اخبارافغانستان

دکوچیانو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کېږي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي الحاج احمد طه قادري د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر کوچي قومي له مشرانو سره په داسې حال کې ولیدل چې د یاد وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس ښاغلي ګل زرین کوچي هم حضور درلود. لومړی کوچي قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د فساد د له منځه وړلو، ملي حاکمیت او سرتاسري امینت په برخه کې د ا.ا.ا لاسته راوړنې او همدارنګه د قومونو ترمنځ د شخړو په له منځه وړلو او د دوی په همغږي کولو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښه مدیریت ستاینه وکړه او دغه راز یې د یو لړ ځایي ستونزو او غوښتنو د شریکولو تر څنګ ټينګار وکړ چې د موسمي تګ را تګ پر مهال دې کوچیانو ته په مېشتو سیمو کې اسانتياوې برابرې شي. په پای کې ښاغلي قادري قومي مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست تر څنګ  ډاډ ورکړ چې د هېواد په کچه د ټولو قومونو ستونزو ته رسېدنه د وزارت په اوسنيو او راتلونکو کاري پلانونو کې ځای لري چې ډېر ژر به ستاسو او نورو قومونو اکثره ستونزو او غوښتنو ته د نورو اړوند ادارو په همکارۍ رسيدنه وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *