اجتماعی

د اقتصاد دعلم اهمیت د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا کې

د اقتصاد علم یوه ټولنیزه پوهنه ده ، په دې معنی چې د بشري ټولنې اقتصادي پیښې او انګیزې مطالعه کوي اوله ژوند سره سراوکار لري ، له همدې امله په لاندې ډول د اقتصاد علم مطالعه له دریوو لوریو د اهمیت وړ ده.

شاه محمود درویش

د اقتصاد علم یوه ټولنیزه پوهنه ده ، په دې معنی چې د بشري ټولنې اقتصادي پیښې او انګیزې مطالعه کوي اوله ژوند سره سراوکار لري ، له همدې امله په لاندې ډول د اقتصاد علم مطالعه له دریوو لوریو د اهمیت وړ ده ، دیوه علم په صفت د اقتصاد دعلم زده کړه په خپل ذات کې یو ګټوراو په زړه پورې کار دی چې کولای شي له بشرسره دپیچلي طبیعت په پیژندلو او دپیچلو میتودیکوموضوعاتو په شننه کې همکاریي وکړي ، داقتصادي پوهې په درلودلو سره کولای شو د ورځني شخصي ژوند له زیاتو مسایلو او پیښو څخه دخبریدوترڅنګ له شخصي اقتصادي وضعیت څخه هم لیدنه وکړای شو ، چې دغه پوهه په خپل وار سره په خصوصي ژوند کې خورا ګټور رول درلودلای شي ، دغه علم د پیراو پلور، مصرف ، سپما ، صنعت ، تجارت ، کارموندنې ، دبیکاري او داسې نورو مسایلو په برخه کې ترډیره بریده موږ ته لارښوونه کوي چې په خپل وار سره ددغې پوهې په مرسته کولای شو د اړتیاوو په اساس مناسبې پریکړې وکړای شو، په فطري توګه د ټولنې د یوه غړي په حیث هرڅوک په شخصي او کورنیو مسایلو برسیره دهیواد او ټولنې د عمومي او سیاسي وضعیت په باره کې هم فکر کوي د ټولنې له ستونزو او مشکلاتو څخه لیدنه کوي او دشونتیا ترحده دچارو داغیزمنتوب او دستونزو دهوارولو هڅه کوي ، ددې له پاره چې یو هیواد اجتماعي پرمختګ وکړي او یا اقتصادي وده ترلاسه کړي په کارده چې د ملي محصولاتو کچه زیاته شي ، خلکو او ټولنې ته کاري فرصتونه برابر شي ، د څیزونو په نرخونو کې ثبات راشي ، د علم او تخنیک کچه اوچته شي ، دتادیاتود بیلانس انډول وساتل شي ، په انډول کې د تادیاتو د بیلانس په هکله دګټورو تصامیمو دنیولو او داسې نورو مهمو اقتصادي موضوعاتو په هکله مناسب تصامیم ونیول شي چې یوازې د اقتصادي پوهې د درلودلوپه واسطه کولای شو د ټولنې او هیواد له اقتصادي ژوند سره په تړاو د ټولو موضوعاتو شننه او یوه ګټوره ارزونه وکړو ترهغو چې په اقتصادي ستونزو چې په ټولیزه توګه د ټولوستونزوجرړه ګڼل کیږي،

بری وموندل شي ، باید وویل شي چې اقتصاد دیوې ټولنې میتودیکه موضوع ده ، اما کومه حرفوي موضوع نه ده ، نو په دې اساس د اقتصاد علم له زده کړې څخه یوازی د اهیله په کارنه ده چې موږ ته دپیسود موندلو هنر رازده کوي ، بلکې د اقتصاد دعلم په درلودلو سره کولای شو د خپل هیواد له پاره د یوښه سلاکار یا رهبر کېدلو شيبې ته هم له هیلو ډک انتظاروباسو دیادونې وړده چې د اقتصاد علم د دریوو اساسي موضوعاتو در لودونکې دی چې هغه عبارت دي له :

لومړی : په کومه اندازه او څه ډول څیزونه او خدمتونه تولید شي ؟ لکه څنګه چې له یوه لوری د تولید لاملونه نسبتاً محدود او له بله پلوه بشري اړتیاوې نا محدوده بڼه لري ، نوداچې څه ډول نورخدمتونه تولید شي یو ځانګړي تصمیم ته اړتیا لیدل کیږي ترهغو چې وکړای شو پریکړه وکړو چې څه ډول نورخدمتونه تولید شي ، همداشان د تولید د سرچېنو د کمښت له کبله ځینې څیزونه شته چې ترنورو څیزونو په لږه یا زیاته کچه تولیدیږي نوپه دې اساس د هرشي د تولیدي مقدار په باره کې هم باید یو ځانګړی تصمیم ونیول شي .

دویم: څیزونه باید څنګه تولید شي ؟ ددې پوښتنې ترڅنګ چې څه ډول باید تولید شي او دتولید کچه یا اندازه یې څومره وې په اقتصاد کې دغه اساسي پوښتنه هم زیاته مطرح کیږي چې دغه د اړتیا وړ توکي او خدمتونه د چا او یا دکوم شرکت په واسطه تولید شي ، د تولید په برخه کې دې له کوم تولیدي فن څخه استفاده وشي او یا ددې تولید له پاره کوم ډول پرمختللی عصري تکنالوژي په کار ولویږي ؟.

لکه څنګه چې د تولید شویو توکېو او خدمتونو کېفیت او څرنګوالی په بشپړه توګه د تولید د سرچېنو او دتولید د فني میتودونوپه ترکېب یا امتزاج پورې اړه لري ، نوله هرڅه نه مخکې غوره داده چې د تولید د سرچېنواو دتولید د فني میتودونو په باره کې څه ناڅه معلومات ولرو ، د تولید سرچېنې له هغو تولیدي وسیلو څخه عبارت دي چې د مختلفو څیزونو او خدمتونو د تولید له پاره په کار وړل کیږي .

د تولید فني روش یا میتود : د ا په حقیقت کې دشيانو د تولید په موخه د شته یا اړینې پوهې په رڼاکې د تولید دلاملونو له کارولو څخه عبارت ده ، تحقق یې یو فرد یا شرکت ته وړتیا ورکوي ترهغو چې دا ډول مطرح شوې پوښتنې ته ځواب و وایي چې د کومو تولیدي سرچېنو او تولیدي فنونو له ترکېب څخه دې غوره شوي څیزونه او خدمتونه تولید شي ؟.

دریم: دغه څیزونه او خدمتونه د چا له پاره تولید شي ؟ په دې ځای کې د افرادو کورنیو ، دولتي یا خصوصي سکتورونو او داسې نورو ترمنځ د تولید شویو توکو او خدمتونو د توزیع ، معیاراو نظم هم ترپوښتنې لاندې راځي اویا په بل عبارت په دی ځای کې دا موضوعات څیزونه او خدمتونه دکومو اشخاصو او طبقاتو له پاره تولید او تیار شویدي او دملي تولید کومه اندازه د مصرف او استهلاک له پاره ځانګړې شویده دابحث مهمه ونډه تشکېلوي ، یوه ټولنه باید دا ډول پوښتنو ته د ځواب ویلو هڅه وکړي ، که وپوښتل شي چې ملي تولید باید څنګه د افرادو او ټولنو ترمنځ په برابره او یا نابرابره توګه و ویشل شي ، که چېرته نا برابرویش په نظرکې ونیول شي ، دکومو معیارونو او اصولو له مخې دې تقسیم او توزیع شي ؟ په حقیقت کې هرډول اقتصادي نظام له دا ډول پوښتنو سره مخ کېږي ، یوازې د ځواب ویلو بڼه او ډول یې یوتربله توپیرلري ، د آزاد بازار یا پانګوالی په اقتصادي نظام کې دریو پوښتنو ته ګوته نیول کیږي چې په بازارکې یې د قیمتونو میکانیزم ځواب ویلای شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *