت یوه کاشوغه او یوه اندازه د مڼې سرکه ، دغه هرڅه به په نیم لیتر اوبو کې ګډ کړئ بیا یې د خاورې کنډولي (جام) کې واچوئ له پاسه پرې دومره د مڼې  سرکه واچوئ چې کنډولي کې دوه سانتي متره ځای پاتې شي او بیایې وڅښئ ، دغه څښاک د ستونې دخرابوالي ، زکام او ټوخي په مخنیوي کې په زړه پورې مرسته کوي .

بناً دې ټکې ته موباید ډیر پام وي چې په نړۍ كی د هر انسان له پاره له هرڅه نه غوره شتمنۍ ښه صحت، بشپړه روغتيا اوسلامتيا ده، ځكه هرڅوك دبشپړې روغتيا او سلامتيا په درلودلو سره واقعاً كولى شي چې په ښه ډول او صحیح طریقه د پاک الله(ج) دعبادت د ترسره کولوترڅنګ، خپلې ورځنۍ چارې هم په ښه توګه پرمخ بوزي او په دې ډول دځان، خپلې كورنۍ او په ټوليزه توګه هیواد اوهیوادوالو ته دغوره خدمتونو مصدر وګرځي، نوځكه هرانسان ته ښايي چې د خپلې روغتيا اوسلامتيا په ساتنه كی ډیر هوښيار، څيرك اوهڅانده واوسیږي.

په دی هيله چې په ټوليزه توګه پتمن هیوادوال د امکان ترحده د ډول ډول تازه میوو او نورو گـټور څیزونو د خوړلو ترڅنګ د اومه هوږې خوړل اوهم یې له نورڅیزونو سره په ترکېبي ډول خوړل هیر نه کړي ځکه چې د هوږې خوړل د مختلفو ناروغیو په مخنیوي او په ټوله کې دبدن د روغتیا او سلامتیا په خوندیتوب کې بیسارې ګټې لري ، نو قدرمنو هیوادوالو د اومه یا خامې هوږې په خوړلو خپله روغتیا خوندي کړئ او له ګڼ شمیر ښیګڼو یې دخپلې روغتیا اوسلامتیا د خوندیتوب په برخه کې په ښه توګه ګټه واخلئ  .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *