جهان

روسي ځواکونو د اوکراین جګړه کې د پرمختګونو ادعا کړې

د روسیې پوځ ادعا کوي چې د اوکراین د ختیځ په جګړه کې یې ځینې پرمختګونه کړي دي.

د روسیې پوځ ادعا کوي چې د اوکراین د ختیځ په جګړه کې یې ځینې پرمختګونه کړي دي. مسکو هڅه کړې چې سرحدي سیمې کورسک ته اضافي سرتېري ولېږي چې هلته د جګړې لیکې په پیاوړې کړي. اوکراین بیا جګړه کې د روسي پوځیانو د پرمختګ ادعا رد کړې او ويیلې یې، د دوی ځواکونو هېڅ کوم مورچل له لاسه نه دی ورکړی. کییف په ځلونو له خپل لوېدیځ متحدانو غوښتي چې د روسیې په ضد جګړه کې تجهیزات او امکانات ورکړي. یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې امریکا، جرمني، پولند او بریتانیا په دې وروستیو ورځو کې وويیل چې اوکراین ته یې ۱۳۰ ټانکونه سپارلي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *