افغانستان

تاجکستان یو ځل‌بیا افغانستان ته څېرمه  امنیتي کمربند جوړېدوغوښتنه وکړه

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهردین، د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو غوښتنه وکړه.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهردین، د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو غوښتنه وکړه.

نوموړي ومنله، چې څه موده مخکې یې د هېواد د ځواکونو او له افغانستانه د نیشه یي توکیو د اوښتو قاچاقبرو ترمنځ وسله واله نېښته شوې او یو شمېر پوځيان یې پکې وژل شوي دی.

د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو پر پلان په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکايي پوځیانو تر يرغل پورې بحث شوی و. دا موضوع، تېر کال بیا د تاجیکستان  د ولسمشر امام علي رحمان له خوا د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان په غونډه کې مطرح شوه.

د ګډ امنیتي تړون سازمان د ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې له هېوادونو جوړ دی؛ تاجکستان د شانګهای همکارۍ سازمان او د ډله ییز امنیت د تړون له مهمو غړو څخه دی.

روسیې او د یاد سازمان یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ګډه پوله نا امنه شوې ګڼلې، خو افغان چارواکو دا څرګندونې رد کړې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *