فرهنگی

د نابغه خوشحال د نبوغ راز په څه کې دى؟

کله چې د پښتو ژبې د ادبي او فرهنګي شخصيتونو يادونه کوو نو د ستر خوشحال بابا نوم د ټولو نومونو په سر کې راځي. پښتو او پښتانه چې ترڅو وي د خوشحال د خدمتونو مديون او مرهون دي. که هغه د ځان په اړه وايي، سم وايي چې:

عصمت الله ځلاند
ننګيالى د زمانې!
کله چې د پښتو ژبې د ادبي او فرهنګي شخصيتونو يادونه کوو نو د ستر خوشحال بابا نوم د ټولو نومونو په سر کې راځي. پښتو او پښتانه چې ترڅو وي د خوشحال د خدمتونو مديون او مرهون دي. که هغه د ځان په اړه وايي، سم وايي چې:
که د نظم که د نثر که د خط دی
په پښتو ژبه مې حق دى بې حسابه
موږ خوشحال بابا د پښتو د لومړۍ ادبي دورې او معاصرې ادبي دورې له شاعرانو سره د کميت او کيفيت له مخې د هغه د پنځونو د توپير په حساب نابغه بولو.
په کيفي لحاظ که د خوشحال بابا منظومې ليکنې په ځانګړي ډول غزل او رباعيات ګورو نو مفاهيم يې په ډېر هنري انداز پکې ځاى په ځاى کړي دي چې د لوستونکو د جذب ډېره وړتيا لري. په داسې حال کې چې د استاد زلمي هېواد مل د پښتو ادبياتو د تاريخ په حواله تر خوشحال بابا د مخه د روښاني نهضت د شاعرانو او تر هغو وړاندې د پښتو د لومړنۍ ادبي دورې د اکثرو شاعرانو ليکنې هنري ارزښت نلري او خپلې مفکورې نېغ په نېغه په منظوم ډول وړاندې کوی.
په دې اساس که موږ وايوو چې خوشحال بابا لومړنى شخص دى چې پښتو ادبيات يې د هنريت په ګاڼه سمبال کړل، مبالغه به نه وي.
خوشحال بابا سره له دې چې په ديني علومو پوهېدا، مګر شعرونه يې د روښانيانو په خلاف وچ مذهبي او نصيحتي رنګ نه درلود .
په کمي لحاظ هم د خوشحال بابا آثارو‌ ته کتنه لا د تحير او تعجب سبب ګرځي. په داسې حال چې هغه د خپل ژوند ډېره برخه له مغلو سره په جګړې، زندان او همدارنگه د خپلو شوقونو لکه ښکار په پاللو کې تېره کړې، خو بيا يې هم د اثارو شمېر د مشهور ختيځپوه ميجر راورټي له قوله تر ۲۵۰ پورې رسېږي چې دا د خوشحال بابا په نبوغ باندې ډېر واضح او صريح دليل کېدلاى شي.
د خوشحال بابا يوازې منظومه شاعري تر (1095 ه ق) کاله پورې تر ۴۰ زره بيتونو اوښته چې ښايې په پښتو کې په دومره تعداد شاعري بل چا نه وي کړې.
د ديوان مې که بيت، بيت سره په شمار شي
تر څلوېښت زره به زيات شي په سږ کال
د خوشحال بابا په نبوغ بل دليل بېلابېلو علومو ته لاسرسى او د هغو په اړه د خوشحال بابا ليکني دي چې بازنامه، طب نامه، اخلاقنامه، دستارنامه، فالنامه، د هدايې پښتو ژباړه، آئينه (فقهي کتاب)،تفسير سورت يوسف، د پښتنو تاريخ…. د يادولو وړ دي.
خوشحال بابا په پښتو باندې د څښتن تعالى لويه پيرزوينه ده، هغه پخپل ۷۸ کلن ژوند کې (1100_1022 ه ق) پښتو ژبې ته د څو پيړيو کار وکړ چې مثال به يې بيا تکرار نه شي.
نه به زما غوندې بل ننګيالى راشي
نه زما غوندې بل جنګيالى راشي
خټک خو پرېږده په ټول جهان کې
عجب که هسې بل فرهنګيالى راشي.
اخځليکونه
د خوشحال خان خټک کليات، دوکتور سيد محى الدين هاشمي.
د پښتو ادبياتو تاريخ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن