اجتماعیسیاسی

اداری فساد ته لنډه کتنه

اداری فساد یو له هغوننګونو څخه شمېرل کېږی چې عامه اداره ورسره لاس اوګریوان ده، فساد سرچېنی لټوی، ښه حکومت ولی له ګواښ سره مخ کوی، اقتصادی پراختیا په ټپه دروی، دټولګټوخدمتونو وړاندې کول په خطر کې اچوی او په ټوله کې دټولنې نظم ګدودوي.                                     

پوهنیار شفیع الله»ناصری»

سریزه

اداری فساد یو له هغوننګونو څخه شمېرل کېږی چې عامه اداره ورسره لاس اوګریوان ده، فساد سرچېنی لټوی، ښه حکومت ولی له ګواښ سره مخ کوی، اقتصادی پراختیا په ټپه دروی، دټولګټوخدمتونو وړاندې کول په خطر کې اچوی او په ټوله کې دټولنې نظم ګدودوي.

په لومړی قدم کې له فساد سره مبارزه د ژوراو دقیقو عملیاتو څیړنو غوښتونکی ده تر څو له دی لارې په ټولنه کې د فساد ریښې پیدا شی، په دوهم قدم کې اړینه ده چې موضوع په یو ملی مسئله باندې بدله شی  تر څوله دې لارې وکولای شو دفساد موضوع ته د ټولوخلکو پاملرنه را واړوو او عامه افکاریې پروړاندی راوپاروو د اداری فساد له شومی پدیدی سره مبارزه د عمل په دګر کې دحکومت ملی ارادې اوټوند غبرګون ته اړتیا لری.

د اداری فساد ماهیت، معنی اومفهوم

تر اوسه پورې د اداری فساد په اړه یوهراړخیز تعریف چې ټول پرې یوه خوله وی شتون نلری او په همدې ډول دا مسئله هم ګونکه ده چې فساد کوم شیان په ځان کې رانغاړی او د اداری فساد او فساد د نورو ډولونو تر منځ پوله هم معلومه نده، نوځکه تراوسه دولتونه پدې نه دی توانیدلې چې خپلې تګلارې په سمه توګه طرحه او تطبیق کړی.

فساد په لغت کې دچتلئ، تباهئ او ورانئ په معنی دی، په انګریزی فساد ته (Corruption) دلاتینی ژبې له (Corrupere) څخه اخیستل شوی چې دماتیدو معنی ورکوی، په همدې اساس دفساد مفهوم د یوې ورانکاری اوشکونکی پدیدې څخه عبارت ده.

او په اصطلاح کې فساد د عمومی قدرت، دولتی امکاناتو او واکونو څخه د شخصی او خصوصی ګټو د خوندی کولو په موخه له ناوړه استفادې څخه دی.

د اداری فساد دموضوع اهمیت

اداری فساد یو له هغه نادره نارغیو څخه دی  چې عملاَ د ژوندانه په بېلابېلو ټولنیزه، اقتصادی او سیاسی برخو کې دپرمختګ پر وړاندی خنډ واقع شوی دی، که په هېواد کې د اداری فساد له پدیدې سره مبارزه ونه شی نود پرمختګ په ټولو برخو کې به له ننګونو سره مخ شو. دمعمول له مخې په زیاته اندازه بودجه یا د نړیوالې ټولنې اویا هم  د دولتونو له لورې دپرمختګ لپاره بېلابېلو برخو ته ځانګړې کېږی، خو اداری فساد نه یواځی دا چې دغه بودجه له ستونی تیروی بلکی د فاسدو مدیرانو او ادارو په وسیله وخت اوفرستونه له لاسه

وځي.

د اداری فساد ډولونه

۱ – تور اداری فساد: تور اداری فساد د فساد له عینی او واقعی شکلونو څخه شمېرل کېږی او دفساد ناوړه بڼه ده. دفساد دغه ډول هم له ټولنیزو ارزښتونو او قواعدو سره او هم دعامه ادارې له اصولو او ضوابطو سره په ټکر کې دی.

تور فساد قانون جرم ګنلی اومرتکب یې دمجازاتو مستحق دی، د دا ډول فساد له ښکاره علایموڅخه یو هم د هغه اصولو نه په پام کې نیول دی، چې په نقص سره یې د ټولنې امن او سلامتیا له خطرسره مخ کېږی. دبیلګی په توګه د رشوت په بدل کې یو چاته اجازه ورکول چې تاریخ تیره دوا بازار ته وړاندې کړي، داکار دټولنې سلامتیا له ګواښ سره مخ کوی او ټولنه هم له روغتیایې پلوه اوهم داقتصادی پلوه متضرر کوی.

۲ – ایره رنګه (خاکستری)اداری فساد:

دا دفساد له هغه ډول څخه عبارت دی چې د زیاتره نخبګانو له نظره ناوړه بلل شوی،  خوعام ولس یې پر وړاندی بې تفاوته دی، دقوانینوپه پلی کولو کې دمارینو ځند چې دخلکو په منځ کې کوم محبوبیت نه نلری په همدې ډول فساد کې شاملېږی.

بیلګه: دخلکو لخوا دماليې له نه ورکولو څخه هم دولت کولای شی ټولګټې خدمتونه خلکو ته په ښه شکل وړاندی کړی خو یو شمېر داسی خلک هم شته چې دمالیې نه تادیه کول کومه خبره نه ګڼی او ورکړه یې یو ډول جریمه بولي، همدا لامل دی چې ګن شمېر خلک دهیواد دننه د رشوت په ورکولو سره له مالیې څخه تیښته کوی.

۳- سپین اداری فساد: سپین اداری فساد په ښکاره له قانون سره په ټکر کې دی خو زیاتره پوهان او عادی وګړی یې بد نه بولی.

بیلګه: هغه پیسې چې په مقدسو ځایونو او زیارتونو کی منجاورینو ته ورکول کېږی، په داسی حال کې چې دغه پیسې باید د دولت خزانې ته تحویل شی او دا مسئله په هېواد کې دتور اقتصاد دپیاوړتیا سبب ګرځېدلای شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *