سیاسی

په افغانستان کې ددرېیوو اشغالګرو امپراطوریوو پرلپسې ماتې حیا ت الله حلیم

داچې د تاریخ په اوږدوکې یا په بل عبارت د ۱۹می پېړۍ له نېمایي بیا د یویشتمنې پېړۍ ترپیل پورې څنګه د[انګریزانو ـ روسانو اوامریکا + ناټو] درې اشغالګرې امپراطورۍ په افغانستان کې په ګونډواوله شرمېدلې ماتې سره مخ شوې ډېرلاملونه اوموجبات لري چې په دې موضوعاتوپوهېدل به بې ګټې نه وي ځکه په لومړي ګام کې باید وپوهېږوچې ددوی د یرغل موخې څه وې ؟ وروسته یې د ناکامۍ لاملونه څه و؟ چې لاس ترپښو اوږده بې ګټې له افغانستان څخه ووتل اودرېیم داچې دوی ولې له یوبل نه عبرت نه اخیست او د کومې تمې له مخې یې یو پربل پسې په افغانستان حملې کولې ؟

داچې د تاریخ په اوږدوکې یا په بل عبارت د ۱۹می پېړۍ له نېمایي بیا د یویشتمنې پېړۍ ترپیل پورې څنګه د[انګریزانو ـ روسانو اوامریکا + ناټو] درې اشغالګرې امپراطورۍ په افغانستان کې په ګونډواوله شرمېدلې ماتې سره مخ شوې ډېرلاملونه اوموجبات لري چې په دې موضوعاتوپوهېدل به بې ګټې نه وي ځکه په لومړي ګام کې باید وپوهېږوچې ددوی د یرغل موخې څه وې ؟ وروسته یې د ناکامۍ لاملونه څه و؟ چې لاس ترپښو اوږده بې ګټې له افغانستان څخه ووتل اودرېیم داچې دوی ولې له یوبل نه عبرت نه اخیست او د کومې تمې له مخې یې یو پربل پسې په افغانستان حملې کولې ؟

ترهرڅه لومړی باید دې ټکي ته هم اشاره وکړوچې نه یوازې پورتنۍ دری امپراطورۍ بلکې له دوی دمخه د تاریخ په اوږدوکې هم یوشمېرنورټاړاکګروامپراطوریو لکه هخامنشیان، یونانیان ،هندي موریان، خونړي چنګېزیان ، حریص مغل ، ایراني صفویان ، ګرګینیان ، افشاریان اود ماورای النهرشیبانیان هم له افغانانو سره په جګړوکې لاس او پنجه نرم کړي خومات شوي اوله شرمېدلې اودردناکې ماتې سره مخ شوي دي.

انګرېزان چې د لومړي ځل لپاره د هند لویې وچې ته د سوداګرو په جامه کې راغلل نویې دهند خلک نرم اودځان تابع وموندل له څه مودې وروسته یې هغوی له جنګ جګړوپرته ترخپلې نظامي ولکې لاندې را ووستل ، افغانستان چې دا وخت دهند لپاره د اروپایې یرغلګرو، ګذرګاه اود نوروسوداګریزو موخولپاره سوق الجیشي اهمیت درلود ، انګلسان هم ددې لارې حساسیت اواهمیت ته تازه متوجې اوپه توطیویې لاس پورې کړ، دوی لومړی دزمانشاه ترواکمنۍ لاندې پنجاب ایالت ګورنررنجیت سنګهه د زمان شاه په ضد بغاوت ته وهڅا وه ځکه انګریزان خبرووچې زمان شاه د هند په لوري دبلې لښکرکشي اراده هم لري نه یوازې رنجیت یې بغاوت ته وهڅاوه بلکې دافغان حکومت د کمزوری کولولپاره یې د لویدیځ له لوري دایران پاچاه فتح علي شاه قاجارهم د زمانشاه په ضد لمساوه چې که چېرې زمانشاه په هندستان حمله وکړي نود ایران پاچاه فتح علی شاه به دافغانستان د خرابولولپاره په افغانستان حمله کوي ، په مقابل کې د انګلیس دولت ومنله چې که د ایران هېواد د افغانستان ، فرانسې یا کوم بل هېواد تربرید لاندې راغی نوانګلستان به اېران ته وسلې، مهمات اوامکانات ورکوي ځکه دا وخت ددې خطرهم موجود وچې فرانسه د افغانستان له لارې نه یوازې په اېران بلکې په هند هم حمله وکړې، زمان شاه دیوه مدبرواکمن په توګه د موضوع حساسیت درک کړی و، تل یې هڅه کوله چې فتح علی شاه له ځانه را ضي وساتي خوناڅاپه دا وخت زمان شاه دخپل ورورشاه محمود لخوا ړوند او فتح علي شاه قاجارهم له نړۍ سترګې پټې کړې ، دزمانې په تېرېدو سره د تیمورشاه د زامنو د بې اتفاقۍ له وجې چې وروستی پاچاه یې شاه شجاع و، حکومت د سدوزیود کورنۍ له لاسه د محمد زیو کورنۍ ته انتقال اوامیردوست محمد خان اوشاه شجاع هندوستان ته وتښتېد، انګرېزانوته طلایي چانس په لاس ورغی شاه شجاع یې دل آساه کړچې دې د میراثي تخت به د محمد زیوله کورنۍ بېرته ورته نیسي او په ترڅ کې یې دلاهورددری ګوټیز تړون له مخې پریکړه وکړه چې شاه شجاع به دپېښوراودېره جات له ولایتونود سکانوپه ګټه تېرېږي ، پریکړه وکړه ، نوانګریزانو د ۴۰ زره عسکروپه ملتیا شاه شجاع را دمخه څو افغانستان ته را ورسېدل .

تیتلرانګریزپه خپل اثرکې په افغانستان حمله یوتاریخي ضرورت وګڼله ، دی متعقد وچې متمدن هېوادونه (انګریزان) باید غیرمتمدن ملکونه (افغانستان) اشغال کړي ، که نه ، له دې پرته به دوی پخپله له منځه لاړشي (!)

افغانانوچې موضوع درک کړه نوسم دلاسه د انګریزانوپه ضد را پاڅېدل اود خپلې لومړۍ تاریخي جګړې په ترڅ کې ، چې عبد الله اڅکزي ، امین الله خان لوګري ، میرمسجدي خان، سردارمحمد اکبرخان ، محمد زمان خان کنړي اوغازي ملا مؤمن خان یې مشري کوله په انګریزانو رڼا ورځ توره شپه واړوله څوتېښتې ته مجبورشول ، متحد المال قول دی چې د تېښتې پرمهال د انګریزانو له ۱۶زره وسله بند پوځ څخه یوازې یو داکتربرائیډن هغه هم نیم ژوندی جلال‌اباد ته ورسېد اود خپلې لښکرد تباهی خبریې انګریزمشرانوته ورکړ، شاه شجاع هم د خپلو تربورانولخوا د جلال آباد په لارې په یوه ژرنده کې ووژل شواوپه دې توګه امیردوست محمد خان ددوهم ځل لپاره اود افغان اوانګلیس لومړی جګړه پای ته ورسېده .

له ۳۶ کاله ځنډ وروسته انګریزانویوځل بیا دخپلې فاروردپالیسيۍ په حکم په افغانستان حمله وکړه خو دا ځل هم د غیرتمنوافغانانوله مقاومت سره مخ شول. دوهمه جګړه د لومړي جګړې په پرتله متفاوته بڼه درلوده ځکه دوهمه جګړه دشیطانت ، چل ، فریب ، جاسوسۍ په لوړومعیارونوعیارشوې وه ، دا جګړه کابل ته د انګریزانو له راتګ ۵۵ ورځې وروسته هغه وخت پېښه شوه چې غازي محمد جان خان وردګ د وردګو اوغزني خلک د انګریزانوپه ضد غزا ته بسیج کړي وواوکابل ته راورسېدل ، دوی د ۱۸۷۹ م کال د سپتمبرپه ۱۱ نېټه جګړه پیل او د الله اکبرد ناروپه بدرګه یې له قاضي کلا څخه حرکت راوکړ، د افغانانولخوا غازي محمد جان خان اود انګریزانولخوا را برټس د جګړې قیادت کاوه، جګړه دومره ځپونکې وه چې په انګریزي قواوویې سمدلاسه د تېښتې لاره ورکه کړه د چاردهي په خلکو کې تر ډېره دا آوازه وه چې له غازي محمد جان خان سره په دې ورځ غیبي لاس مرسته کوله ، ۴۰۰ښځوپه دې جګړه کې ګډون درلود چې ۸۳ تنې یې شهیدانې شوې ، لنډه داچې غازیانو په دې ورځ د کابل له ټولو برخوڅخه انګریزان را ټول اود شیرپورپه معسکرکې یې کلا بند کړل په همدې ورځ رابرټس په لندن کې لیټن ته د خپلې ناکامۍ تیلګرامي خبرهم ورکړ، همدا وجه وه چې انګریزانو له بخارا څخه تبعید شوی عبدالرحمن راووست اوپخپله یې له افغانستان څخه پښې سپکې کړې دا په دسې حال کې وه چې د افغانستان بهرنی سیاست د انګریزانو لخوا اداره کېده اوازادي یې نه درلوده .

په ۱۹۱۹ م کال کله چې امان الله خان د ازادۍ اوخپلواکۍ بیرغ ورپاوه ، نوانګریزانویې هڅه ونه منله ، همدا وجه وه چې درېیمه جګړه را منځ ته شوه په دې جګړه کې د انګریزي پوځونوشمېره ۳۴۰ زره کسانو ته رسېده اوټول یې په عصري تجهیزاتواوهوایی قواووسمبال وو، له افغانانانوسره د ختیځ خیبر ، سهیل ټل او واڼه اوسهیل لویدیځ (قندهار) په جګړوکې ښکیل شول ، محمد نادرخان ټل او واڼه ترې ونیول اوپه دوو نورو جبهوکې یې داسې ماتې ورکړه چې انګریزان د افغانستان ازادۍ ته قایل کړل ، دا هغه ازادي وه چې د نړۍ د اسیرومللو لپاره هم د ازادۍ اوخپلواکۍ الهام شوه .

۵۸ کاله ددغه ملک خلکو د امن آرامۍ او ازادۍ په پلوشوکې ژوند وکړ، خو د ۱۳۵۷ کال په ثورکې د هېواد یوشمېرهوسبازبچیانوچې په اصطلاح د ماتریالیسم دیالکستیک د مترقي د فلسفې (!) پیروان ول ، یوځل بیا په دغه ملک کې د شوروي امپراطورۍ په ګټه کودتا وکړه اوسرانجام په ۱۳۵۸کال د جدی په ۶ ماښام روسانو پرافغانستان بربند تیری اودغه ملک یې ترخپل وحشیانه اشغال لاندې را ووست ، دوی په دې نظرووچې ښایي افغانستان به هم د منځنۍ اسیا د هېوادونوپه شان د مستعمره هېوادونوپه قطارکې شامل کړي خو په افغانستان ددوی تیری ددې سبب شوچې دماورای النهرټول هغه مستعمره هېوادونه  چې روسانوپه وچ په زورد ماتریالیسم دیالکتیک د فلسفې پیروان جوړکړي و، د افغانانود جهاد له برکته د شوروي له امپراطورۍ خپله  ازادي ترلاسه کړه ځکه روسانوپه افغانستان کې مات شول ، په ګونډوشول په نړیواله کچه وشرمېدل اودهند تودواوبوته د رسېدلوهیله یې د شمالي قطب په کنګل شویواوبو ، بدله شوه اوپخوانی د ابرقدرتی وقاراومقام یې هم دړې وړې اوله منځه لاړ .

د اشغالونو، په لړۍ کې د امریکایې امپراطورۍ په زړه کې هم د افغانستان د اشغال مینه را وتخڼېده چې په نتیجه کې د امریکا متحده ایالاتود ناټو د ایتلاف په مشرۍ د ۲۰۰۱ کال د ستمبر ۷نېټه د سختو بمباریوپه اعمال په افغانستان حمله وکړه امریکایانو په ظاهره واک د شمالي ټلوالې ته وسپاره ، د افغانستان اشغال اوپه مقابل کې یې د اسلامي امارت جهاد د نړۍ په حربي تاریخ کې د امریکا ترټولو اوږدو جګړه شمېرل کېږي ، خوبیا هم امریکا له شرمندګۍ پرته کومه بله مثبته لاسته را وړنه نه درلوده اوځان یې د انګریزانو اوروسانوپه شان د نړیوالود خندا کړ .

په دې شل کلنه جګړه کې ۵۱ زره ملکي وګړي شهیدان شول، ۶۰ زره حکومتي عسکر له منځه لاړل ۳۵۰۰ امریکایی اومتحد عسکر ووژل شول ۲۰ زره یې  ټپیان شول اود ۵ملیونو په شا وخوا کې د جګړوله امله بېځایه شول .

نو دې نتیجې ته رسېږو چې افغانستان یو داسې هېواد دی چې اشغالګرپه هوس ورته راځي او له انساني تلفاتو اومالي خساراتو سره مل لاس تر پښو اوږده بېرته ترې وځي خوعجیبه داده چې دوی له یوبل څخه عبرت هم نه اخلي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *