اجتماعی

په جنایي څېړنو کې د هویت تثبیت

جرم د انسان د پیدایښت سره سم منځته راغلی او د انکشاف مختلفې مرحلې یې تیرې کړي دي ؛ په پخوانیو وختونو کې به د جرایمو  کشف او تعقیب پروسه د خنډ سره منع کېدله ؛ مګر بیا هم انسانانو د هویت پېژندلو ته توجه کوله او د تاریخ په مختلفو مرحلو کې حکومتونو د مختلفو روشونو څخه په استفادې د هویت پېژندنه کوله په جنایي څېړنوکې د هویت تثبیتول یو اهمه موضوع ده، په پخوا وختونو کې به پولیسو د مشکوک ، مظنون او متهم څخه په زور اقرار اخیستلو او حال دا چې مادي قناغت ورکونکې د اثبات دلایل به موجود وو؛ خو دوی به دې اثارو ته نظر نه ورکول او مجرم ته به یې په اخیستل شوي اقرار سخته جزا ور کوله ، ځینې وختونه داسې هم واقع شوي، چې د پېښې په ځای کې دپښې پلونه به چې د هرچا کور ته رسیدلي وو، نو پرته له دې چې دپل پېژندنې تخنیکې نظریاتو ته پام وشي د کور خاوند به مجرم ګڼل کېده او سخت مجازات به ورکول کېده ، ځینې وختونه به داسی واقع کیده چې د یو شخص جامې او یا نور بدن به د ذبح شوي حیوان په وینه ککړ وو؛ نو به هم دا شخص مجرم شمېرل کېده ځکه چې هغه وخت کې د انسان او حیوان د وینې توپېر نه شو کیدلی پولیسو او قضاتو په دې خاطر چې دپېښې په ځای کې د شخص سره وینه پیداشوې ده مجازات ورکول ځینې وختونو کې به یو شخص په یو بی ګناه شخص باندې د پیسو په مقابل کې شهادت ورکاوه او قضاتو به د همدي شهادت په وجه نوموړی شخص مجرم شمېرلو او سخت مجازات به یی ورکول؛ ځکه په هغه وخت کې قضاتو مادي قناعت ورکونکې د الزامیه دلایلو ته توجه نه کوله ، یعنې ځېني وخت به داسی هم کیدل چې کله به جرم واقع شو ؛ نو د هغه سیمې چیرته چې جرم واقع شوی دی مجرمین د مخکې نه معلوم و. مثلآ هغه چا چې لاس یا پیښه یې د جرم په اساس د لاسه ورکړې وي یا یې په زندان کې داغ او نشاني کړی وي؛ نو دوی به بیا هم مجرمین شمېرل کېدل او مجازات به ورکول کېده ، په همدي اساس هویت پېژندنه ډیره مهمه ده ؛ نو ددې لپاره چې د هویت په اړه هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړو ښه به وي چې لاندي موضوعات تر بحث لاندې ونیسو.

پوهیالی عبدالحی ابراهیمي

جرم د انسان د پیدایښت سره سم منځته راغلی او د انکشاف مختلفې مرحلې یې تیرې کړي دي ؛ په پخوانیو وختونو کې به د جرایمو  کشف او تعقیب پروسه د خنډ سره منع کېدله ؛ مګر بیا هم انسانانو د هویت پېژندلو ته توجه کوله او د تاریخ په مختلفو مرحلو کې حکومتونو د مختلفو روشونو څخه په استفادې د هویت پېژندنه کوله په جنایي څېړنوکې د هویت تثبیتول یو اهمه موضوع ده، په پخوا وختونو کې به پولیسو د مشکوک ، مظنون او متهم څخه په زور اقرار اخیستلو او حال دا چې مادي قناغت ورکونکې د اثبات دلایل به موجود وو؛ خو دوی به دې اثارو ته نظر نه ورکول او مجرم ته به یې په اخیستل شوي اقرار سخته جزا ور کوله ، ځینې وختونه داسې هم واقع شوي، چې د پېښې په ځای کې دپښې پلونه به چې د هرچا کور ته رسیدلي وو، نو پرته له دې چې دپل پېژندنې تخنیکې نظریاتو ته پام وشي د کور خاوند به مجرم ګڼل کېده او سخت مجازات به ورکول کېده ، ځینې وختونه به داسی واقع کیده چې د یو شخص جامې او یا نور بدن به د ذبح شوي حیوان په وینه ککړ وو؛ نو به هم دا شخص مجرم شمېرل کېده ځکه چې هغه وخت کې د انسان او حیوان د وینې توپېر نه شو کیدلی پولیسو او قضاتو په دې خاطر چې دپېښې په ځای کې د شخص سره وینه پیداشوې ده مجازات ورکول ځینې وختونو کې به یو شخص په یو بی ګناه شخص باندې د پیسو په مقابل کې شهادت ورکاوه او قضاتو به د همدي شهادت په وجه نوموړی شخص مجرم شمېرلو او سخت مجازات به یی ورکول؛ ځکه په هغه وخت کې قضاتو مادي قناعت ورکونکې د الزامیه دلایلو ته توجه نه کوله ، یعنې ځېني وخت به داسی هم کیدل چې کله به جرم واقع شو ؛ نو د هغه سیمې چیرته چې جرم واقع شوی دی مجرمین د مخکې نه معلوم و. مثلآ هغه چا چې لاس یا پیښه یې د جرم په اساس د لاسه ورکړې وي یا یې په زندان کې داغ او نشاني کړی وي؛ نو دوی به بیا هم مجرمین شمېرل کېدل او مجازات به ورکول کېده ، په همدي اساس هویت پېژندنه ډیره مهمه ده ؛ نو ددې لپاره چې د هویت په اړه هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړو ښه به وي چې لاندي موضوعات تر بحث لاندې ونیسو.

هویت پیژندنه

د هویت تثبیت عبارت د هغه بیېلونکې نښې څخه دی، چې له مخې يې د هر شخص هویت تثبیتیږي.

هویت د هغه صفاتو او مشخصاتو له ټولګی څخه عبارت دی، چی یوانسان د بل انسان او یو جنس دبل جنس څخه جدا کولی شي یا په بل عبارت (Identification) یو لاتیني کلیمې څخه چې ((Idem نومیږي او د پیژندنې پروسه ده ، چی د مختلفو صفاتو او مشخصاتو په اساس یو انسان له بل انسان څخه او یوشي له بل شي څخه جدا کوي چې د هویت د تثبیت موضوع په جنایي تحقیقاتو کې ډیر مهم رول لوبوي، موږ کولی شو ټول شیان دهغوی دنښې او نښانو په اساس یو له بل څخه جدا کړو چی دغه نښې په لاندې ډول دي.

الف ) عمومې نښې : چې په د ې برخه کې موږ د انسانانو او اشیاوو عمومی نښې تر بحث لاندې نیسو.

ب ) خاصې (جزوي) نښې : په دې برخه کې مشخصي نښې تر مطالعې لاندې نیسو.

ج ) ظاهریي نښې : په دې برخه کې د انسانانو او اشیاوو رنګ،شکل،اندازه،خارجي عوارض او نور خصوصیات مطالعه کوو.

د ) داخلي نښې : البته دغه نښې د انسانانو د مشخصولو لپاره په کار نه وړل کیږي، بلکې صرف د اشیاوو دمشخصولو لپاره ور څخه استفاده کیږي یعنې په دې برخه کې هغه مواد چې د هغه څخه جنس جوړ شوی یعنی دجنس دجوړښت او په جنس کې فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکې خاصیت په نظرکې نیول کیږي.

هر انسان د نوم ،ولد، ولدیت، اصلي استوګنځی او داسي نور مشخصاتو لرونکې دی، چې زموږګران هیواد افغانستان دتابعیت په تذکره کې هم ذکر کیږي په جنایي مسایلو کې د هویت د تثبیت نه علاوه په نورو مسایلو کې لکه پیدا شوی ماشوم، لیونی، پناه اخیستونکی، هغه کسان چې په غیر مترقبه حالاتو کې لکه جنګ، سیلاب، زلزله، طوفان، اورلګیدنې،  آسمانې افتونوکې يې خپل د هویت اسناد دلاسه ورکړي وي د هویت پیژندل ضرور دی.

دهویت د تثبیت فوائد

۱. متکرر حالت له حیثه: هغه اشخاص چې دلومړي ځل لپاره یی جرم سرته رسولی وي قاضي د حکم د صدور په وخت کې مخففه حالات په نظر کې نیسي او هغه اشخاص چې متکرر مجرم وي ؛ نوقاضي د هغي لپاره دحکم صدور په وخت کې مشدده حالات په نظر کې نیسي.

۲. له جرم څخه د نه خلاصون له حیثه: کله داسې واقع کیږي، چې یو شخص خپل هویت ته تغییر ورکوي ترڅو جرم نه خپل ځان ناخبره وښايي او ځان له جزاء وساتي.

۳. خطرناک حالت د معلومیدو له حیثه: د ځینې هیوادونو په قوانینو کې دهغه چا لپاره چې خطرناک حالت ولري ځینې محدودیتونه وضع شوي وي. لکه د سفر کولومحدودیت، په ځینو ځایونو کې قیام کول یا په ځینې دولتي پوستو کې  د کار کولو محدودیت او داسی نور د دې لپاره چې د یو شخص متکرر والی معلوم شي، د جرم له جزا څخه هم بچ پاتې نه شي او په اخر کې يي خطرناک حالت هم معلوم شي؛ نو د هویت تثبیت یې ضروري کار دی.

د تاریخ په اوږدو کې د هویت دتثبیت لارې چارې

د هویت تثبیت لپاره د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو لارو چارو څخه استفاده کېده چې له ځینو څخه په لاندې ډول یادونه کوو:

۱. د بدن دیوې عضوې قطع کول

کله به چې یو شخص دجرم مرتکب شو؛ د هغه د بدن یوه عضوه به قطعه کېده، چې ددغه کار اجرا په لومړي وخت کې دمجازاتو په عنوان تر سره کیده؛خو وروسته د مجرم بدن دیوې عضوې پرې کول دهویت تثبیت لپاره یوه ښه وسیله وګڼل شوه، د اسلام د مقدس دین له راتګ څخه دمخه موجود وو، مثلآ بابل پادشاه حمورابي نومیده د نن څخه تقریبآ (۴۰۰۰) کاله پخوا یې حکومت کولو د نوموړې حکومت د حمورابي په نامه قانون درلوده، چې ددې قانون (۲۲۲)مادې کې داسې راغلي دي.

(که چیرې غلام ته پرته د مالک له اجازې څخه په بدن خالونه او نقشونه ووهل؛ نو د نوموړي غلام جزا به د پلور څخه منع وه او هغه چا چې دغلام په بدن خالونه او نقشونه وهل د هغې جزا د ګوتو قطع کول وو) خو د اسلام د مبارک دین د انفاذ نه وروسته د لاسونو او پښو قطعه کول د خاصو اسلامي احکامو په بنا منع شول.

د داغ کولو طریقه

د داغ طریقه ډیره پخوانۍ ده او په مختلفو شکلونو تطبیق کیده د پخواني روم امپراتورانو به د جنایت کارانو، اسیرانو او غلامانو د ځانګړي کولو لپاره له داغ څخه په لاندې شکل استفاده کوله :

الف : د قاتل په تندي به یې د (M) حرف داغ کول چي (M) د یوې انګلیسي ـ کلیمې چی (Murderer) نومیږي لومړی حرف دی چې د قاتل معنا لري.

ب: د اسیرانو او غلامانو په تندي به یې د (S) حرف داغ کولو چې (S) هم د یوي انګلیسي کلیمی چې (SIave) نومیږي چی لومړی حرف یی (S) دی او معنا یې بندي ( اسیر) دی.

همدا رنګه د فرانسې د (۱۸۰۲) او ( ۱۸۰۶) کلونو قوانینو په اساس داسې اجراآت سرته رسېدل که چېرې به کوم شخص په موقت بند محکوم شو؛ نوموړي کس په اوږه به یې د (T) حرف داغ کولو، همدارنګه که څوک به په دایم بند محکوم شو د هغي په اوږه به یي د (TPF) حرفونه داغ کول، په هغه وخت کې پلاستیکې جراحي وجود نه درلود؛ نو دغه نښې به د مجرمینو د هویت تثبیت لپاره د عمر تر اخره پاتې کېدې.

۳. د اعضاوو د اندازه ګیرۍ طریقه

د تاریخ په اوږدو کې د هویت پېژندلو په برخه کې بیلا بیلې طریقې په کار اچول شوې وې د ( ۱۸۸۳ ) م کال څخه تر ( ۱۸۸۸ ) کال پورې برتیلون(Bertillon) فرانسوي عالم د انسان د هویت پېژندنې لپاره د انسان د غړو د اندازه کولو له اصولو څخه کار اخیسته او د انسان د ظاهري غړو په اندازه کولو یې لاس پورې کړ

۴. د ظاهري نښو او علامو د ثبت طریقه

د هویت د پېژندلو دا طریقه څېره ثبتول دي، چې یو پخوانۍ طریقه ده او زموږ په ګران هیواد کې تر ننه د تذکرې په ور کولو کې د څېرې ثبت لکه د پوستکې رنګ،د ویښتو رنګ، د سترګو رنګ، تندی، وروځې، پوزه ، په مخ کې داغونه او خالونه چې دڅیرې لپاره بیلونکې علامې بلل کیږي او دڅیرې په ثبت کې داخلیږي.

۵. یو قطار د مجرمینو تېرول

چې دغه طریقه هم ډیره پخوانۍ ده او په داسي شکل کېده ، چې په دي طریقه کې پولیسو په خاصو وروځو کې ټول راوړل شوي بندیان چې د هغوی د هویت د تثبیت به نه وو شوی په ښاري زندانو کې جمع کول او هغوی به یي د زندان د مامورینو او دایمي بندیانو په مخکې په قطارونو تیرول دا چې پورته ذکر شوو اشخاصو به ډیروخت په زندان کې تېر کړی و؛ نو په همدې خاطر دوی کولی شو چې مجرمین مشخص او جرمي سابقه يې روښانه کړي.

۶. مجرمینو ته د مخصوص لباس اغوستل

دا هم د هویت لپاره یوه پخوانۍ طریقه ده او په داسې شکل به تر سره کېده هغه څوک به چې دجرم مرتکب شو هغوی ته به مخصوصې جامې اغوستلې ترڅوهغوی وپیژندل شي چی دا کار تر نن ورخې پورې په زندانونوکې سرته رسیږي.

 

۷. په بدن د خالونو او نقشونو رسمول

دا طریقه یوه سخته طریقه ده، چې د ستنو او مشخصو دستګاوو په واسطه پرپوستکې باندې به لیکنه کېده ، نقشونه اچول کېدل او یا به هم خاصې علامې رسم کېدي د خالونو رسمول په بدن باندې (۶۰۰۰) شپږزره کاله سابقه لري او حتي تر نن ورځی پورې دوام لري.

۸. د هویت تثبیت دعکاسي په ذریعه

عکاسي له ابتدا څخه تر اوسه د هویت د تثبیت لپاره یو ښه روش ګڼل شوی دی اولین عکس په (۱۸۴۳) م کال په بروکسل کې د يو پولیس په واسطه د یو مجرم نه واخیستل شو عکس د یوې ژوندۍ خاطرې مثال لري.

الفونیس (Alphonce) او برتیلیون (Bertillon) لومړني اشخاص وو، چې د کار د سرعت په خاطر یې د شخص عکس اخیسته او په هغه فورمه کې ځاې پرځاې کولو چې دبدن د ځینو برخو اندازه ګیري په کې ذکر شوې وه.

۹.د نویو زیږدلو ماشومانو د هویت پیژندنه

په ختیځو هیوادونو کې چې میندې او پلرونه د زامنو په برخه کې زیاته مینه لري ډیر ځلې  په زیږنتونو نیوکه کولي، چې دوې زوی د زیږیدلو په وخت کې د نوي زیږیدلی نجلۍ سره بدل شوی دی ځکه دا نیوکې او شخړې د دې سبب ګرځې چې پلار او مور د ورغتونو په کار کوونکو عرض کوی.

مګر اوس د میندو او پلرونو  د دې نیوکو د مخنیوی لپاره د زیږیدلو په وخت کې دماشوم  دپښې نښه د هغه د مور د ګوتې له نښي سره اخلی او به دفتر کې ېې ثبتوي د نوي زیږیدلي ماشوم دګوتې نښې هغومره ظریفی او نفیسی وي، چې د هغه لیکې د ګوتي د نښې اخیستلو په وخت کې نه تشخیصیږی؛مګر د هغه د پښي په ورغوي کې هغه تاو شوي خطونه ډیر نازک  خطونه په بېلو بېلو بڼو و جود لري، چې دهغه  دنښو اخیستل د مور دګوتې د نښې سره د پېژندنې او تشخیص  وړ دي؛ مګر ترڅو ورځو پورې د ماشوم مور په بشپړ ډول صحت ومومي او د ماشوم د تبدیلی ستونزه په ولادی او نسایي روغتونو کې دپښې د نښې او د ماشوم د مورد لاس د ګوتې د نښې په مرسته له منځه ځې؛ خو له نېکه مرغه نن ورځ د D.NA د کشف سره د استونزه حل شوې ده؛ ځکه د مور او پلار د اوصافو انتقال د هغوی اولاد ته د علمي نظره  روښانوي.

۱۰ (Deoxy Ribo Nucleic Acid)(D.N.A)

په نولسمه پیړۍ کې د ګوتو د اثارو په کشف سره د مجرمینو د هویت په تثبیت کې یو نوی پرمختګ راغی، چې د پیښې په ځای کې د ګوتو اثر یو ښه د الزام مادي دلیل و شمارل شو د ګوتو اثار د متهم د ګوتو خطوطو سره تطبیقول د عدالت په تطبیق کې یو ښه عنصرګڼل کیږي،چې په اخر کې (D.N.A) یو ښه الزام د مادي دلیل په صفت کارول کیږي، چې د دې په اساس د بې ګناه شخص بی ګناهی او د مجرم مجرمیت په اسانۍ سره پیژندل کیږي، چې قضاتو ته د حکم په صادریدلو او د عدالت په تطبیق کې یو ښه عنصرګنل کیږي، په اخر کې (D,NA) کشف شوه کوم چې د ګوتو دنښانونو په شان خاص په یو شخص پورې رابطه لري او دبل هیچا سره مشابه کیدلی نه شي، چې په پرمختللي تکنالوژي لرونکو هیوادو کې شخص د بي ګناهی او د مجرم د مجرمیت په اسانۍ سره پیژندل کیږي، چې قضاتو ته د حکم په صادریدلو او د عدالت په تطبیق کې اساني پیدا کوي.

منابع

۱ــ عارفی، محفوظ الله.(۱۳۹۹) کریمنالیستیک، ننګرهار: یار خپرندویه ټولنه.

۲ــ واصل،عبدالاقرار.(۱۳۹۲) کریمنالیستیک،کابل: وزارت تحصیلات عالی.

۳ــ فاریابی،محمد اعظم.(۱۳۹۰). کشف علمی جرایم .کابل: رسالت.

۴ــ لطیفی، محمود.(۱۳۹۰). مسایل حقوقی تشخیص هویت .تهران: تاسیس.

۵ــ وردګ،صدیق،ایوب اصیل . (۱۳۴۸) تحقیقات علمی جنایی. کابل دولتی مطبعه.

۶ــ Http://www.sid/paper/…

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *