افغانستان

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له TLO موسسې سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او د اړیکو دفتر موسسې یا (TLO) ترمنځ د عامه پوهاوي غونډو، د شخړو د هوارې او د ولسي خلکو د ستونزو د تشخيص په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او د اړیکو دفتر موسسې یا (TLO) ترمنځ د عامه پوهاوي غونډو، د شخړو د هوارې او د ولسي خلکو د ستونزو د تشخيص په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ناستې پرمهال د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد، مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري، د وزارت نورو رئیسانو او د اړیکو د دفتر مرستیال عبدالرحیم خُرم او مل پلاوي حضور درلود.
د یادې غونډې پیل کې عبدالرحیم خُرم د دې هوکړه لیک موخه د یاد وزارت له پالیسیو سره سم د ولس او قومونو سره نږدې والی او د هغوی ستونزې حل کول یاد کړل او ویې ویل، د اړیکو دفتر یو غیر دولتي بنسټ دی چې د ولس او حکومت ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کولو، د قومي شخړو حل، په ولایتونو کې د همغږۍ غونډو جوړولو، د مرکچي قومي سپین ږیرو د ظرفیت لوړونې او نورو برخو کې کار کوي او له دې وزارت سره به په اړوندو برخو کې په مرکز او ولایاتو کې خپل کارونه مخ ته وړي.
ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد راغلي پلاوي ته هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په هېواد کې اسلامي نظام قائم دی، خلک د یووالي په ټغر ناست او د ټولو مېشتو قومونو حقوق خوندي دي.
عابد د هوکړه لیک مادو ته په اشارې سره وویل، چې زموږ او تاسې موخه ټول ولس او خلکو ته خدمت او دوی ته آسانتیاوې برابرول دي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت ټولې ادارې او مسئولین اطاعت ته ژمن دي او د هېواد په هره برخه کې به ستاسې کړنې په ښه ډول مخ ته ځي او حکومت به مو همکاري کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *