جهان

په پاکستان کې  دگوندونو پراخ احتجاجونه

په پاکستان کې واکمن ډېر شمېر سیاسي ګوندونه د مولانا فضل الرحمن په بلنه په اسلام آباد کې په داسې احتجاج کې ګډون کوي چې د پاکستان د قاضي القضات عمر عطا بندیال د «جانبدارۍ او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په ملاتړ شوو پرېکړو» پر ضد رابلل شوی دی. د فضل الرحمن په خبره دغه احتجاج به تر نامعلوم وخته دوام وکړي او هغه وخت به پای ته ورسېږي چې قاضي القضات له دندې استعفا وکړي.

د پاکستان له څلورو ایالتونو نه په زرګونو کسان اسلام آباد ته ورغلي دي. د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري او د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند مرستیاله مریم نواز هم په دغو مظاهرو کې ګډون کړی دی. دا احتجاج په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې ستره محکمه د ډیرو مهمو قضیو په هکله استماعي غونډې کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *