له یو شمېر موسسو سره د مختلفو پروژو هوکړهليکونه لاسلیک شول
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د یو شمېر بهرنیو موسسو له لوري د مختلفو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د یو شمېر بهرنیو موسسو له لوري د مختلفو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت په خپله ټویټرپاڼه ليکلي، چې په همدې موخه د یاد وزارت د مشرتابه له لوري د سولې او پراختیا لپاره د برابرۍ، نړیوالو لپاره ښه ګاونډیان، فیروز کوه، اکټیډ، د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې، او اسلاميک ریلیف موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه هوکړه لیکونو له مخې به یادې موسسې په کابل، هرات، بلخ، کندهار، هلمند، فراه، جوزجان، بامیان، سمنګان، فاریاب، نورستان او بادغیس ولایتونو کې مختلفې پروژې پلې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همدارنګه ویلي، چې په دغو هوکړه ليکونو کې ( د حرفوي او معیشتي مهارتونو روزنیز پروګرام، د سوداګرۍ پراختیا او ګټه اخیستونکو ته د تجهیزاتو برابرول، د خصوصي متشبثینو لپاره د ملاتړ پروګرام، د صنعت کارانو ښځو ملاتړ، د کلیو دوامداره پراختیا، سیمه يیز اقتصادي فعالیتونه او د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ پراختیا) پروژې شاملې دي.