پاکستان ته تللی لوړ پوړی پلاوی په کومو مسایلو خبرې کوي؟!
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي پرون په اسلام اباد کې د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه ترسره شوه.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي پرون په اسلام اباد کې د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه ترسره شوه.
مجاهد زیاته کړې چې یاده کمېټه په نوبتي ډول په کابل او اسلام اباد کې غونډې کوي چې د افغان لوري څخه یې مشري د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي الحاج ملا محمد شیرین اخند کوي.
د مجاهد په وینا په دغه ناسته کې د تېرو غونډو په تعقیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه شوي، ګټور او اړین تصمیمونه به ونیول شي.
ټاکل شوې، چې دغه پلاوی سبا له پاکستانيو چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.
د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا ګډه غونډه به هم سبا په اسلامآباد کې جوړه شي او افغان پلاوی به د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وګوري. ټاکل شوې، چې دغه پلاوی به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځي چارواکو سره وګوري.
په دغو ناستو کې به د پاکستان د هغه ادعا په اړه خبرې وشي، چې د افغانستان خاورې د اورپکو له لوري کارول کېږي.
په دې ناستو کې به د چمن په بندر کې د ویزې د وړیا ترانسپورت په اړه هم خبرې وشي.
د کابل او اسلامآباد اړیکې په وروستیو څو میاشتو کې د ټي ټي پي د پرلهپسې بریدونو له کبله ترینګلې شوې دي. اوس به وګورو، چې ایا پاکستان ته د اسلامي امارت د چارواکو سفر او کابل ته د پاکستان د یوه مذهبي مشر پر مشرۍ د یوه پلاوي سفر به د اسلامآباد او کابل د اړیکو د ښه کېدو لامل کېدای شي او که نه؟!