افغانستان

پکتیکا سرحدي ولایت دی او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د پکتیکا له مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سره وکتل. په دې کتنه کې، مخدوم عبدالسلام د پکتیکا د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په پکتیکا کې امنیت تامین دی، ځايي خلک له ولایتي ادارې سره همکار او د ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.

مخدوم زیاته کړه  د دې ولايت زلزله ځپلو کورنیو ته پخوانۍ مرستې په شفاف ډول وېشل شوې او لا هم د يو شمېر خیریه بنسټونو او موسسو چارې روانې دي.

نوموړي دغه راز د پکتيکا ولايت يو شمېر ستونزې او وړانديزونه هم له نوموړيسره شریک کړل.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایتي ادارې له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې پکتیکا یو سرحدي ولایت دی او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي په تېر شل کلن جهاد کې د پکتيکا د خلکو فعالې ونډې ته په اشارې د هغوی زحمتونه وستايل او د چارو لا ښه والي په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې د پکتيکا ولايت مرستيال والي ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او وړانديزونه به يې له اړوندو ادارو سره شريک کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *